مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

رسنۍ له نوو محدودیتونو سره مخ کیږي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځینې سرچینې او خبریالان وايي، په حکومت کې ځینې کړۍ هڅه کوي پر رسنیو کې خپرېدونکي خبرونه او خپرونې سانسور کړي او له دې لارې د حکومت په ګټه تبلیغات وکړي. په همدې حال کې ولسمشر غني په یوه فرمان کې د خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی او د رسنیو خپلواکۍ ته یې ژمنتیا څرګنده کړې ده. سرنوشت ورځپاڼې بیا د حکومت په مشوره د خبریالانو د څو ملاتړو بنسټونو هغه طرحه ترلاسه کړې چې د وسله والو د بریدونو پر مهال د رسنیو د چلند تر عنوان لاندې یې جوړه کړې ده. په دې طرحه کې د خبریالانو څو ملاتړو بنسټونو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو کمېسیون او یو شمېر نورو حکومتي ادارو مرسته هم ورسره ده، ویل شوي چې خبریالان باید ټولو وسله والو ته ترهګر ووايي او د هغوی هېڅ ډول خبر خپور نه کړي. په طرحه کې دغه راز یادونه شوې چې ټلویزیونونه باید د وسله والو مخالفینو انځورونه هم خپاره نه کړي او هېڅ رسنۍ حق نه لري چې د وسله والو ډلو مستقیم نقل قول په خبر کې وکاروي. د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو یوه غړي چې له دې طرحې سره مخالف دی، سرنوشت ته وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو کمېسیون او څو نور د رسنیو په نوم ملاتړي بنسټونه یو شمېر حکومتي چارواکو هڅولي چې خبریالان له طالبانو سره په دښمنۍ اخته کړي او خپرېدونکي مواد یې هم سانسور کړي. دغه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل، د حکومت له منځه یو شمېر کړۍ هڅه کوي د حکومت منفي څېره له خلکو پټه کړي او ډېر څه له خلکو پټ وساتي. د ده په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې هم د هغو رسنیو پر وړاندې د حکومت له منځه تبلیغات کېږي چې د حکومت په خوښه خپرونې نه کوي. سرچینې د بېلګې په توګه شمشاد ټلویزیون یاد کړ او ویې ویل: ((زموږ د معلوماتو له مخې شمشاد ټلویزیون ځيني خبرونه خپاره کړل چې هغه د ملي امنیت شورا پر زیان وو، له هماغې ورځې په ټولنیزو رسنیو کې د شمشاد پر ضد لیکنې خپرېږي چې دا د شک وړ دي.)) کابل مېشتی خبریال خلیل الرحمن امید وايي چې په دې وروستیو کې حکومتي ویندویان هم خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکوي او داسې ښکاري چې د بیان ازادي ورځ تر بلې له خنډونو سره مخ کېږي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د ولسمشر غني په راتګ سره تمه دا وه چې رسنۍ به نوره هم وده وکړي؛ خو داسې ښکاري چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول حکومتي چارواکي د رسنیو د سانسور هڅه کوي. هلمند مېشتي خبریالان زین الله ستانکزی وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب کړ؛ خو دغه قانون تر اوسه په هېڅ دولتي اداره کې نه دی پلی شوی. دی چې د هلمند د خبریالانو ټولنې مشر هم دی سرنوشت ته وویل، د حکومت له لوري د رسنیو د سانسور بېلګې په هلمند کې تر نورو ولایتونو ښې لیدل شوې دي. وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیز فعالین د ناپېژانده وسله والو او یا طالبانو له لوري په نښه شول، د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي؛ خو حکومت او طالبان دواړه په ښکاره وايي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery