مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دباز سلطنت

انجنیر بسمل الله بسمل
د افسانو په زمزمو کشې داسی وائي چه هلته پورته د هندوکش په سر قلعو کشې ، د فیض آباد نه اخوا لري، د چترال نه د یخوا غلۍ ، د شا پیریانو په دیار کشې چیری، یو پردیسی باز د بازګیر دغره په لوړه قلعه کشیناست، دښکلې طبعیت په ننداره او نظاره شو، د درې ښکلو منظرو ورله ډیر خوند ورکړ، او په سر کشې یی دسلطنت هوس په غوغا شو د آبادي غلونکې ناعره يی داسی سور کړه: "په فکر سالم، په جسم قایم او په جیب کامل افغان غواړم : په ځان بسا، په کاله پوره، په نړی سیال ازاد افغانستان غواړم"
د نورو ملي بازانو فکر یی په همدي ملي خوږو او زړه راښکونکو نغمو ترلاسه کړ، او قومی او ملي هویت پر بنسټ یی د وفاداري بیعت ورسره وکړ او پخپله د ګډو او مشترکو موخو او ښي راتلونکی د ګټولو او تحقق لپاره هر لور ته په ډیره خوشحالی په هوا شول.
د وفا په ځنځیر تړلو بازانو په ډیر آمانت دارې سره ښکار کاوه ، ښکار شوی مارغان به یی د راتلونکی سلطان په اختیار کې ورکول لیکن له بده مرغه سلطنت ته کاندید باز چه کارغان او بلبلان یی ځان ته نژدی سلاکاران ټاکلي وو نوموړی شکار به یی په ډیر خوند او شړنګ بلبلانو دسلایزه سندرو او کارغانو سلا یزه نڅا خوړلو او خپل منقارونه او منګولی به یی پری سری کولئ.
روند ډیر شکلی روان وو، د غرور نعره یی ورځ تر بلی لوړیدله ، د بریا غوټی به یی نن تر تیری غوړیدله ، امیدونه زیات شول ، د ښکار لړۍ تنده شوه ، د سلطنت د تحقق ورزی نژدی شوی په هیواد کې د آبادی د شوق ولولي خوری شوی ، ملت و خوځید ، د ظلم طلسم درزونه وکړل ،خلکو د باز سلطنت د بل هرچانه غوره وباله.
ګړندی روند د وخت فاشستانو ته د خطر زنګ شو ، هری خواته د وحشت خورول شروع شوه ، ډزی پیل شوی ، ملي بازان د تحدید لاندی راغلل ، د بازانو ښکار کولو دندی، پټه بڼه غوره کړه ،ان تردی چه د ملي بازانو ښکار کول پوره بند او د سلطنت نوماند باز او سلاکاران یی تر شپږو میاشتو وږي پاتی شول.
د وخت زورورو دباز د نیولو هیڅي پیل کړي د باز ښکار ته راووتل هری خواته یی د ګډ او مختلط حکومت دنډوره خوره کړه، څاروي ئی هری خواته حلال او پراته وغورزول او د نیولو جال ئی تر شا او څنګ کشی ورته خور او وساته.
ملي بازان پدی حرکت پوه شول ، د عزت د تخت د ساتلو تکل یی وکړ، د مردارو او خڅا غوښو خوړلو پر ځای یی روژه نیول غوره وګڼل او د سلطنت کاندید باز ته په همدی سلا ورکولو کشی سلا شول.
ولی له بده مرغه باز د سلطنت هوا لیونې کړی وه د ملي بازانو په اطلاعاتو او تحلیل یی باور نه کاوه نو د حالاتو د څارلو او ارزوني لپاره یی خپل سلاکاران کارغان واستول ، کارغان چه د نیولو ارزښت یی د وخت فاشستانو ته نه درلود پرته د کومی ستونزی یی ځانونه په غوښو ښه ماړه او د حالاتو نه ډیر خوشحاله راوګرځیدل او د سلطنت مجنون ته یی زیری او حالات یی ښه و ارزول او بلاخره ملي بازان یی ملامت او ځانونه سلامت کړل.
د سلطنت مجنون فطری قهر راوپاریده او په ملي بازانو یی برید وکړ ، د چایی سترګې وروویستلی او د چا یې پښی ور ماتی کړی او د نورو یی وزرونه ور زخمی کړی ، او ځینی خو لا په تیښته بریالی شول او د تبعید ژوند یی غوره کړ.
باز د کارغانو پیرو شو ، د هغوی سلا یی ومنله او د مردارو غوښو خوړلو په تکل مختلط حکومت ته راضی، او د ښکار ځای (ارګ) ته پر هوا شو . د لیاری په اوږدو کې د ځینی کجیرانو او مشر ټپوس سره هم سلا وکړه هغوی هم حالات د کنترول وړ او ښه وبلل او مثبته سلا یی ورکړه.
د سلطنت مجنون په ډیر جرات او غرور د ښکار پر ځای ور غوټه شو او د شهامت وزرونه یی جهانیانو او بی بی ګل ته و ټپول ولی ناڅاپي د ښکاری په دام کشې ګیر شو، که څه هم اواز یی ملي بازانو او اتلانو ته وکړ لیکن هغوی په ړندو سترګو په ماتو نوکانو او ګډو وزرونو څه ونشوای کړائ.
إذا کان الغراب دلیل قوم سیهدیهم سبیل الهالکینا
تاسی څه فکر کوي چه ډاکټر صیب اشرف غنی به بریالې شي؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery