مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نذري مایان

توریالی ملیار
غلام ممد اکا اوس هم وايي چې روسان نه نجیب ایستلي نه مجاهدینو، وچ په چه زموږ د کاریز نذري مایانو ورک کړل، وايي که نجیب یا مجاهدینو ایستلي واي نو په ورس کې خو به یې پښه ټینګه وه هلته یې څه حال شو.
دغه خبره یې ر اته د سهار په خړه وکړه، تازه یې د کاریز اوده خوشی کړی او په پټي یې اوبه ورتلې، مڼه یې په چینجنو غاښونو ګروله او خپلې خبرې ته یې دوام ورکړ:
همداسې وختي سهار و لکه دا اوس، روسانو چې مایانو ته جال ور اچاوه نو ما په خندا ورته بټه ګوته پورته پورته کوله چې ډېر ښه ونیسئ مایان ونیسي!!
چې روسانو مایان ونیول نو ملک خنډو زه پړ وبللم، وې منع کول خو دې نه، ټول دې پرې ونیول، مګر خبر نه و چې زه مایان نه ورکوم، په مایانو روسان ورکوم له خیره.
کال بل کال ته مې چې لیدل له ملکه یې کونه ګنډه کړه، له ملک خنډو سره د ده تر ځانکدن پورې ونه غږیدم، ده زه بی عقل بللم او ما دی، په ځانکدن یې پوښتنې ته ورغلم ما وې د مایانو زور دې ولید څنګه مې درته پې ورک کړل، اوس مې بخښلی یې، ده مې ما هم بخښلی یې.
طالبان چې راغلل، ما وې مه نیسئ دا مایان نذري دي وبه مو غيي، دوی خو مې ترې منع نه کړل چې نه کړل، زه یې هم د نیوو لپاره یخو اوبو ته ورکوز کړم، بس کلیمي مې ویلې او همدا مې ویل (زه مو نه نیسم زور مو راباندې نیسي، زه مو نه نیسم زور مو راباندې نیسي) همدا مې ویل او مایان مې نیول، طالبانو را ته خندل هم او یوه یوه د ټوپک په څوکه څوخلم هم چې په دې سپینه ږیره لا په افوهاتو عقیده لري او له اسلام نه یې خبر.
چې مایان یې پخول ما هم ورته قسم وکړ چې راباندې پاخه خو به یې نه کړئ، هر څو یې چې سوکي په نوکي کړم خو مایان یې راباندې پاخه نه کړل- کال یې لا نه و پوره چې د مچ او میږیو په څېر له ښارونو ورک شول او دایې حال دی که ما پاخه کړی وی اوس به زه هم، ډۍ په ډۍ وم خو مایان هم پوهېدل چې سړي کې ګنا نشته.
امریکا چې راغله، مایان مې ور وښودل چې دا ډير ښه شی دي ویې نیسئ او نوش جان یې کړئ دایې زموږ میلمستیا!! دا ځل راته د ملک خنډو زوی خنډ شو وې مه یې پي نیسه دا پينځه مایان پاتې دي مه یې ورکوه، ما وې ما ته د دغو مایانو زور مالوم دی څو چې امریکا ورکه نه کړي دوی نه ورکېږي.
دا دی میاشتې تیرې شوي چې امریکايی ووینم، ورشم او اشاره ورته وکړم چې مایان ونیسي هغوی وویریږي چې په کاریز کې لکه چې طالبان دي خو چې پوه شي مایان ورته یادوم، لاس راته وښوروي چې نه یې نیسو، که یو وار خدای په دې کامیاب کړم چې د کاریز نذري مې پرې ونیول او ویې خوړل نو په خدای که یې په امریکا کې هم پښه ټینګه شي- ما خو هسې هم ځان په نشتو کې ورته حساب کړی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery