مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین: په شانګهای سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوو

احمد فیصل
چین ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر په ترڅ کې پیکنګ د شانګهای د همکاریو په سازمان کې چې چین یې یو مهم غړی دی؛ د افغانستان د بشپړغړیتوب ملاتړ وکړ. چین د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوي. د ا خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر "وانګ اې" پرون په پیکینګ کې کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې دغه راز ویلي چې افغانستان غواړي چې په نژدې راتلونکي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان او هم د اسیا د بنسټیزو تاسیاتو د پانګونې د بانک بشپړغړیتوب ترلاسه کړي. هغه ویلي چې چین د افغانستان دغه غوښتنه مهمه بولي او د هغې ملاتړ کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د نوموړي په خبره: ((چین د افغانستان د بیارغونې ملاتړ کوي او هم دې ته لومړیتوب ورکوي چې ورسره د هستوګنې د کورونو جوړولو؛ د کادرونو په رزونه او د ژوند د معیشیت د ښه کېدو په برخو کې مرسته وکړي. موږ لېواله یو چې له افغانستان سره د بنسټیزو تاسیساتو د پلان او راتلونکې پراختیایي پروګرام په برخو کې هم مرسته وکړو.)) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره پر ځینو سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسئلو هم خبرې کړې چې په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره شوي. خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د رباني سفر چې تر سبا پورې به دوام کوي؛ مهم بللی دی. چین د شانګهای د همکارۍ د سازمان چې افغانستان له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په کې د څارونکې په توګه غړیتوب لري؛ یو مهم غړی دی. پر چین سربېره روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دې سیمه ییزو همکاریو د ټولنې چې په ۲۰۰۱ کې تاسیس شوې؛ غړي دي. په ۲۰۱۵ کال د دغه سازمان په سرمشریزه کې چې د روسیې په اوفا ښار کې جوړه شوې وه؛ د پاکستان او هند د بشپړ غړیتوب د پروسې د پیل اعلان شو. د دغه سازمان غړو دغه راز بېلا روس؛ اذربایجان، ارمنستان، کمبودیا او نیپال ته هم د څارونکي د موقف ورکولو پرېکړه وکړه. ایران د افغانستان بل ګاونډ هم د دغه سازمان څارونکی غړی دی چې د چین ولسمشر تهران ته په وروستي سفر کې په دغه سازمان کې د دغه هېواد د بشپړغړیتوب ملاتړ وکړ. د شانګهای سازمان د اقتصادي او فرهنګي همکاریو په مقصد تاسیس شوی. ځیني افغان کارپوهان وايي، د شانګهای سازمان د سیمې د اقتصادي ودې، تجارتي اړیکو او د سولې او ثبات ټینګولو ته؛ د یو غښتلي ارګان حیثیت لري او افغانستان باید ورسره تجارتي اړیکې ولري. دوې تاکید کوي چې په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب مهم دی او هغه به له دې سره مرسته وکړي چې د سیمې له هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery