مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیت شورا: حکومت پر رسنیو د محدودیت هېڅ هڅه نه ده کړې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ملي امنیت شورا وايي، حکومت پر رسنیو د محدودیت کومه هڅه نه ده کړې او د سرنوشت ورځپاڼې د تېرې ورځې په راپور کې خپاره شوي ځيني معلومات ناسم دي. د امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د هغه راپور په غبرګون کې چې تېره ورځ خپور شوی و، سرنوشت ته وویل چې ملي امنیت شورا له ټولو امنیتي بنسټونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو سره پر داسې طرحه کار پیل کړی چې خبریالان لا خوندي کړي. ده وویل، امنیت شورا وروسته له هغه دغه ګام واخیست چې طالبانو دوې رسنۍ وګواښلې او د یوې کار کوونکي یې په نښه کړل. سرنوشت د تېرې ورځې په ګڼه کې د سرچینو له قوله داسې راپور خپور کړی و چې د حکومت له منځه د رسنیو د سانسور او پرې د محدویت لګولو هڅه روانه ده. په راپور کې د سرچینو له قوله ویل شوي وو چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم د حکومت په اشاره پر داسې طرحه کار کوي چې خبریالان له طالبانو سره پر دښمنۍ اخته کړي او په دې ډول ډېر شیان د خلکو له نظره پټ وساتي. د معلوماتو له مخې، پر دغې طرحې اوس هم بحث روان دی چې یوه خاکه یې تېره ورځ سرنوشت هم ترلاسه کړې وه او یو شمېر غوښتنې چې ګڼې یې د حکومت په پلوۍ وې په کې مطرح شوې وې؛ خو یاده طرحه لا هم د خبریالانو ملاتړو او نورو بنسټونو نه ده نهايي کړې. خو د امنیت شورا ویاند بیا وايي چې دا معلومات ناسم دي او په کار وه وړاندې له دې چې دغه معلومات خپاره شي باید له دوی سره اړیکه نیول شوې وای. تواب غورځنګ همدا راز زیاتوي چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، امنیتي بنسټونه او امنیت شورا به په روانه اونۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب طرحه نهايي کړي. سرنوشت لا هم د هغې طرحې یوه کاپي لري چې حکومت پرې خبرې کوي. په دغه طرحه کې ویل شوي چې وسله والو مخالفینو ته به د ترهګرو کلمه کارول کیږي. دغه راز ویل شوي چې د جګړې پر وخت به ژوندي خبرونه نه خپریږي. ددې تر څنګ ویل شوي چې ژورنالېستان به د وسله والو مخالفینو نقل قولونه او د هغوی ادعاوې او ارقام نه خپروي. خبریالان وايي چې دا طرحه د رسنیو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او دا به رسنۍ له نوو ګواښونو سره هم مخ کړي. کابل میشتی خبریال حامد مایار وايي، خبریالان په هیچا پورې نه دي تړلي او د هیچا پلوي هم نه کوي. ده سرنوشت ته وویل، که خبریالان د مخالفینو یا هم د ځېنو حکومتي کړیو له تاوتریخوالي سره مخ کیږي دا په خپله د همدې بنسټونو کمزوري په ګوته کوي. ځیني کسان وايي چې دا د امریکایانو پلان دی چې د دوی پر دسیسو او توطیو د رسنیو د خپرونو او نیوکو مخه ونیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery