مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-30   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمبار کی پيغام

حبيب الله غمخور
درنواو جگړه ځپلو هيوادوالو! تاسو اوستاسو ددرنې کورنۍ هرغړي اودنړۍ ټولوولسونو ته د۲۰۱۶ ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مبارکی اونېکې هيلې وړاندي کوم . هموطنان عزيز ، برادران وخواهران گرامي ! به مناسبت فرارسيدن سال ۲۰۱۶ عيسوی بهرترين وصميمانه ترين تبريکات خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند تقديم ميدارم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان وهموطنان ما يک سال خوب،سال صلح وصفا باشد. درنو هيوادوالو ! دادی دنړۍ بې شمېره کړېدلی ولس يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی ۲۰۱۶ ز کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي يوڅه غواړي ،هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي اوانساني کرامت ته درناوی . اميدواريو چې په راتلونکی ۲۰۱۶ ز کال کښي زموږ اودنړۍ دټولو اوسېدونکو دا انساني ارزوترسره اودنړۍ پر مخ دجنگ کمبله ټوله ،خوښيو اوښېرازيو لمځی غوړېدلی وي . زموږ ټولنه اميدوارد ده چي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي به نړيواله ټولنه دنړۍ اوافغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتو نواوژمنو پوره کولوپه برخه کي زياته پاملرنه وکړي . زموږ په هيوادکي يوازي دامنيتی ځواک روزل اومالي نيمگړې مرسته دافغانستان دکشالي اساسی دحل لارنده .اړينه خوداده چي دتيرو۱۵ کلونودتيرتنونه دعبرت درس په اخيستلوسره دافغانستان دسياسي اوپوځی لانجې دحل هغه لار خپله سي کوم چې افغانان داهرورځ دهغه يادونه کوي ،ترڅوافغان ولس چې داڅولسيزي په ځانگړې توگه دا(( ۱۵)) کاله دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي ، له دې حالت اوکړېدونه دتل لپاره نجات مومي . راسئ دمځکي دکرې مخ دجگړو اووسله والوسياليو داوردلمبوپرځاي دسولي اواقتصادی غوړيدو، هوسا اوبسيا ژوندپرمختگونوباندي ښکلې کړو. په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery