مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-07   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په زابل کې یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي له کبله وژل شوې ده

سید سلام
د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې یوه مېرمن د کورنۍ تاوتریخوالي له امله وژل شوې او چارواکي وايي چې د پيښې په تړاو یې پلټني پيل کړې دي. د وژل شوې مېرمنې ورور اسدالله وویل د خور د واده یې دوه کاله کېدل او په کور کې ورسره د خاوند، خواښي او لېوره له لوري تاوتریخوالی کېده. هغه وايي چې خور يې تر وهلو لاندې وژل شوې او اوس یې دوی جسد د زابل مرکزي روغتون ته د طبي څېړنو لپاره راوړی او غواړي چې حکومت باید د دې پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي. د کلات د مرکزي روغتون سرطبیب ډاکتر محمدهاشم توخي وویل چې د جسد له لومړیو معاینانو څرګندیږي چې وژنه د زندۍ کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery