مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کانکور ګډون کوونکي او استادان: په کانکور کې روڼوالی د حکومت یوازېنۍ ښه لاسته راوړنه ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د کانکور ازموینې ګډون کوونکي وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه رڼه ده او د ملي یووالي حکومت یوازېنۍ ښه لاسته راړونه یې بولي. استادان دغه راز وايي، په یو شمېر نورو برخو کې هم باید د لوړو زده کړو وزارت لایحې تغیر شي تر څو روڼوالی په کې رامنځ ته شي. د وردګو پوهنتون رییس عنایت الرحمن مایار وايي، د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کېږي او بڼې یې په بشپړ ډول بدلون کړی دی. مایار چې د کانکور ازموینې په اخيستو کې یې هم ګډون کړی، سرنوشت ته وویل: ((کانکور ازموینه په ښه او شفاف ډول په یو شمېر ولایتونو کې واخیستل شوه او په یو شمېر نورو سیمو کې هم په شفاف ډول اخیستل کېږي چې دا د ملي یووالي حکومت او بیا د لوړو زده کړو وزارت ښه لاسته راړونه ده.)) دی وايي چې سږ کال د کانکور هر ګډونوال ته د پوښتنو جلا فورم ورکول کېږي او د یوه ولایت یا یوې حوزې پوښتنې یو له بل سره هېڅ ورته والی نه لري. نوموړی دغه راز زیاتوي، د سږ کال په کانکور کې د دولتي چارواکو نه مداخله چې د ولسمشر د فرمان له مخې بنده شوې وه، یو ښه ګام و؛ پخوا به ولایتي چارواکو د ولایتي شورا استازو او نورو غیر مسوولو کسانو په کانکور ازموینه کې مداخله کوله او دغه کار نقل کولو ته زمینه برابروله؛ خو سږ کال په بشپړ ډول د ټولو دولتي او غیر دولتې چارواکو د مداخلې مخه نیول شوې ده. د کانکور ګډونوال هم وايي چې د سږ کال ازموینه تر اوسه په شفاف ډول روانه ده او دا د ملي یووالي حکومت یوازېنۍ مثبته لاسته راړونه بولي. د کندهار د کانکور یوه ګډونوال حبیب الله چې تېره ورځ یې ازموینه ورکړې، سرنوشت ته وویل: ((ما تېر کال هم ازموینه ورکړې وه؛ خو د نقل او درغلۍ چانس په کې زیات وو، سږ کال په بشپړ ډول متفاوته ازموینه وه او هیچا په کې نه نقل کولی شوی او نه هم مداخله.)) د سږ کال د کانکور ازموینې صحنې ته ان خبریالانو ته هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه چلند پخوا داسې نه و. نی یا د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې په غزني کې د کانکور صحنې ته د خبریالانو د نه پرېښودو په اړه غبرګون ښودلی؛ خو لوړو زده کړو وزارت لا له وړاندې خپل طرزالعمل له رسنیو او مسوولینو سره شریک کړی چې د کانکور صحنې ته هېڅوک د ننوتلو اجازه نه لري. د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعمل له مخې که کوم محصل د پوښتنو فورم د ازموینې له صحنې له ځان سره وباسي په هماغه شېبه یې پایله د وزارت سایټ ته پورته کېږي او محصل ناکام شمېرل کېږي. غوښتل مو د کانکور پروسې پر روڼوالي د استادانو او د کانکور د ګډون کوونکو د خوښۍ او په نورو تحصیلي یا اداري برخو کې د اصلاحات په اړه د لوړو زده کړو وزارت نظر واخلو، خو پر اړیکه ورسره بریالي نه شوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery