مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: امریکا له ځینو هېوادونو سره د رقابت لپاره غواړي په افغانستان کې خپل حضور وغځوي

احمد فیصل
پوځي شنونکي وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو متناقضې څرګندونې په افغانستان کې د جګړې د دوام او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره دي او له دې لارې هڅه کوي د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ روانه جګړه توده وساتي.د کارپوهانو په باور، امریکا په سیمه کې له یو شمېر هېوادونو سره د رقابت لپاره په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د دوامداره حضور په لټه کې ده.د افغانستان په ځینو برخو کې د جګړې له شدت سره هم مهاله امریکايي چارواکي په پرله پسې توګه په افغانستان کې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن توجیه کوي.په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان ویلي چې افغان ځواکونه ډېرې ستونزې لري او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمول د توجیه وړ نه دی.د چارو شنونکي د امریکايي چارواکو دا څرګندونې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړې د دوام او توازن ساتلو لپاره د امریکا د پالیسۍ یوه برخه بولي.د شنونکو په باور، په سیمه کې د رامنځ ته شوو تحولاتو له مخې، د امریکا په پالیسۍ کې بدلون راغلی او په افغانستان کې د جګړې د دوام تر څنګ په سیمه کې له ځینو هېوادونو سره د رقابت لپاره په افغانستان کې خپل سرتېري ساتي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery