مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نرانو نوږیز ناسړښت

ډاکټر ظهير

 

 

موده وړاندي یوه ملګري د خپل نوږیز ناسړښت (مفرطو جنسي اړیکو) په اړه راته ګرېوان څېري کړ؛ ویل یې چي په تېرو پنځو ورځو کي یې کابو څلوېښت ځلي جنسي اړیکي تر سره کړې او اوس یو لړ روغتیايي ستونزو او بې سېکۍ لاندي کړی دی. که رښتیا ووایم؛ هغه ګرۍ مي لکه څرنګه چي اړینه وه؛ هسي مالومات ور نه کړل او د هغه پوښتنو او خړي څېرې دې ته وهڅول چي ور باندي څو کرښي وکاږم.
په پوهنیزه ژبه کي د نرانو نوږیز ناسړښت هغې نوږیزي لېوالتیا او احساس ته ویلای شو چي کس په ورځ کي له ۱۵ تر ۲۰ ځلو نوږیزو اړیکو وروسته هم نوږیز سړښت او ډاډ و نه مومي. ارواپوهان او د ارواپوهني ډاکټران نوږیز ناسړښت د چلند پر ګډوډۍ ور تپي.
که نر په ۲۴ ساعتو کي تر ۳ ځلو کوروالی وکړي او نوږیزه تنده یې خړوبه شي؛ دا ناروغیز اکر نه دی. خو که د کوروالي ځلونه ډېر او تنده ماته نه شي؛ دا اکر بیا ناروغي ده باید لوړه نوږیزه لېوالتیا و نه ګڼل شي. د ناروغۍ د کچي په اړه کره شمېرې (احصایې) نشته خو یوه څېړنه ښيي چي ۳ سلنه نران دا ستونزه لري. تر ډېره بریده د زړتونونو (هغه ځای چي د لوړ منګ خلګ پکي اوسېږي) اوسېدونکي چي سم نیمايي د الزایمر ښکار دي؛ په یاده ناروغي اخته وي.
د نرانو نوږیز ناسړښت پخپله د کس، کورنۍ او ټولني یوه ځورونکې ناروغي چي که یې پر وخت او سمه درملنه و نه شي؛ ګڼي ستونزي زېږوي. د اروا-رنځپوهان ورته د بالقوه ګواښونکې ناروغۍ په سترګه ګوري. ناروغ کېدای شي طبعي یا هم غیرو طبعي نوږیزو اړیکو ته مخه کړې وي.

 

د اخته کس ځانګړني:
 ناروغ چټک نوږیز احساس لري؛ د نوږیز احساس په راپارېدلو سره ژر تر ژره غواړي چي کوروالی وکړي او نوږیزه تنده ماته کړي.
 ناروغ په ځلونو ځلونو کوروالی کوي خو نوږیز رضایت او حتی نوږیز لذت نه شي خپلولای.
 له ژوندملې (مېرمن)، غودملې (ګرل فرینډ) او نورو کسانو سره ناوړه چلند کوي.
 تل یې زړه غواړي چي کوروالی وکړي.
 دوامداره نوږیزه تنده لري.
 پر نوږیزي تندي بې ولکې وي.
 د دوکې په موخه د مینتیا درواغجني دعوې کوي.
 د دې ناروغانو نوږیزه لېوالتیا په یوه کس پوري تړلې نه وي؛ بلکي هر له کس سره یې کوروالي ته زړه ښه کړی وي.

د ناروغۍ لاملونه:
پوهان وايي چي که په ماغزو کي د نوږیز چار کنټرولونکو توکیو؛ سیروټونین، ډوپامین او نوراېډرینالین کچه ګډه وده شي؛ یاده ناروغي را منځته کېږي.
د نرانو د نوږیز ناسړښت تر ټولو ستر لامل د الزایمر ناروغي ده. د پارکینسون په ناروغۍ کي د درملو کارونګ نوږیز ناسړښت ته لار هواروي.
د مېرګي (Epilepsy) په ځینو ډولونو کي هم یاد اکر رامنځته کېږي. نوږیزه لېوالتیا د ټېکیز یا ټیمپورال او تندیز یا فرنټال ماغزو په مټه کنټرولېږي؛ که کومه ناروغي دا برخي زیانمنې کړي؛ نوږیز ناسړښت پیدا کېږي. کله نا کله د ماغزو د پورته یادو برخو کړانه (جراحي) هم په نرانو کي ناسړښت را منځته کوي. مغزي سکتې په ځانګړې توګه که په ټېکیزو ماغزو کي رامنځته شي؛ له نوږیز ناسړښت سره به ملې وي. د هډوکیزو رګونو ناروغي یا (Multiple Sclerosis-MS) ، ځیني درمل، ذهني فشار او اضطراب هم د نوږیز ناسړښت له لاملونو څخه بللای شو.
ناروغۍ ورو پیل او وړاندي ځي. که کس داسي احساس وکړي چي نوږیزه لېوالتیا یې له ولکې وتونکې ده؛ باید ژر تر ژر ځانګپوه ډاکټر ته ولاړ شي ځکه د وخت په تېرېدو سره ناروغي جدي کېږي.
هغه نوږیزي کړني چي د سړیو په نوږیز ناسړښت کي پرېکنده رول لوبوي:
 له ګڼو کسانو سره کوروالی
 له خپلو/خپلي مېرمني پرته له بل کس سره کوروالی
 له ناپېژاندو او بدلمنو ښځو سره کوروالی
 د کوروالي پر مهال له مقابل لوري سره بې عاطفي چلند
 ډېر موټی وهل
 له لوڅو (فورن) توکیو څخه ډېره ګټنه
 د کوروالي پرمهال د مقابل لوري ځورول
 برېښیزه نوږیزه اړیکه (سایبر سیکس)
د لا لارښووني په موخه دي لاندي پوښتني وپوښتل او د «هو» په صورت کي ډاکټر ته تګ اړین دی:
 ایا تاسو خپل نوږیز تحریکات کنټرولای شي؟
 ستاسو نوږیزه اړیکه او لېوالتیا ستاسو د مېرمني، دندي او ټولني د زیانمنېدو لامل کېږي؟
 تل د کوروالي په فکر کي یاست؟
که مو په ذهن کي لاندي خبري در وګرځېدلې؛ څانګپوه ډاکټر ته ور شئ:
 نوږیز ناسړښت به مو په ویر او زیان اړوي.
 هر کله چي د ځانوژني هڅه وکړئ.
 هر کله که مو دا فکر وکړ چي د ناروغي ولکه او درملنه ستاسو په وس کي نه ده.
لاندي لاملونه کس دې ته چمتو کوي چي نوږیز ناسړښت ته مخه کړي:
 له الکولو او نشه يي توکو ناوړه ګټنه.
 اروايي ناروغي.
 د نوږيزي ناوړي ګټني مخینه.
د نوږیز ناسړښت زیانونه:
 د کورنۍ پاشل کېدل.
 په الکولو او نشه يي توکیو روږدتیا.
 په لېږدوړو میکروبي ناروغیو لکه اېډز او تور ژړي اخته کېدل.
 په اروايي ناروغیو اخته کېدل.
 سستي او د کاروړتیا له لاسه ور کول.
 د دندي له لاسه ورکول.
 ټولنیز درناوی و باور او د پیسو بایلل.

درملنه:
د نوږیز ناسړښت درملنه شونې ده. تر ټولو غوره لاره دا ده چي ناروغ اروا-څانګپوه ډاکټر ته ولاړ شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery