مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ولس مشر غني ښارواليو ته ځانګړي صلاحيتونه او زونونو ته اقتصادي پراختيا ورکوي .

benawa afghanistan
نسیم کندهاری
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار د خلکو د ستونزو اورېدو وروسته په خپلو خبرو کي د کندهار، هرات، مزار او جلال اباد ښاروالۍ ته د ځانګړو صلاحيتونو د ورکړې ژمنه وکړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته د سفر پر مهال ددغه ولاDت د برېښنا، صنعت او نورو ستونزو د حل ترڅنګ ژمنه وکړه، چي يو شمېر چارواکو او ادارو ته به ځانګړي او لوړ صلاحيتونه ورکړي. هغه، چي نن سهار کندهار ته د هوايي ډګر د پېښي د قربانيانو فاتحې ته راغلی وو، په ولايت مقام کي يې د دولتي او ملکي کسانو سره د يوې غونډي پر مهال ددغه ولايت د اقتصادي پياوړتيا ډاډ ورکړ. دا ځل په کندهار کي له افغان ولسمشر څخه د يوې غونډي پرمهال د نورو غونډو په توپير د اقتصاد د پياوړتيا غوښتني وسوې. کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په خپلو خبرو کي د فساد سره مبارزه د لومړيتوبونو ياده کړل او ويې ويل چي د ولسي غوښتونو دپاره د قومي مخورو ، ښځو او ځوانانو بورډونه جوړ کړي دي . ملي سوداګرو، ميرمنو او ځوانانو له ولسمشر څخه وغوښتل،څو د ځوانانو د اقتصادي حالت د پياوړتيا لپاره هڅي وکړي، د کندهار برېښنا ورته جوړه کړي، ميرمنو ته د لاسي صنعت په برخه کي بازار پيدا کړي ، د نسايي او ولادي روغتون د جوړېدو لپاره کار وکړي او په کندهار کي نيمګړي پروژې بشپړي کړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار د خلکو د ستونزو اورېدو وروسته په خپلو خبرو کي د کندهار، هرات، مزار او جلال اباد ښاروالۍ ته د ځانګړو صلاحيتونو د ورکړې ژمنه وکړه. ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار وکړ، چي د کندهار د برېښنا د سمولو جدي هڅي رواني دي. ده وويل، چي د کجکي د برېښنا د بند دوهمه پروژه تر کار لاندي ده او همداشان له کابل څخه وارداتي برېښنا تر غزني پوري رسېدلې. هغه زياته کړه، چي د اقتصادي پراختيا په لړۍ کي به ډېر ژر د کندهار – سپين بولدک ترمنځ د ريل ګاډي پټلۍ جوړ کړي او په هيواد کي به نهه نړيوال هوايي ډګرونه په اقتصادي اډو بدل کړي. دا کندهار ته د ولسمشر غني د واکمنۍ دوهم سفر دی. په نننۍ غونډي کي هغه ټينګار وکړ ، چي والي يې استازی دی او له خلکو يې غوښتي، چي د هغه سره مرسته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery