مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک: طالبانو په خاک افغان کې عام وژنه کړې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځايي خلک وايي، د زابل په خاک افغان کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د جکړې پر مهال طالبانو له ملکي وګړو سره وحشت کړی او د دیني علماوو، ښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځه اتیا ملکي وګړي او ۲۱۵ ازبکان چې ښځې او ماشومان یې هم ورسره وو، وژلي دي. د سیمې د خلکو په وینا، په خاک افغان کې اوس هم د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده او قرباني یې ملکي وګړي دي. د ملا منصور دادالله ډله وايي چې دغه کار د ملا اختر منصور پلویانو کړی؛ خو د ملا اختر پلویان یې په اړه چوپ دي. د عبدالحکیم په نوم د خاک افغان یو قومي مشر چې اوس یې خپله سیمه هم پرېیښې ده، وايي: ((هغه شمېرې چې تر ننه موږ راټولې کړې، په خاک افغان کې دری سوه کسان وژل شوي چې پنځه اتیا ملکي وګړي دي، چې په دوی کې څلور تنه یې دیني عالمان دي او همداراز ښځې او ماشومان دي او دا د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، د دې تر څنګ ۲۱۵ ازبکان چې دغه سیمې ته تازه راغلي وو، وژل شوي او په دوی کې ډېری یې طالبانو ته تسلیم شول او بیا هغوی ووژل.)) دی وايي، اتلس ملکي ښځې او ماشومان یوازې په یوه کور کې ووژل شول چې بیا په ډله ییز ډول خښ کړای شول، همداراز په خرني نومې سیمه کې هم یو ویشت کسان په یو ځل ووژل شول. د دغه قومي مشر په خبره، د طالبانو د دواړو ډلو له لوري هم ګڼ کسان وژل شوي؛ خو دوی ته یې شمېر نه دی معلوم او د جګړې پر ډګر اوس هم ګڼ مړي پراته دي. نوموړی دغه راز زیاتوي چې د ملا اختر منصور د ډلې طالبانو د ټولو درملنه د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې کېږي. دغه جګړه نږدې میاشت وړاندې تر هغه وروسته پیل شوه چې طالبان په دوو ډلو ووېشل شول او بیا د ملا اختر منصور پلوي طالبانو د ملا منصور دادالله پر پلویانو ځکه برید وکړ چې په وینا یې هغوی له داعش سره ملګري شوي دي. په زابل کې یوې دولتي سرچینې سرنوشت ته وویل چې جګړه په لومړیو کې د طالبانو له لوري د زابل لپاره د نومول شوي والي مولوي مطیع او یو بل قوماندان امیرخان حقاني له لوري پیل شوه چې دوی په ښکاره خلکو ته ویل چې له ملکي وګړو او افغانانو سره کار نه لري، بلکې له ازبک جنګیالیو سره خبرو ته راغلي؛ خو وروسته جګړه له ملا منصور سره پیل شوه چې لویه برخه قرباني په کې ملکي وګړو ورکړه. د دغه راپور لپاره د زابل د چارواکو په رسمي نظر اخیستنه بریالي نه شوو. د مرکز قلات یو اوسېدونکی حسیب الله وايي چې په خاک افغان کې لسګونه زره افغانان پراته دي؛ خو د ولسوالۍ لارې، روغتونونه، بازارونه او ټول ژوند تړل شوی دی. نوموړي سرنوشت ته وویل: ((طالبانو او حکومت ته د خاک افغان خلک انسانان او افغانان نه ښکاري؛ ځکه هېڅوک یې مرسته نه کوي، بلکې ټول یې وژني، داسې نه ده چې خاک افغان ټول داعش یا طالبان دي، هلته ملکي وګړي دي او حکومت یې باید وژغوري.)) دی وايي چې په خاک افغان کې له سره د داعش بیرغ او پلوی چا نه دی لیدلی، بلکې جګړه په بشپړ ډول قومي ده. د سیمې اوسېدونکو نه دي ويلي چې یاده مرګ ژوبله د کومې ډلې له خوا اړول شوې خو د طالبانو د بېلې شوې ډلې د مشر مرستیال وايي چې دغه مرګ تر ډېره د ملا اختر منصور ډلې اړولې ده. د محمد رسول د ډلې یو مرستیال ملا عبدالمنان نیازی چې د دې ډلې د ویاند دنده هم ترسره کوي وايي، د ملا اختر منصور له طالبانو سره پنجابیان د ایران سپاه پاسدران او د محمد محقق ملاتړي هزاره ګان ملګري دي. نوموړی وايي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم همدې خلکو رسولې او په سیمه کې د داعش په نوم کوم څه نشته. ملا منان نیازي سرنوشت ته دغه راز د سیمې د خلکو هغه څرګندونې هم تایید کړې چې له سرنوشت سره په خبرو کې یې کړې دي. خو د ملا اختر منصور ډلې طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په زابل کې دوی له هغه ازبکانو سره جګړه کړې چې له داعش څخه یې ملاتړ کړی و. د دې ډلې په وینا، ملا منصور دادالله هم د همدې ازبکانو تر څنګ ولاړ و او طالبان يې له دینه وتلي بلل نو ځکه یې دوی پر وړاندې برید پیل کړ. افغان حکومت بیا په خاک افغان کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د جګړې راپورونه په لومړیو ورځو کې تایید کړي وو؛ خو په دې اړه يې زیات جزئیات نه وو ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery