مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-08   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په لويه جرگه رشخندمه وهئ !

په لويه جرگه ملنډي دملت په تاريخ او ملي ارزښتونوملنډي وهل دي . نن مي دارياناتلوېزيون داروپاپر وخت اتو بجو خبروکي دډاکتر عبدالله د وياند مرستيال چې په دري ژبه کي پوهه نلری اودکندهار دپښتو ژبی دي ،په سياسی اصطلاح دا دماشومانو خبره واورېدل چې وايي : که څوک غواړي اويانه دانتخاباتوپه کار کي به اصلاحات راځي . کنه ، نه به دملي شوری ټاکني وي ،نه دولسواليودشوراگانواونه به لويه جرگه دايره سي، نه به په اساسي قانون کي تغير راسي . په هرحال پدې خپرونه کي دډاکترعبدالله دوياند دمرستيال دا وروستی څرگندونه راته ډيره جالبه ښکاره سول . اول داچي ولې دنظار شورا اودعبدالله دفتر هر هغه خبره چي داساسي قانون او زموږ دولس دارادې سره په ټکر کي وي ددې پښتو ژبی کندهاری مرستيال وياند پوسيله رسنيوته رسوي ؟ اونور اساسي مسايل بيا د ښاغلی وياند لخوا چي په ليدویې دليدونکي سره سوال پيداکېږي چي دا ښاغلی په افغانستان کي دی اويا که په تهران کي رسنيوسره خبري کوی ؟ زموږ له نظره دا يوه ملی ضد پاليسی ده چې دنظار دشورا لخوا دافغان ولس پرخلاف معامله اوهغې ته قانوني بڼه ورکولو په هکله هڅې دډله ايزورسنيوته معلومات بيا ديوه پښتوژبې پوسيله چي دهمدې موخی لپاره یې ساتي تر ډله ايزرسنيو رسوی . زموږ له نظره داد ملي ارزښتونو اوملت سره دمعامله گری روښانه بېلگه ده . پوښتنه داده! ايا! داټولی هڅي اومنډي ترړي په اساسی قانون کي دتغير راوستلو لپاره کيږي ؟ دکوم قانونی صالاحيت له مخې ډاکتر اشرف غنی اوډاکتر عبدالله داحق لري دخپلو شخصی موخولپاره چي ددواړوترمنځ دامريکا دبهرنيو چارو دوزير په هدايت خپل مينځی هوکړه ليک اوددوي شخصي موخی دلويي جرگې دپرېکړې په نوم پر ملت تحميل شی ؟ ايا! دا د لويي جرگې په تاريخي ارزښت اورسالت ملنډی وهل ندي ؟؟؟ دا به دملت د ارادې پر بنياد يوه لويه جرگه وي چي دهرچارواکي په غوښتنه رابلل کيږي ؟؟؟؟؟ نه هيڅکله نه . ايادلويي جرگې تاريخ اوملي صلاحيت دومره را ټيټ سو؟ چي اوس هرڅوک چي وغواړي لويه جرگه راغوښتلاي سي ؟ زما له نظره لويه جرگه نه بلکي ددې غير قانونی مجلس لخوا چي دولتی چارواکي به یې دشخصی غوښتنو لپاره راغواړي اوورباندي به په خيانت دلويي جرگي نوم کښېږدي اودلويي جرگي په نوم به دټولو ملي ارزښتونوسره د خيانت په توگه پر ملت خپلي سياسی معامله گری ددې جرگې دپرېکړو په نوم ومنی . خو دابه دلويي جرگې پرېکړي نه بلکی ددوي لخوادراغوښتل سوی ،لکه کرزی چي راغوښتل دتشريفاتونه ډکي دولتی غونډی پرېکړي وي چې دوي به ورباندي دلویی جرگې نوم کښېږدي . دانه دلويي جرگې تاريخي رسالت اونه بايددولتی چارواکي دې خپلو رابللوته د لويي جرگې داستازودپرېکړو نوم ورکړی . زه دانتخاباتو په کمېسيون اوپروسه کي دتغير راوستلو پلوی يم ،خودملی گټو پربنياد . دې ټکی ته جدی متوجه يم چې خداي مکړه داسي نسي چي يوځل بياپدي نامه دشمالی ټلوالي پټ اوښکاره لوبغاړي سره له دې چي له نيکه مرغه تر اوسه موږ ژوندي يو اوهرڅوک پېژنو، دانتخاباتي پروسې داصلاحاتوپه نوم ددوه سري حاکميت دنامعقولو معامله گريوپر بنياد پر افغان ولس وتپل سي . دا ډول معامله گری مي همدا نن داحمد ضيادسفرپه هغه ويناکي وليدلې کوم چي ددولتی مشرتابه په استازيتوب تخار ته تللی وو . دې ښاغلی ددې پر ځاي چې ددولتی حاکميت عمومی پالسی چي ورپکښي ملي ارزښتونه تمثل سوي واي خبري کړي واي . په سپين سترگی يې دولس داحساساتو راپارونکې وينا وکړه . داچي دا ښاغلی به خپله بې مسوليته وينا چي دده ددولتی موقف دمسوليت سره په رغنده ټکر کي وه او زه ورته په دولت يا حکومت کي بغاوت وايم اوله دولتی موقف نه په نامعقوله استفاده یې ملامتوم دځان دسپيناوی لپاره که دخپل بې ځايه غرور نه راکښته سي کومه توجه کوي .غواړم دا ټکی په گوته کړم چې داموږ نالوستی اوريدونکی هم له نېکه مرغه په يوڅه پوهېږو . خيرکه دولتی چارواکي اودولتی سندرغاړی نه يوو،خوملت زموږ خبروته ددي سوداگرو اومعاملگرو ترخبرو ډير غوږ نسي ،ځکه موږ دخپل هيواد او هيوادوالو دملی گټو څرگندملاتړي يو . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery