مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مېرمنې او خاوند دګډ ژوندانه دبری یوشمېر رازونه

محمد شفیق ( حقپال )

 

داسمه خبرده چې وایی : عمل له خبرو ښه دی خو کله کله خبرې هم داسې تاثیرات لري چې له عمل نه ډیرې مهمې وي ، خپلې مېرمنې او یاهم خپل خاوند ته ووایی : ( راباندې ګران یا ګرانه یې) دغه ساده خبر کولای شي داسې یو احساس ستا دکورني ژوند دشریک په فکر کې ایجاد کړي چې تاسو پرې لانور هم ګران شئ.
یوڅه محبت له ځانه یو د بل په وړاندې سره ښکاره کړئ ، هغه ډول کړنې چې د محبت او صمیمیت ښودنه کوي .کله کله ستاسو دژوند شریک ته داسې مینه او محبت ورکوي چې ستاسو دژوند لمحې ( شېبې ) په خوندونو او خوشحالیو سره بدلوي ، هماغسې وکړئ .
دخپل خاوند یا میرمنې ستاینه وکړی ، هغه څه مو چې دژوند دشریک په اړوند خوښېږي هغه ته ووایی ، هغه څه چې صفت یې وشی ، ښېګڼې یې بیان شي ، په وړتیا ووکې لاډېره مرسته ورسره وکړۍ چې مینه ، باور او خوشحالۍ مو سره ډېرې شي.
ځان تقسیم کړی ، هغه څه مو چې په ژوند کې نه خوښېږي هغه له خپل ځان سره وساتی ،خو هغه څه چې موخوښېږي او در سره شته هغه د خپل ژوند له شریک ( له خپل مېړه یا خپلې ښځې ) سره تقسیم کړی ، ستاسو دژوند شریک باید چې ترهر بل چا تاسو ته نږدې کس واوسي .
کله موچې دژوند شریک وغواړی نو ورسره واوسی : کله چې هغه کومه ستونزه ولري یا کومه اندیښنه ولري ورسره غمرازي وکړی ، ورسره دزړه خواله وکړی ، په دې توګه به کولای شی آرامښت ورته راولی.
تحفه او ډالۍ ورکړی : له فرصتونو څخه دډالۍ ورکولو له پاره کار واخلی ، یو ښه کتاب ، یو ښه خوراک ، ګاڼه یا کالي . هرکوچنی یا لوی شئ چې تاسو یې فکر کوۍ ـ چې مقابل لوری مو پرې خوښیږی وریې کړی یا که هیڅ نه شۍ کولای یو یادښت ورته ولیکۍ او په هغه کې دخپل محبت څرګندونه ور ته وکړۍ
 دژوند دشریک احتیاجاتو ته په شرعي انداز کې په سخاوت سره ځواب ووایی ، بخیلي مه پرې کوۍ . ځکه تاسو له یوه انسان سره واده کړی نه له یوه ماشین سره! دغه انسان اړتیاوې لري اوهمدغه انسان له تیروتنو ډک دی دغه دهغه خصوصیات دی نه یی ستونزې ، نو باید دهغه په ستونزو ځان خبرکړی ، څه ډول چې دی له ستونزو او تیروتنو سره سره یی قبول کړی . کوښښ مه کوی چې تیروتنی یې لویې وښيي . له هغو څخه تاسې ور ته تیر شی ، اوس مو همدا دژوند شریک دی . که مو هرڅوک دژوند ملګری وای خامخا یوه نه یوه ستونزه به یی درلوده ، ځکه هیڅ انسان کامل نه دی . نو اوس پرخپل قسمت راضی شي او له محبته ډک ژوند سره وکړی .
که څومره بوخت ژوند لری خو بیا هم دخپل ژوند ملګری ته وخت ورکړی حتی که په اونۍ کی یوه شپه او یا یوه ورځ هم وي ورسره یواځې یې تیره کړی او دزړه خواله ورسره وکړی.
هیڅ هم کم مه نیسی . که دژوند ملګري مو هرڅه تاسو ته درکړي وي مننه یې وکړی پام مو وي که په کورني ژوند کې خوښ وې نو په ټولو چارو کې به خوښ وی .ځکه کورنی ژوند د ټول راتلونکي ژوند بنسټ تشکیلوي .
دبرابری له قانون څخه ګټه واخلی دژوند له ملګری سره داسې وضیعت وکړی چې تاسو یی ترې غواړی ، هیڅکله هم غیر منطقي غوښتنې مه ترې کوی.
دنورو په وړاندې دژوند ملګری مه تحقیروی ، په ژبې سره له آزارولو نه لرې والی وکړی. او خوشې چټي خبرې مه ور ته کوۍ .
تل دالله له قانون او اوامرو څخه پیروی وکړی هغه ډول ګډ ژوند سره وکړی څه ډول چې د قرآن او سنتو په رڼا کې ددین غوښتنه وي . وروسته بیا وګوری چې ژوند به مو څومره بریالی او خوندور وي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery