مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیاکې دپکتیا په نوم یو کتاب چاپ شو.

عبدالمالک همرنګ
پکتیا لرغونتوب،مزارونه،او متبرکه اماکن یې دهغه کتاب نوم دي چې دپکتیا پیژندل شوي لیکوال او زما فرهنګپال همګارنجیب الله شاکری اودپکتیا ملي راډیو تلویزیون تکړه ژورنالیست په زیار جوړ او دمشر استاد ښاغلی احمد جان (فیضی) په مالی لګښت یې دچاپ بخت وموند.
دادپکتیا په اړه لومړۍ کتاب دي چې ډېره ښکلا یې دهر چا پام ځان ته راړه وي،خو کاشکې چې هغه په ډېر تیراژ دچاپ بخت موندلې وایې،ترڅو ډېرو هیوادوالو او پکتیاوالو ورته لاس رسې پیداکړي وایې.
پدې برخه کې زه ښاغلی شاکری ګرم نه بولم پر هغه زموږ همدومره خق وو، پرې افرین شه او شاباس ورته وایم،خو دهغه دټولني پر علم پروره مشرانو دا خق دي،چې ددې کتاب دبیا چاپ لپاره مرسته وکړي،ځکه ددغه کتاب په مطالعی سره هرڅوک دخوښۍ احساس کوي،چې پکتیا دڅومره دښو ارزښتونو درلودونکۍ ده،چې باید پرې خبر اوسو او ویې ساتو او ورته پیاوړتیا ورکړو،
خو دا یوازې دیو لیکوال مسولیت نه دي،بلکې دټولو هیواد والو مسولیت دي.
زه دیو فرهنګی خدمت ګار په صفت په یوه لنډه جمله کې دښاغلی (شاکری) دغه زیار ستایم او دپکتیا ولایت نورو لیکوالانو څخه هم دورته خدمت هیله کوم او بلنه ورکوم،چې راځې دا دپکتیا پیژندنې لپاره یوه نیکه مقدمه وبولو او دپکتیا پیژندنې دنورو کتابونو دلیکلو او چاپ لپاره یو او بل ته لاسونه ورکړو.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery