مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مو ږ حق ا خلو اوحق و رکوو

ع ، ق ، سمسور
 یوه ورځ سهاراته بجی شا وخوا د ښارپه منځ کې هلته چې د ډ یرې ګڼه ګوڼې له ا مله دچا خبره د پښې ایښدلوځای نوی، پلي او سپاره یو شانې ګډ وډ سره روان وي د پل خشتی له خوا دچوک لورته په بیړه روان وم دسړک په منځ کی دشیانوخرڅونکي له خپلو ریړو( لاس ګادو ) سره ولاړ وو او د خلکو د تګ راتګ لاره یې بنده کړی وه له یو دو کسانو می وغوښتل چې یوې خواته ودریږه چې لاره خلاصه شي په زغرده یی را ته وویل کا کا موږحق ورکوو ( ما حق میتیم )، تری و می پوښتل د څه حق او چاته ؟  ورو يې را ته وویل د ښاروالی کسان او ترافیک پولیس یو ځل دسهاراوغرمی له خوا او بل ځل د مازدیګر ماښام له خوا له موږ څخه حق ټولوی، ما ورته وویل ما غوندې لاروي حق نلری چې په لاره تیرشی، هغه خپله ریړه لږ څه و خوځوله او زه په سختي را تیرشوم  څو د موټرانوبې پولې او بی نښې تم ځای ته ورسیږم، کله چې دلڼډ سفرپه نیت موټرکې ستومانه کښیناستم موټرچلوونکي را ته وویل لږځان وخوځوه چې یو بل کس هم درسره کښينی ( څلور م کس)، سواری والاوو وویل داڅه کوي د بل کس ځای چیرته ده دا خو د درې کسانو ځای ده ، هغه وویل موږ حق ورکوو( ما حق میتیم ) یله پوره شي. ددی خبرې په اوریدو سره په دې نا چاره اولس با ندی دګڼ شمېرحقدارانو په فکرکې ډوب وم چې موترچلوونکی غږ وکروروستی تم ځای ده، له موتر څخه  پلی او د سړک په غاړه روان شوم چې نوی ما ډل ګړندی موټرپه بیړه زما له څنګه تیرشواو د ګړندی توب له امله يې دوړې زما مخ ته راوشیندلی اوڅوقد مه وړاندی يي دمیوې پوټکی او دوه دری د انرژی خالی قطی دسړک پرمخ وغورځول، دا ښه شول چي ګاډ ی ګړندی وو ګنې خدای مکړه زما پر مخ به لګیدلي وای، دلته خو هسې هم د نورې نړۍ برخلاف ښارونه کلیو ته ورنیږدي شوی دي ( په نوره نړۍ کې کلی ښارونو ته ورلنډیږی یا د کلیو او ښارونو ترمنځ د پرمختګ واټن کمیږي) زموږ په هیواد خود له بده مرغه د ښارونو منځ ټول ډیران ډیران ده او زموږ دځینو ښارونواوسید ونکو د خپلو کوڅو مخې ته ډیران جوړ کړی وي چې  په دې ډیرانونواو د کوڅو لښتیو کې دخټو او خځلو سربیره هر راز پلاستیکونه او هغه نا کاره شیان دی چې د ځینو په اصطلاح د یو شمېر ملی سودا ګروله خوا  له بهرنه به تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو څخه  ښکاره او پټ راوړل کیږي او همدا رنګه هغه خالی پلاستیکی بو تلو نه چې د څښاک اوبو او دغیرالکولی څښا کونوجوړولو کمپنیو له خوا تولید یا راوړل کیږي پراته او د با ران د اوبو لارې يې بندی ساتلې وي او داورښت پر مهال  ټولې ګنده اوبه، خټې خځلې دسړک په منځ کې روان وي او کله چې سړک وچ شي بیا د خاورواو خځلو باران پیل شی، که څه هم دا کمپنۍ له یوې خوا تو کی تولیدوی خو له بلې خوا یې د چاپیریال  له ککړ تیا سره مرسته کړیده ځکه دوی یوازې دا خپل حق بولی  چې توکی تولید او و پلوری، خو د چا پیر یال ککړتیا ته پام لرنه نکوی چې دا ککړتیا او د تشو بوتلونو ټولید نه په لښنیواو ډیرانونوکې کیدای شی دهغوی حق وی یا نوی خو له دی امله به چاته حق ورکوی څو ملامتی ورباندی را نشی.
 بله ورځ په عام سړک د موټرانو له ګڼه ګو ڼې او لاره بندی سره مخامخ شوو او کا ته مو چې دترافیک پو لیس اوموټر چلوونکی  ترمنځ لانجه ده  موترچلوونکی یې کلک نیولی او ورته وایی چې حق را نه کړې یو قدم به رانه لاړ نشې موټرچلوونکي څه پیسې په  پټې په موټی کې ورته نیولي او ورکولی يې خو ده ورته ویل  سم حق راکړه، دا ټولې خو ماته نه پاتې کیږي او زه هم حق ورکوم په دې کارسره د ترافیکانو هغه هلې ځلې چې د موټرانو په لاره سمولو په هکله يې کوي زموږغوندې لارویوله پامه و لوید او د خلکو د شا با سی او آفرینی حق دوی په یو څو پیسو باندې چې دوی حق ورته وایي وپلوره .
 یوه ورځ کله چې د خپلو رسمی چارو په هکله د مالیی وزارت استازو (کنترول د مؤ ظفینو) اړوند دفترته ورغلم او سندونه مو ورته وړاندی کړل څوله کتنووروسته خپلې سرې کرښې پری را کش او امضا يي کړی مؤ ظف سړی راته وویل دلته یې پریږده سبا او بله ورځ یې پوښتنه وکړۍ، څو ورځې تیری شوې خو سندونه هماغسې پاتې وو او هیڅ کارورباند نوه شوی پوښتنه مې تری وکړه چې ورځې ډیری شوي  په دې کاغذونوکې څه پاتې دي چې ستاسې له خوا ور باندې کارنده شوی هغه راته موسکی شو او وویل کاغذونه  ټول سم دي خو زموږ حق پاتې ده ، ما په حیرانتیا ورڅخه وپوښتل څوک د ې قرضداردی که څنګه ؟  هغه وویل وروره موږ حق اخلو او بیا کارخلاصوو ما لږ نورهم ځان ناخبره وښود او دحق پوښتنه مو ورڅخه وکړه هغه وویل چې په دی خبرو نه پوهیږی دلته مه را ځه او خبل بل همکار رالیږه دلته چې هر ډول کاغذونه را وړل کیږی باید حق ورکړي او موږهم حق ورکوو، ما چې دا خبرې واو رید لې  داسې مې و ګڼله چې دوی به ګنی تنخواه نلری او تنخواه به پدې ډول اوصولوی او له دفترڅخه راووتم،  ددی ډول حق او حق داری په فکر کې روان وم چې یو ځل مې مغزوته خبره ولویده چې دا دفترخو د هغو کسانوده چې ځانونه د هغو پیسو ساتندویان ګڼی چې د بیت المال د خزانی له لاري د سنجول شویو کارونو د سرته رسولو لپاره را ځي او ددوی حق اخیستل بیا دلته له کومه شو ؟  ددوی له دفترڅخه دباندې په نا څا پي ډول له خپل یو پخوانی ملګری سره چې سرګردانه اولالهانده روان وو مخامخ شوم د ژوند پوښتنه مې ترې وکړه راته موسکی شو او وویل زه او زوی مې چي له یوې پو هنځۍ څخه خلاص شوی ده دواړه بیکاره یواو څو ځایه مې د کارغوښتنه کړی ده او پدې هکله یودوه تنو وکیلانو ته ورغلم که څوک راته وګوري، ما ورته وویل بیا څه وشول په خندا يي راته وویل چې وکیلانو راته وویل وروره !  موږ ستا سې وکیلان نه یو او دو کیل کیدو لپاره مې خپلې پیسې لګولی دي او زه خپلو پیسو وکیل کړی یم.  ملګری ماته وویل ته څوک پپژنې او څه کولی شی که نه؟  په فکر کې ډوب شوم او په زړه کې مي تیرشو چې خدایه مخ کې لحاظ او پاس او دهم مسلکی قد ر وه او له چا څخه دې غوښتنه کولی شوه اولارښوونه به دې ورته کولی شوه اوس خو د یو ې کوچنۍ مقرری حق هم د پارتیو مشرانو، وکیلانو او لوړ پوړو چارواکوته پاتې ده او دوی يې خپل حق ګني او آن داچې خلک د خپلې دارايې برخه بولی ځکه دوی پیسې او دارايي لری ا و دلته دهرډول ښه ګڼلو معیارهم پیسې او دارایی بلل کیږي نه پوهه،  نه تجربه او نه د کارڅرنګوالی،  له همدې امله هرڅوک په تیره بیا ځوانان  په هر ډول چې وی د پیسو او دارا یي تر لاسه کولو لپاره ټیلوهل کیږی او هغه اصول اوقوانین چې همد ا وکیلا ن اوچا رواکی يي په خولوکې اړوي را اړوی د دوی له خووا تر پښو لاندې کیږی، څه به کوو دا دهغوی حق ده.
له بلي خوا که ځیرشو دلته حقوق پوهان، حقوقی بڼستونه او ټولنی او همدارنګه د حقوقو پوهنځۍ ګانی او د اسې نور زښت ډیردی خو له بده مرغه تراوسه دحق ( حقونو ) سمه پیژندنه ونه شوه او نه هم چا د حق سم تعریف وړاندې کړځکه هرناولی او کرغیړن عمل ته د حق ا صطلاح کارول کیږی.
په دې نیږدي ورځو کې د ګڼ شمېررسنیود خبرونواوخپرونو له لارې د ډیرې لویي غمیزې په هکله اورو او ګورو چي د سیاسی سوداګرو او  د انسانی کرامت ترپښو لاندی کونکو قا چاق وړونکو د پراختیا او رواجولو سیستم ( دپوهاوی او تبلیغاتو ماشین) څومره فعال ده او ګڼ شمېررسنې د هغوی په خدمت کې دی ( دا یو سودا ګریزاعلان ده) خو له بده مرغه زموږ داړوندو تولیدی سکتورونو  د پراختیا او روجولو سیستم په ټپه ولاړ ده ( بودجه نشته)، چې دې چال چلند ډټولنې ګڼ شمېرغړي ( ځوانان ، دپاخه عمر کسان او دهغوی ماشومان او آن لویان ښځې او نر) له رو حی نا کراری او ویرې سره مخامخ کړی او له هیواد څخه وتلو ته يې په بهرنیوهیوادونو په لور په تیره بیا په اروپا کې دجنتونو په نوم تیر ایستلی اولمسولی دی او هره ورځ ګڼ شمېرکسان له ناورینونو سره مخا مخ او له  ډیرې سپکې مړینې او بې عزتي سره لاس او ګریوان وی،  دوه لسیزې پخوا پرمخ تللو بهرنیوهیوادونو ته د مجبورولو او تشو یقولو نغاره د پیشور، اسلام آباد، راو لپندۍ او دپاکستان په نورو ښارونو کې د افغا نانولپاره غږول کیده ترڅو له یوې خوا پوه، په وطن مین او با درده کسان له افغانی ټولنی لرې کړی او له بلې خوا له هغوی څخه پیسې ترلاسه کړی، دا د انسانانو د لیږد را لیږد سودا ګري چې لویه برخه يي د استخباراتی کړیو او دهغوی د اجڼتانو لاس په کې وه  او آن داچې ډیرپاکستا نی اوسیدونکی (ځوانان) به د افغانانو په نوم لیږل کیدل،  خو زما په آند اوس بیا داسې ښکاري چه هغه زړه نغاره بیا له سره پیل شوې څو روان ناورین لاپسې زیات او د هیواد انسانی طاقت له منځه وړو سره مخا مخ کړی. هو دا د انسان دښمنو او افغا نستان دښمنو کسانو او ډلو حق ده چې څنګه هدف ته ورسیږی او افغانا ن څنګه له منځه یوسی، دا که په مرمی وی، په ماینونو وی، په توپونو وی ، په ځان وژونکو بریدونووي او یا د قاچاق وړونکو په واسطه په رابری کشتیو کې وی.
خوله بده مرغه به دې هکله  زموږ د رهبرانو، مبلغینو، لارښوونکو، عالمانو ، سیا سی سوداګرو او چا رواکو دحق او مسؤلیتو نو څرک نه لګیږي، دا ملت په دوی هم حق لری که څنګه ؟  او که یوازې  ددوی حق  په ملت باندې د برقي تذکری په پلمه بی اتفاقی  ته لمن وهل او اولس سره جلا کول دی چې خدایزده دوی به  دهغه په بدله کې چاته حق ور کوی او له دې ډوندوره چیانو پو ښتنه کیږي چې خلک په تیښته کې وی دا په غم لړلی تذکره به چاته ورکوۍ؟  دې کې شک نشته یا د شوی کسان او کړۍ به له قاچبرانو یو ډول حق ترلاسه کوی. د رهبریت داوه هغه وقت وه چې دوی څه نه درلودل اوس چې له هیواد څخه د باندې او دیننه بی حسابه  او بی کتابه شتمنی لري دا دوی حق ده چې  دوی به هم دخلقیانو په څیر دوه ملیونه وګړو ته اړتیا لری او وایی به که خلک په بحرونو او دریابونوکې مري  یا په وچه خو ( زموږ دوه ملیونه خلک بس دی چې زموږ غلامی وکړی او امرمو پرې وچلیږي)          
   داسلامی ارشاداتو له مخې خو‌‌څښتن تعالی او د هغه پاک نوم حق بلل شوی اوهمدی حق تعالی دهرمخلوق په تیره بیا د انسانانو لپاره حق او دحق حدونه ټاکلی دی، چې دحق تعالی حق په انسانانو باندی، دهرانسان حق په بل انسان او همدارنګه دحیوانا تواو نباتاتوحق په ا نسا نا نو باندی،  دیو مسلمان حق په بل مسسلمان، د ښځې حق په نارینه او د نارینه حق په ښځه باندې کوم اوڅومره ده، دحق بل مفهوم رښتیا( رښتیا ویل او رښتینولي ) ده ، دحق  لغوی معنی ثابت او د دیو امر یا یو شي واجب کیدل، به حقیقت باندې خبریدل او دباطل ضد ده. 
له بده مرغه اوس زموږ په ټولنه کې  د حق کلیمه دا سې دود شوی ده کله چې څوک (غل) چاته لاره نیسی اویا يې کوروهی او یا له چا څخه په چل ول ناوړه ګټه پورته کوی، مال يې وړی، جیب وهی، رشوت اخلی ، اختلاس کوی، بیت ا لمال  لوټوي او داسې نورچې ټول دغلا ځا نګړي ډولونه او مهارتونه دي حق ورته و یل کیږی( حق اخلو او حق ورکوو ) او په دې پلمه د خلکواو او لس حقونه تر پښو لاندي کیږي چې دا حرام او د حق کلیمې له معنی اومفهوم سره په ټکر کې ده.  زموږ هیله او غوښتنه له څښتن تعالي څخه داده ده چې موږ دحق په لاره برابرکړي او دا راوښیی چه د حق توپیر له ناحقه څخه وکړی شو که نه نو خدای خبر ده دا په غم لړلی نا چاره اولس به له دې غولونکو حق غوښتونکو او حق تالا کونکو څخه څه وخت اوڅنګه خلا ص شی.                  
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery