مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له امريکا غږ سره د افراسياب خټک سره مرکه کي مهم ټکي ته جواب

سيد حسين پاچا

د پاکستان سفيرې آغلې شيري رحمن په متحده ايالاتو کې ويلي وو چې که زموږ د خوښې حکومت هلته نه وي، د افغانستان په نوم هېواد نه پېژنو. موږ يې له نظاميانو ګيله نه کوو، ولې له داسې يو روڼ اندي ګوند نه چې مشرتابه يې همدې پوځيانو اعدام کړ، خو دوی لا بيا هم د پوځ استازيتوب کولو. نوموړې خو د بېنظيرې خور وه، هغه بېنظيره چې هېواد مشر کرزي پينځه وخته منډې وروهلې، چې هېڅ آداب وحُسن معاشرت يې هم مراعات نه کړل. زموږ يو دوه تنه تندروه ځوانکيان او يو نيمه مخلی هم هغه وخت د دوی په لمن کې پراته ول

ښاغلي شريف دې هڅه وکړي چې نظامي حاکميت قانع کړي او ورسره په څنګ کې خپل سياسي ملايان مهار کړي او بيا زموږ سرزوري لارې ته راولي. يو يې لا اوس هم خپلې ببولالې وايی چې بهرنيان دې ووځي، خو دی خپله چېرې پروت دی؟ شرم خو ده ته په کار دی چې دی لا اوس هم د بل په غېږ کې پروت او د بل له ادرسه غږيږي او د بل چا استازيتوب کوي. د ده پر خولې چې وايی چې بهرنيان دې ووځي، نو ولې پخپله يې ورته نه وايی، ولې ترې يو ميليارد ډالره مرسته ترلاسه کوي؟ هم يې مرسته اخلي او هم دی لمسوي.


ښاغلي عبدالله وويل څو ورځې مخکې د عوامي ملي ګوند او د پښتونخوا د ايالت ځېنو مشرانو په کابل کې د صدراعظم نوازشريف دا غوښتنه چې په پاريس کې يې له هېواد مشر غني سره يې ليدنه وشي ومنل شوه.
درنو ليدونکيو،
په پاريس کې د هېواد مشر غني او د پاکستان د صدراعظم نوازشريف په ليدنه کې به د دوه اړخيزو اړيکو په ښه کولو باندې به خبرې شاملې اوسي، خو ايا د خپلو هېوادونو او له سيمې دومره ليرې د لږ وخت ليدل به د دواړو هېوادونو د موجوده ستونزو د حل موندلو سبب شي، په دې اړه باندې د پاکستان د يو وتلي سياستوال او پخواني سناتور افراسياب خټک صاحب نظر اخلو چې د سکايب له ليارې يې له لاهوره زموږ بلنه منلې ده.

پوښتنه :
خټک صاحب لومړی تاسو ته سلام وړاندې کومه او داسې لنډه پوښتنه هم ورسره کومه چې دا دواړه مشران به پر څه باندې ډېرې خبرې وکړي او بحث به يې پر څه باندې متمرکز وي؟

ځواب :
ډېره لويه خبره خو دا ده چې د دوی ترمينځ ډېره بېباوري موجوده ده او د دې بېباورې د له مينځه وړلو لپاره لازمه ده چې د پاکستان حکومت په حرف وعمل دواړو کې دا وښيي چې دوی د افغانستان استقلال او تماميت په رسميت باندې پېژني او هغه نقطه همدا کېدای شي. وروسته بيا نورې ډېرې خبرې دي چې هغه جزئيات دي. مګر پرنسيپ دا دی چې په افغانستان کې دا تردد موجود دی، دا بېباوري موجوده ده چې پاکستان تراوسه پورې د روغې جوړې لپاره هغه مؤثر ګامونه اخېستې نه دي هغه چې لازم دي، نو د پاکستان حکومت بايد د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړي چې په آينده کې به هغوی دغه ګامونه اوچت کړي.

پوښتنه :
خټک صاحب يوه خبره بله هم وه چې هېواد مشر غني تر دې مخکې واضح کړې وه چې اول بايد د پاکستان د حاکميت سره سوله وشي بيا د افغان طالبانو سره. ستاسو په نظر ولې د پاکستان حاکميت نه شي کولی چې د افغانستان حکومت ته خپل صداقت څرګند کړي او د افغانستان د حکومت يا د ولس اعتماد ترلاسه کړي؟

ځواب :
لکه چې ما په اول کې عرض وکړ، خبره د افغانستان د استقلال په رسميت پېژندنه ده او د هغې لپاره لازمه ده چې د پاکستان حکومت بايد افغانانو ته دا اطمينان ورکړي چې له دې پس به د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد نه استعماليږي. همدارنګه افغانستان دېته تيار دی چې هغوی پاکستان ته دا ډاډ ورکړي او موږ چې کومې خبرې وکړې موږ له هغې نه ډاډه يو چې افغانان دېته تيار دي چې له پاکستان سره ريښتينې ورورولې وکړي او دې ځل ته لازمه ده چې د پاکستان حکومت هم له صداقته کار واخلي او په عمل کې دا وښيي ځکه چې تراوسه پورې داسې مشکلات شته او له افغانستان سره چې کومې ګيلې، تشويش او تردد (شک) موجود دی هغه پر ځای دی. موږ له هغوی نه خواست وکړ چې بايد د خبرو اترو دروازې بندې پاتې نه شي، نو هغوی لطف وکړ او د خبرو اترو دروازې پرانيستو ته يې اماده ګې ښکاره کړه. اوس دا د پاکستان د حکومت پورې اړه لري چې هغوی افغانستان ته د ورورولۍ لاس ورکړي.

پوښتنه :
خټک صاحب لکه څنګه چې تاسو واورېدل د افغانستان حکومت دا وايی چې دا تاسو سياسي مشران چې د عوامي ګوند نه خصوصاً تللي وو يا د بلوچستان ايالت نه دوی په کابل کې دا غوښتنه، دا پيغام وړی وو چې په پاريس کې د صدراعظم نوازشريف سره که هېواد مشر غني که وګوري، يعنې دا غوښتنه د صدراعظم نوازشريف له خوا نه شوې ده. دا مانا چې دی به نن په دې ليدنه کې هېواد مشر غني ته د عملي همکارۍ څه ژمنه ورکړي که څنګه؟

ځواب :
بيخي همداسې ده چې نوازشريف صاحب دا غوښتل او دا خواهش يې کولو او زموږ د سياستوالو جرګې هم همدا خواست وکړ او موږ د افغانستان له زغامت نه، له حکومت نه ډېره مننه کوو. له حکومت نه علاوه موږ هلته نور ډېر مشران هم وليدل، سياسي مشران موږ هم وکتل. له هغوی ټولو نه ډېره مننه چې هغوی لطف وکړ او د مذاکراتو دروازه يې پرانيستله.
نوازشريف صاحب ته دا خبره موږ په ګوته کړې وه چې دا ډېر اوږد فرصت نه دی. دا چې کوم ژمی دی تر اپريل پورې څو مياشتې دي په دې کې دننه بايد ګامونه اوچت شي. که خدای مه کړه داسې ونه شوه، نو بيا په دې سيمه کې به هم د منځني ختيځ غوندې شرايط مينځته راتلی شي  موږه نوازشريف صاحب ته لا له وړاندې نه دا ويلي دي چې بايد دې ځل ته له اخلاص نه کار واخلي او کوټلي ګامونه پورته کړي او حرف وعمل سره يوځای کړي.

پوښتنه :
يوه پوښتنه خټک صاحب تاسو ځواب کړه، خو دا ټکی چې تاسو مخکې ياد کړلو چې د افغانستان حکومت دا توقع ښوولې ده چې د پاکستان حکومت بايد د افغانستان استقلال په رسميت وپېژني. لږ يې وضاحت غواړو دا د استقلال حاکميت په څه مانا؟ يعنې د پاکستان حکومت په دې فکر دی چې په افغانستان کې يو لاسپوڅی نظام ولري او که اصلاً د يو هېواد په نوم يې نه پېژني او بس هسې داسې چلند کوي چې دا ځای بايد همېشه زما د کنترول لاندې وي او رشد هم ونه کړي چې هېڅ په درد نه خوري.

ځواب :
عرض دا دی چې دا خبره خو اوس بيخي څرګنده ده چې دلته په پاکستان کې داسې خلک شته دي چې هغوی افغانان دي او ځانته موازي حکومت وايی. دا خو نه شي کېدای چې په بهر کې په بل هېواد کې خلک حکومتونه هم جوړ کړي او هغه موجود وي او بيا موږه د دوستۍ او ورورولۍ خبرې هم کوو او د استقلال پېژندلو خبرې هم کوو، نولازمه دا ده چې د افغانستان د حکومت په هکله چې مخکې کوم نوازشريف صاحب ويلي وو چې د افغانستان دښمن به د پاکستان دښمن وي اوس په عمل کې د هغې د اثبات وخت رارسېدلی دی.

پوښتنه :
يعنې ستاسو په وينا که چېرته دا ومنو چې صدراعظم نوازشريف نن په پاريس کې د ښه همکارۍ ژمنه ورکړي ، د نوازشريف حکومت څومره په دې فيصلو کې مستقل دی نظر دېته چې تبصرې کيږي چې هلته اصلاً نظامي حاکميت په پاکستان کې خارجي سياست کنترولوي په تېره بيا د افغانستان په اړوند.

ځواب :
دې خبره کې واقعيت شته. دې خبره کې وزن شته. منتها تر څومره چې موږ خبر يو دا اړيکي د حکومتونو ترمينځ شته او دا امکان لري چې د دې مشرانو خبرې بريالۍ شي، دې کې فضا مينځته راشي  يوه هيله دا ده چې کېدای شي دوی په لندن کې نورې خبرې هم وکړي. د برتانيي د صدراعظم په دعوت دواړه زغيمان، د دواړو هېوادونو مشران هلته ولاړ شي او بيا له هغې نه پس کېدای شي چې له مشخصو پينشهادونو سره ډېر ژر په حکومتي کچه باندې نوې ليدنې کتنې هم وشي، خو هغه لکه څنګه چې ما عرض وکړ هغه به حکومتونه کوي. موږ به هغې کې ګډون نه لرو، ځکه چې هغه به په حکومتي کچه مذاکرات وي، خو داسې څه امکانات شته چې د يو قدم پسې نور قدمونه هم اوچت کړی شي.

پخوانی سناتور افراسياب خټک صاحب کور مو ودان چې زموږ بلنه تاسو ومنله او د اشنا تلويزيون سره مو خپل مهم نظر شريک کړ.
يو جهان مننه
مننه
اشنا

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery