مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په اولس ملنډی وهل پرخپل ځان ملنډی وهل دی

دوکتور حمید الکوزی

 

 

نن ورځ د هیوادونو نړیوال دریځ او پرستیژ د هغوی دلښکر، د خاوری د مساحت، ، د نفوسو د شمیر او نورو مسایلو له مخی نه، بلکی ددوی د پوهی او اقتصادی قوت له مخی ټاکل کیژی.  له بلی خوا د یوه هیواد سیاسی استقلال به تر هغه وخته موجود نه وی، ترڅو له اقتصادی لوری په خپلو پشو ولاړ هیواد نوی.
او د هیواد اقتصادی قوت تر دو طبقو پوری مربوط دی:
لمړی: د علم او پوهنی مختگ چی د هیواد معنوی قدرت یوه ممیزه بلل کیژی  اوغوره مثال یی د نړۍ
له بیلابیلو وچو څخه د امریکاء متحده ایالاتو، جاپان، جرمنی او آسترالیا مثا لونه راوړای شو چی د
ژوند د اوچتی کچی لرونکی او په نړۍ کی د مناسب دریځ ، درناوی او پرتم لرونکی هیوادونه گنل کیژی  او دعلمی آثارو د مطالعی په برکت په ذکر شویو هیوادونو کی منورین او د رغوونکی فکر لرونکی خاوندان  نوی نسل روزی  دعلم او پوهنی خاوندان په هیواد کی د ستونزو په وړاندی د حل لاری لټوی او د خپلی خاوری، عقیدی، کلتوری ارزښتونو لپاره ثابت مدبرانه گامونه اخلی ترسو یاد شوی ارزښتونه وساتی او د رشد لپاره یی هر اړخیزی چاری په کار گماری.
دوهم: د هیواد ملی تاجران دی چی په هیواد کی سوکالی راولی او هیوادوالو ته د کار کولو موقه برابروی چی په نتیجه کی ملی تجاران د خپل تجارت د مالی گټو مالیه  دولت ورکوی او هیوادوالو ته د کار شرایط برابروی.
د علم په اساس او د واقعیت په چوکات کی به د خپل گران افغانستان حالت وڅيڼو د جلالت مآب ملی مشر حامد کرزی صاحب انتقالی دوری ته علماء پوهان او د مدنی ټولنی فعال غړی ډیر خوشهاله او د امید نه ډک سترگی په لاره وو چی الله مهربان دی په هیواد کی نیکو او پاکو اشخاصو ته د کار او خدمت کولو وخت برابریژی. لبده مرغه د هیوادوالو خوب او خیال په ځای پاتی شو ځکه د بن د کنفرانس په بنیاد انتقالی دوره د سهامی شرکت په اساس او د قدرت د ویشلو پر بنست یی پیل وکړ. د سهامی شرکت ځنی غړیو په ډیره زرنگی سره د انتقالی دوری د قدرت له ویش نه لویه مالی گټه پورته کړه او په انتقالی دوره کی یی ملی او بین المللی ریشی پیداکړی او د یوه فعال قوت په شکل یی ځانونه هیوادوالو او بین المللی ناظرینوته د سیاست په ډگرکی وروپیژندل.
د هیواد علماء، پوهان او د مدنی ټولنی فعال غړی د انتقالی دوری له نظرنه ولیویدل هغه پوهان او د مدنی تټولنی فعال غړی چی د سهامی شرکت د غړیو په قطارکی ولاړ اشخاص وو هغوی ته د کار موقی برابری شوی خو د سهامی شرکت د غړی د خدمت لپاره نه د هیواد او هیوادوالو لپاره .
کله چی د جلالت مآب ملی مشر محترم حامد کرزی د لمړی ځل د ټول ټاکنو اواز را پورته شو نو په هغه وخت کی د سهامی شرکت ځنی غړی داسی قوی سوی وو چی خپله محترم حامد کرزی هم ورته حیران وو که په ټول ټاکنو کی دسهامی شرکت غړیوته ځای ورنکړم نو د افغانستان سیاسی وضعیت د بهران طرف ته روانیژی نو بهتره همدا ده چی د قدرت د ویش په اساس په هیواد کی ټول ټاکنی ترسره شی . د سهامی  شرکت ځنو فعالو غړیو د جلالت مآب حامد کرزی د فرمانونه امضاء کولو او احکامو اخستل د خپلو گټو ساتلو لپاره د اشخاصو مقرر کول او د بیا رغونی د بودجی غلا کول د بین المللی او ملی قراردادونو اخستل او بیا په دوهم یا دریم لاس خرسول لاس په کارشول. کله چی په هیواد کی د دوهم ځل لپاره د ټول ټاکنو وخت راورسیدی د سهامی شرکت ځنی شریکان د مافیایی گروپونو خاوندان شول چی د کابل په شارکی به یی چی زره غوشت اشخاص اختطاف کول د یادونی وړده د جلالت مآب محترم حامد کرزی د وقت د ملی دفاع د وزیرکور یی په رڼا ورځ ورننوتل او غلا یی کړ نقده پیسی او وسله یی تری یوړه او په آخر کی د شار د پراختیا معین اختطاف کړ چی سو ورځی وروسته یی د پټی معاملی په اساس را خلاس کړ. په کابل کی د مشرانو ترور د مرحوم وزیر صاحب حاجی قدیر او داسی نور تورورنو چی بیشماره دی او په مرموز شکل په قتل رسیدلی دی. د ملی تجارانونه  باج اخستل بعضی ملی تجاران اختطاف شول چی ځنی د پیسو په مقابل کی راخوشی شول او ځنی یی په قتل ورسیدل ملت ډیر په تکلیف شو او هیواد والو د تاغیر او بدلون ناری وهلی حتی د جهان دوهم مفکرداکترصاحب اشرف غنی هم ناری وهلی چی باید په هیواد کی تاغیر اوبدلون راشی.
د جهان دوهم متفکر جلالت مآب داکتر اشرف غنی د افغانستان دردیدلی اولس ته په خبروکی ځان داسی معرفی کړ چی بی عدالتی به ختم وم کار به اهل کارته سپارم اختلاس ،غلا او رشوت به په هیواد کی ختم کوم . د افغانستان دردیلی اولس نور سه غوشتل همدای دایی خوشتنی وی. حتی محترم ملی مشر حامد کرزی له ځان سره دا فیصله وکړه چی محترم داکترصاحب اشرف غنی جدی او قاطع شخصیت دی له اشرف غنی نه یی حمایت وکړ همدارنگه په هیواد کی نویو تاسیسه احزابو او ځنو نورو ملی او اسلامی احزابو حتی ځنو طالبانو وروڼو د جلالت مآب اشرف غنی د ټول ټاکنو د مرکزونو امنیت په غیره رسمی توگه په غاره اخستی وو په پایی کی ټول ملت ورته رایه وکړه.
جلالت مآب داکتر اشرف غنی د ارگ د ننوتلو سره دمره مینه درلوده چی هغه مینی ته په الفاظو کی ځای نشته چی په رسمی توگه د افغانستان اولس مشر اعلان شی او د هغه تره ډاکتر کوچی د کبر او بی حایه غرور ځخه پرته د بل افتکار خاوند نه بلل کیژی. اوس گران هیوادوال د جلالت مآب داکتر صاحب اشرف غنی ځخه پوشتنه کوی چی ته زمونز په رایو اولسمشر شوی یی د افغانستان میړنی اولس ستا سره وفاه وکړه اوته ولی د میړنی اولس سره جفاه کوی. د افغانستان قهرمان اولس د جلالت مآب اولسمشر اشرف غنی نه بله پوشتنه داده اولمشره که تاسی د افغانستان قهرمان اولس ته فقط د رایو اخستلو لپاره بازی ورکړی وی نو د چل او ول یاری خو ډیر کم عمر لری. د افغانستان قهرمان اولس جلالت مآب اشرف غنی ته وایی چی د افغانستان قهرمان اولس ستاسی ځخه د خپلو وعدو عملی کول غواړی.
دا هغه مطالب دی چی په گران هیواد افغانستان کی په عملی سترگو لیدل شوی او لیدل کیژی .
اوس به راشو خپل مضمون ته که جلالت مآب اولسمشر اشرف غنی او جلالت مآب ریس صاحب اجرایه داکترصاحب عبد الله عبدالله په ریشتیا د گران هیواد افغانستان آبادی غواړی چی په خپلو پشو ولاړ هیواد ترینه جوړ شی نوجلالت مآب اولسمشر او جلالت مآب ریس صاحب د اجرای باید دوه طبقو خلقو ته  ډیر اهمیت ورکړی هغه مفکرین او پوهان چی د غلا او اختلاس نه پاک اشخاص وی او هیوادوال پری د پاکی شاهدی وړکری باید دولتی چاری وروسپارل شی او د سولی په لارکی هلی ځلی وشی چی په هیواد کی سوله راشی. اوبله برخه د گران هیواد تجاران دی باید جلالت مآب  اولسمشر اشرف غنی او جلالت مآب داکتر صاحب عبد الله ریس اجرایه ملی تجاران تشویق کړی اوله هغوی نه حمایت وکړی چی هیواد او هیوادوالو ته به صداقت سره خدمت وکړی .
زه د افغانستان د جلالت مآب ملی مشر حامد کرزی او جلالت مآب اولسمشر اشرف غنی او جلالت مآب ریس صاحب اجرایه داکترصاحب عبد الله عبدالله ځخه هیله کوم چی د ملی تفاهم په اساس یوه مشترکه نوی برنامه جوړه کړی او خپل مینځی اختلافاتو ځخه ډه ډه وکړی او د نوی تفاهم په اساس د سرتاسری سولی او سالمی حکومتداری او پرځان باندی د نیکو اشخاصو راټولولو لاری چاری ژوندی کړی. که گران هیواد افغانستان په دسیسو، قهر،غضب، انتقام اخستلو، بد رد ویلو، حځان لوړ گڼلو، او نوروته د سپک نظرکولو سره جوړی دای نو د ذکرشویوالفاظو حالات مو په گران هیواد کی په مختلیفو حکومتونو کی ولیدل اما لبده مرغه انجام یی ډیر خراب وو او گرانو هیوادوالو ته ډیر گران تمام شو.
د آباد و سولیز افغانستان په هیله

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery