مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سولې د لارې پر نقشه هوکړه وشوه

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د افغان سولې بهير په اړه د امريکا، پاکستان او چين په ګډون اسلام اباد کې څلور اړخيزه غونډه پاى ته ورسېده او په لاندنيو دريو ټکو سلا وشوه. د فبرورۍ تر اخره به د طالبانو او حکومت تر منځ غونډه جوړیږي. د سولې بهير د پر مخ بیولو لپاره لار نقشه جوړه شوه. پر دې سلا وشوه چې بله څلور اړخیزه غونډه به د فبرورۍ په ۲۳ په کابل کې جوړېږي. د دې غونډه کوربتوب د پاکستان د بهرنيو چار وزارت مرستيال اعزاز احمد چودري پر غاړه و. ده ټکي د يادې غونډې په پاى کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي. سرچینه لیکي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت معين حکمت خليل کرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانکړي استازي ريچرډ ولس، په کابل کې د چين ځانګړي استازي ډينګ شي جين هم ګډون درلود. په اسلام اباد کې د پرونۍ غونډې په پیل کې د پاکستان د حکومت د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزیز ويلي وو چې د سولې په برخه کې د باور فضا رامنځ ته کول او د څلورو هېوادونو تر منځ په هره برخه کې همکاري اړینه ده. نوموړي ويلي وو، "بايد هڅه وشي چې ډېرې طالب ډلې د سولې بهير کې ګډون ته وهڅول شي او هغه چې نه غواړې فشار پرې راوستل شي". خبرپاڼه زیاتوي، د اسلام اباد غونډه کې د پاکستان استازو په دې ټينګار کاوه چې د طالبانو ډېری اړوندې ډلې بايد له افغان دولت سره د سولې احتمالي خبرو ته وهڅول شي. د سرچینې په خبره چې د افغان سولې په اړه د اسلام اباد په څلور اړخيزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې مياشتې تر پايه پورې به له وسله والو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو نېټه په ډاګه شي. د يادونې ده، د افغان حکومت او طالبانو له استازو سره د سولې مخامخ خبرو لومړى پړاو د روان کال چنګاښ مياشت کې په پاکستان کې ترسره شو، خو دا خبرې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته ودرېدې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery