مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپښتوکړنځي اوځانګړتوب ئې

محمدسرور وکیلي

 کړنځی یامصدر چي په لاتیني کي ورته (infinitive) وایي؛ هغه ګړه یاکلمه ده،چي په مانا کي دیوه کار یا کړني راځي او بېله دې چي مهال پکښې وي . په پښتو ژبه کي ئې علامې [ ل ؛ ول؛ یدل؛ کول او کېدل] دي . ټوله دپښتو کړنځي دنرینه جمع دنومانو په ډول هم په کار ځي . لکه : (وهل ټکول ښه کارنه دی . زیات خوړل تاوان لري .لیدل کتل موسره وسوه .
لامبل بدني روزنه ده .)
د پوهان «رښتین» پښتو ګرامر «جزء اول» ۲۳۶ مخ وګورۍ! هره ګړه یاکلمه چي په پای کي خپل «ل» ولري، چي یوه فعلي صېغه ځني جوړه نسي کړنځی نه دی. لکه: [خپل؛ تل؛ ګل؛ غل؛ ځل؛ پل،کل؛ متل؛ ول «لای یا درغېدو یوډول»،سل اونور.] مصدرونه نه دي، ځکه له یوه نه فعلي صېغه نه جوړیږي .
کړنځي یا مصدرونه د خپل جوړښت له مخي په دوه ډوله دي ساده مصدرونه او تړښتي (مرکب) مصدرونه . ساده مصدرونه هغه کړنځیو ته ویل کیږي، چي د«دوو» یا څو تورو څخه لنډ جوړ سوي وي. لکه:[تلل؛ کتل؛ ژړل؛ خندل؛ شول؛ کړل؛ کېدل، وهل؛ ول؛ منل؛ وتل؛ خوړل؛ موندل؛ غوښتل؛ پالل؛ څکل؛ تړل؛ غپل؛ نڅل؛ چیښل؛ ویل،لیدل او نور ډېر .]
مرکب یا تړښتي مصدرونه هغه مصدرو ته وایي، چي د [کېدل، کول، وتل،یدل او ول ] مصدرو سره نوم، ستاینه، مانا لرونکې ګړه یا بېله مانا توري راسي . لکه : [پخلاکېدل، پرې کېدل، واښه کېدل، کارکول، پورته کول، مرسته کول، تېروتل، پوري وتل، پرېوتل، ژړېدل، جنګېدل، مړېدل،ماتېدل، مړه ول، جنګول، ژړول، غورځول،ګرځېدل او نور ډېر .]
کړنځي یا مصدرونه چي له مختړو سره راسي ګردسره ئې مانا بدلون مومي . لکه : د «کول » سره چي «ور » راسي یاني (ورکول) دکړنځي مانا بدلون مومي یا د«تلل» سره چي «ور» راسي «ورتلل» او یا د«را» مختړی چي د «تلل » سره راسي «راتلل » کیږي مفهوم دمصدر بدلون مومي . «پوري» بل یو مختړی دی، چي د( وهل) سره راسي «پوري وهل» کیږي د «وتل» سره چي راسي « پوري وتل» کیږي یا د «کول» سره چي راسي «پوري کول » کیږي او نور . مصدرونه د مختړو سره : [ورکول، وردانګل، ورتلل، راتلل، راکول، پوري وهل، پوري کول، ګرځیدل، او نور .]
د پښتو مصدرونه د خپل بڼـي یاني شکل اوصیغې له مخي په دوه ډوله ګردانيږي : ضعیف یا باقاعده ګردان او یا قوي یا بې قاعدې ګردان . چي دغه راز مصدرونو ته خدای (ج) بخښلي پوهاند صدیق الله «رښتین» په خپل (پښتوګرامر جزء اول ) کي تغیر پذیر او تغیرناپذیر و یلي . هغه مصدرونه چي ضعیف ګردانیږي خپله بڼه په ګردان کي نه بدله وي . لکه : چیښل :
زه اوبه چیښم --- ما اوبه وچیښلې --- ما اوبه چيښلې دي --- ما اوبه چیښلې وې --- زه به اوبه وچیښم . دلته که ګور کړنځي خپله بڼه نه ده بدله کړې . ضعیف مصدرونه لکه : [بخښل، توږل، ټاکل،چیښل،چیچل،داړل،روزل،زغمل،ژغورل،ساتل،شاربل،لړل،لیکل اونور ډېر .] هغه کړنځي چي قوي ګردانیږي خپله بڼه بدله وي . لکه : تلل :
زه ځم -- زه ولاړم---زه تللی یم---زه تلل وم --- زه به ولاړسم . دلته مصدر خپله بڼه بدله کړې . څوقوي مصدرونه : [ تلل، وتل، کتل، لیدل، موندل،ختل، وړل،غوښتل،رغښتل او نور . ]
هغه مصدرونه چي په بڼه کي سره مختلف وي خو په مانا کي خپل یو ډول وي دغه مصدرو ته مترادف یا متمم مصدرونه وایي . دغه مترادف مصدرونه په دوه ډوله دي .
لومړی هغه دوه مصدره چي په حال ګردان کي خپل سره توپير ولري خومانا ئې یوه وي لکه :
«کول = کړل » چي په ګردان(اوړون) کي ئې د
(اوس مهال ) توپیر دی . لکه : «کول» اوسمهال ئې «کوي » . «کړل » اوسمهال ئې « کړي » . څرنګه چي لیدل کیږي دواړه مصدرونه یوه مانا ورکوي خو د هر یوه «اوسمهال » ځان له دی .
مُښل = مږل سره مترادف دي خو په « اوسمهال » کي خپل توپیر لري . لکه : «مُښل » اوسمهال ئې «مښي » او د «مږل» اوسمهال «مږي » .
دوېم : هغه مترادف مصدرونه چي په ګردان (اوړون) کي خپل یو «اوسمهال » لري . لکه :
« اغوستل= اغوندل » چي د دواړو د « اوسمهال کړنه » ئې «اغوندي » راځي . د مترادفو کړنځیو یو څو بېلګي : [ ایستل = باسل؛ پېرودل = پېرل؛ درلودل = لرل؛ سول = سوځل؛ پوول = پیایل؛ بېول = بوتلل؛ کېدل = شول؛ کول = کړل او نور. ] په مترادفو مصدرونو کي که کوم فعل (کړنه) په ګردان کي رانسي نو د دوېم مصدر دفعل په مرسته ګردانیږي . اوس «کړنځي» دمانا له مخي ګورو. دمانا له مخي کړنځي یا مصدرونه په دوه ډوله دي. لومړی لازمي مصدرونه . لازمي مصدرونه هغه مصدرو ته ویل کیږي چي مفعول نه لري یاني بې مفعوله فعل دی؛کړنه ټوله پر فاعل باندي ختمیږي . لکه : « تلل » زه ځم . دلته مفعول نسته یوازي فاعل کړنه کوي. لازمي کړنځي : [ تلل؛ راتلل؛ ځغاستل؛ کښېناستل؛ پاڅېدل؛ ویدېدل؛ ورتلل؛الوتل؛ ختل] او دغسې نور. هغه لازمي مصدرونه چي دویلو او په کار وړولو له مخي داسي ویل کیږي لکه متعدي مصدرونه دغو مصدرو ته خدای (ج) بخښلي پوهاند صدیق الله « رښتین» په خپل پښتو ګرامر کي حکمي متعدي مصدرونه ویلي دي؛ خوما په خپل« پښتوژبښود» کي ورته لازمي ګډ مصدرون ویلي .«ګډ» په دې ماناچي دتېرو مهالونو په ګردان (اوړن) کي داسي ګردانیږي لکه متعدي مصدرونه . هغه مصدرونه دغه دي : [خندل؛ ژړل؛ غپل؛ نڅل؛ دانګل؛ لامبل؛ ټوخل؛ غړمبل؛ توکل اونور .] دغه مصدرونه په اعتبار سره دخپل مانا او مفهوم لازمي دي . دوېم متعدي مصدرونه : هغه مصدرو ته ویل کیږي، چي سربېره پر فاعل باندي مفعول بې واسطه یا مفعول په واسطه ولري . لکه : [ احمد کتاب لولي .] – [ اکرم احمد ته ولیکل .] د دغو افعالو مصدرونه : [لوستل؛ لیکل ] دي . متعدي مصدرونه بېخي ډېر دي . لکه :[تړل؛ خوړل؛ پاڅول؛ چېښل؛ کښېنول؛ لیدل؛ کول؛ زنګول؛تورول؛ جنګول؛ پخلاکول؛ ټکېدل؛لوستل؛ لیکل؛پورته کول؛ کرل؛ شړل؛ غورځول او نور ډېر .] څرګنده(معلوم) او ناڅرګنده (مجهول) مصدرونه : ټوله لازمي کړنځي څرګند(معلوم) ګردانيږي؛ داځکه چي دغه مصدرونه مفعول نه لري . او ټوله متعدي مصدرونه څرګنداوناڅرګند ګردانیږي؛ داځګه چي دغه کړنځي مفعول لري . ټوله متعدي مصدرونه د مرستندويي مصدر لکه : [ کېدل = شول ]په مرسته ناڅرګند ګردانيږي لکه : [ډوډې خوړل کیږي .] دلته ډوډې مفعوله ده . «خوړل کیږي» یو ناڅرګند کار دی . کړونکی د دې کار نا څرګند دی . که څوک وغواړي چي کړونکی ښکاره کي؛ نوپوښتنه کوي : [دچا له خوا ډوډې خوړل کیږي؟ ] – [د احمد له خوا ډوډې خوړل کیږي .]
دلازمي کړنځيوڅخه متعدي مصدر جوړول:دټولو لازمي «ګډمصدرو» یاني حکمي متعدي مصدرو د «تنې »څخه چي (مصدري «ل» ) ایسته کي او «ول» ئې پر ځای راولي نو متعدي څرګندکړنځی جوړه وي . لکه : د [ «خندل نه – خندول » د « ژړل نه – ژړول » د «لامبل نه ــ لمبول » د « ټوخل څخه– ټوخول » د « نڅل څخه – نڅول » او دغسي نور .] او د نورو لازمي کړنځیو څخه چي متعدي جوړوي؛ نو د فعل حال سره ئې «ول» راولي . لکه : [«کښېناستل ــ کښېني ـ کښېنول » -- ‏« الوتل ــــ الوزي ـــ الوزول » -- « څغاستل ـــ ځغلي ــــ ځغلول » او نور .]
مرستندویي مصدرونه هغه مصدرو ته وايي،چي په ګردان کي دمصدرو تېر مهالونه جوړ کړي او یا د مصدرو ناڅرګند حالت جوړ کړي . لکه : د « ول » لازمي مصدر چي د ټولو مصدرونو نیږدې او لیري تېر مهالونه جوړه وي . لکه : د«تلل» مصدر تېر مهالونه . [زه تللی یم ـــ زه تللی وم] یا د متعدي مصدر «چیښل » تېر مهالونه.[ما چیښلي دي ـ ما چیښلي وه.] بل مرستندویي کړنځی د «کېدل= شول » مصدرونه دي، چي په ټوله متعدي مصدرونو کي نا څرګند حالت جوړه وي . لکه : [چيښل متعدي مصدر دی،چي «کېدل » ورسره راسي؛نو «چيښل کېدل » کيږي . داسي ویل کیږي : « اوبه چيښل کیږي .»]چي ګورو دلته کړونکی نه دی څرګند. بل صفت دمصدرو دادی،چي کړنه نه پکښې لیدل کیږي خو مصدر دی .
دټولو مصدروڅخه کړني راوُځي. دغه مصدرونه چي پر یوه کار او کړني دلالت کوي او کړني ځني را وُځي و دغو ته ځانګړي کړنځي یاني (خاص مصدرونه) وایي؛ نو په دي ډول سره دغه افعالوته خاص افعال وایي؛ خو په ځینو کي استثنا لیدل کيږي یاني کړنه وي خو د کړني بڼه نه پکښې ښکاري . ودغو کړونو ته عام یا«ربطي» یاني تړوني افعال وایي . چي دغه د« ول » له مصدره او د «کېدل = شول » له مصدره راځي . بولګه ګورو : [ هوا ښه ده » دلته په ظاهره فعل نه لیدل کیږي؛ خو جمله پوره ده . هوا دلته «مسندالیه» او «ښه » مسند او «ده » رابطه ده یاني «ښه » ته د«هوا» سره رابطه ورکوي . یا وایو «موزیک هنر دی . » «موزیک» مسندالیه او «هنر» مسند دی . « دی » ئې رابطه ده . یا وایو « احمد لوړ شو.» احمد «مسندالیه » لوړ ئې « مسند » او «شو » رابطه ده د لوړ او احمد تر منځ .
له ټولومصدرو څخه نومان راووځي، چي دغه نومان په لاندي ډول ښوول کیږي . لکه :
مصدرـاسم مصدرـحاصل مصدرـاسم فاعل ـاسم مفعول
 کړل ــ کړنګ،کړه ـ کړنه ــ کړونکی ـ کړی ښوول ـ ښوونګ ــ ښوونه،ښووه ـ ښوونکی ـ ښوولی لیکل ـلیکنګ،لیک ـ لیکنه،لیکه ـلیکونکی لیکلی تلل - تلنګ، تګ - تلنه،تله،تلون - تلونکی(تللی
 وتل ـ وتنګ،«وتا»ـ وتنه،واته ـ وتلی «وتی»
ټول «اسم مصدرونه» داسي جوړیږي،چي د مصدر له «تنې » سره (نګ ) راسي . څرنګه چي پورته ښکاري . کېدای سي،چي یو مصدر دوه (اسم مصدره)هم ولري یاني سربېره پر «نګ» یو بل اسم مصدر هم ولري . که حاصل مصدر جوړه وي نو د مصدر د «تنې» سره « نه » یا «ه » راولي . د مصدر «تنه » په « لیکل » مصدر کي ګورو : « لیک » د مصدر « تنه » ده او « ل » ئې ریښه ده .
اوس دنومځیو(ضمیرونو) تړاو د مصدرو سره ګورو: هره ژبه خپل ځانګړي ځانګړني لري، چي دغه دیوې ژبي ستاینه (صفت) ښه یي . په پښتو ژبه کي نومځي یوار دمصدر سره فاعلي حالت لري بیا دغه ضمیر بل ځای دمصدره سره مفعولي حالت جوړوي .
کړنیز نومځي (فاعلي ضمایر): [زه؛ ماـ ته؛ تا ـ دی؛ده ـ دا؛دې] مفرد حالت دی
 دجمع حالت ئې : [ موږـ تاسي = تاسو ـ دوی ] په ګردان کي دټولو لازمي مصدرو بېله حکمي متعدي مصدرو فاعلي ضمیر (زه) بدولون نه مومي . لکه د
( تلل) لازمي مصدر په ګردان کي. [زه ځم؛ زه ولاړم؛ زه تللی یم؛ زه تللی وم؛ زه به ولاړسم ] ـ خو په ټولو متعدي او حکمي متعدي مصدرونو کي په تېرومهالو کي ئې «ما» راځي . لکه په (وړل) متعدي مصدر دتېرمهال په ګردان کي . [زه اوبه راوړم؛ ته اوبه راوړې؛ دی اوبه راوړي؛ دا اوبه راوړي ] دا په اوسمهال کي . په تېرمهالو کي ئې ګورو: [مااوبه را وړې؛تااوبه را وړې؛ده اوبه را وړې؛ دې اوبه را وړې ــ مااوبه را وُړي دي؛ تااوبه راوړي دي؛ ده اوبه راوړي دي؛ دې اوبه راوړي دي ــــ مااوبه راوړي وې؛تااوبه راوړي وې؛ ده اوبه راوړي وې ــ زه به اوبه راوړم؛ ته به اوبه روړې اونور .]
څرنګه چي لیدل کیږي د [ زه؛ ته؛ دی او د «دا» ]فاعلي شخصي ضمیرونه د لازمي ګډمصدرو په ټول اوس مهال کي بدلون نه مومي او دغسي په ټولو متعدي مصدرو داوسمهال په ګردان کي هم دغه پورته فاعلي شخصي ضمیرونه راځي . د [ما؛ تا؛ دی؛ دې ] ضمیرونه چي هم فاعلي صېغه جوړه وي او هم مفعولي . لکه څنګه چي مو پورته ولیدل د متعدي مصدرونو په تېرومهالو کي دغه نومځي راځي . او هم دحکمي مصدرونو په تېرومهالو کي راځي .لکه د (خندل) په مصدر کي . [زه خاندم؛ ته خاندې؛ دی خاندي؛ داخاندي .] اوسمهال؛ تېرمهالونه : [ماخندله؛ تاخندله؛ ده خندله؛ دې خندله ـ ماخندلي دي؛ تاخندلي دي؛ ده خندلي دي؛ دې خندلي دي ـ ماخندلي وه؛ تاخندلي وه؛ ده خندلي وه ـ زه به خاندم .] څرنګه چي لیدل کیږي د «زه؛ ته؛ دی؛ دا» فاعلي ضمیرونه دټولو مصدرو په (راتلونکي مهال) کي هم بدلون نه مومي او دغسي ددغو ضمایرو جمع یاني : [موږ؛ تاسي = تاسو او «دوی» ] هم نه بدلیږي .
اوس ئې ګورو،چي دمصدرو افعال دفاعلي نومځیو څخه څنګه مفعولونه جوړه وي . دغه[ما؛ تا؛ ده؛ دې ]ضمیرونه چي دمتعد څرګندمصدرو د تېرمهال په ګردان کي فاعلي حالت لري اوس ئې وینو،چي په بل حالت کي د فعل بیا مفعولي ډول اختیار وي . لکه : د «ویل » په مصدر کي . [ده (ما)ته ویل راسه . هغه تا(ته) ویل مه راځه . زه (ده) ته وایم راسه . ته (دې) ته وایې راسه .]بیاد [ زه؛ ته؛ دی؛ دا ] فاعلي شخصي نومځي څرنګه مفعولي حالت دمصدرو سره جوړه وي . بولګه : [ تا «زه» مېلمه کړم . ما« ته» ولیدلې . تا «دی» ولیدی .او نور .] کې په اوسمهال کي و وايې نو داسي راځي : [ تا «دی» ویني .] دلته «دی» فاعل او « تا» مفعول دی . مصدرونه په خپل ګردان یاني «اوړون» کي نومځي بدله وي؛ په ځانګړي توګه بیا متعدي یاني(مفعول لرونکي) مصدرونه او حکمي متعدي مصدرونه . لکه څرنګه چي مو پورته ولیدل . خوپه لازمي یاني (بې مفعوله) مصدروکي ضمیرونه بدلون نه مومي . مصدرونه څه ناڅه ۲۵ په سلوکي دګرامر منځپانګه ډکه وي نو دا ډېر شی دی یاني دیوې لیکني تر موضوع ډېره ده؛نو ځکه مي دتله دغه موضوع لنډه ولیکل .

اخځونه :
۱: پښتوګرامر جزءاول پوهاندصدیق الله «رښتین» ۲: پښتو ـالماني قاموس احمدولي «اڅکزی»
۳: دستورزبان فارسی«پنج استاد»استادان دانشگاه
 ۴:Lehrbuch des Pashto „afghanisch“ von Dr. sc. Manfred Lorenz:
۵:پښتوژبښود(پښتوګرامر) محمدسروروکیلي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery