مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-02   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

محمد ګلاب منګل:دهیواد په پرمختګ کې د خلکو ونډه مهمه ده

سید سلام
د ولس له مرستې پرته پرمختګ ناممکن دی او د تاریخ په اوږدو کې په سیاسي،کلتوري او اقتصادي لاسته راوړنو کې خلکو اړین رول لوبولی دی. دا څرګندونې د سرحدونو اوقبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په هرات ولایت کې د ټاپي په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې. د ( ټاپي له ملي پروژې څخه د هرات د ولسونو د ملاتړ) تر سرلېک لاندې نن سه شنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د سلواغې په ۱۳ مه نېټه په هرات ولایت کې یوه لویه غونډه تر سره شوه. په یاده ناسته کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل، د هرات والي محمد آصف رحیمی،دترکمنستان،پاکستان اوهندوستان دهېوادونو د سیاسی نماینده ګیو استازو،لوړپوړو چارواکو، قومي مخورو،دیني عالمانو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه. د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر زیاته کړه،چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ او هڅې له ځانګړې ارزښت څخه برخمنې دي،ځکه چې ټاپي پروژه د ولس ملکیت دی او د ولس په ژوند کې له ژور بدلون سره نیغې اړیکې لري. ښاغلي منګل وویل(( ستاسو ملاتړ کولای شي د دې پروژې له بشپړېدو سره پوره مرسته وکړي،تاسو درانه مشران هم کولای شئ، چې د خپلو خلکو په استازېتوب له موږ سره خپل وړاندیزونه، نظریات او غوښتنې شریک کړئ،موږ به یې کټ مټ اړوندو ادارو او د ټاپي پروژې د تخنیکي چارو کمېټې ته ورسوو.)) وروسته د هرات والي محمد آصف رحیمي د خپلې وینا په ترڅ کې د سیمې هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره دغه شان ګډې پروژې ډېرې مهمې وبللې. په غونډه کې د شینډنډ، رباط سنګي، انجیل او ګلران ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلو خلکو په استازېتوب د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټاپي له ملي پروژې څخه ملاتړ څرګند کړ او افغان دولت ته یې د همکاري ډاډ ورکړ. د غوڼدې برخوالو ټینګار کاوه، چې نه یوازې له ټاپي پروژې څخه خپل ملاتړ کوو، بلکې په خپلو سیمو کې په عملي توګه له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د پروژې دنل ليکې د امنیت په ټینګښت کې، چې زموږ دهېواد په اقتصادي پیاوړتیا او د وزګارتیا په له منځه وړلوکې مهم رول لوبوي، هر ډول مرستو او همکاریو ته ژمن او چمتو یو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery