مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک: امنیتي بنسټونه او برېښنا شرکت د برېښنا د مزو په جوړولو کې ناغېړي کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د یوې اونۍ په تېرېدو سره هم برېښنا شرکت او حکومتي ځواکونه نه دي توانیدلي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې له ازبکستان کابل ته د راغلې برېښنا ویجاړې شوې پایي ورغوي چې خلک او شنونکي پر دې بې غورۍ نیوکه کوي او آن مافیايي کړۍ په دې کار کې ښکېلې بولي. د افغانستان بریښنا شرکت وايي، هغه سیمې ته چې بریښنا په کې پرې شوې دوی ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي او دا پوښتنه باید له امنیتي ځواکونو وشي، چې په سیمه کې څه روان دي. خو د سیمې خلک وايي، هغه سیمه چې د بریښنا پایې په کې ویجاړې شوې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او د برېښنا دری پایې هم طالبانو نړولې دي. د سیمې یوه اوسیدونکي محمد الله د تېلېفون له لارې سرنوشت ته وویل:« په ډنډ شهاب الدین کې هغه سیمه چې د برېښنا ستنې په کې ویجاړې شوې د طالبانو په واک کې ده او دا ستنې یوه یې په درنده وسله ویشتل شوې او دوې نورې بیا اره شوې دي او ګومان کیږي چې دا کار یا طالبانو کړی یا هم نورو د پردیو مزدورانو.» خو طالبان وايي نه یوازې دا چې د برېښنا مزی یې نه دی پرې کړي بلکې چمتو دي د برېښنا له کارکوونکو سره په برېښنا روغونه کې مرسته وکړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سرنوشت ته وویل، طالبانو ته د برېښنا د پایو ویجاړول کومه ګټه نه لري، نو هېڅکله هغوی داسې کار نه کوي چې ګټه ورته ونه لري او زیان یې میلیونونه کسانو ته رسیږي. د هغه په وینا طالبانو چمتو دي، د بریښنا شرکت له کارکوونکو سره د برېښنا په جوړیدو کې مرسته وکړي او د هغوی امنیت ونیسي. مجاهد وايي، طالبان عام المنفعه پروژې نه ورانوي او د ټاپي په څېر د ټول ټولګټو پروژو ملاتړ کوي. خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترمیم او سیمې د امنیت پوښتنه باید له امنیتي ارګانونو وشي. ددغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي زیاتوي چې کارکوونکو یې په څو ساعتونو کې د برېښنا ویجاړې شوې ستنې رغولی شي؛ خو تر اوسه دوی ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې. د افغانستان دفاع وزارت بیا د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د خورشید ۲۰ په نوم عملیات پیل کړې دي. دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات یې د برېښنا د نړېدلو پایو د بېرته رغونې په موخه پيل کړې دي. خو کابل ښاریان بیا وايي امنیتي ارګانونو او برېښنا شرکت کابل ته له ازبکستانه د راغلې ۲۸۰ میګاواټه برېښنا په ترمیم کې ناغیړي کوي. ښاریان وايي، یو شمېر مافیايي کړۍ قصدا کابل ته د بریښنا د لیږد مخه نیسي، چې لویه برخه په کې دې تیلو مافیا ښکېله بولي. ښاریان همدراز وايي که په لومړۍ ورځ چې یوه پایه نړېدلې وای امنیتي ارګانونو د برېښنا شرکت کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ورکړې وای اوس به کابل په اونیو نه بې برېښنا کېدو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery