مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د ضیا مسعود وروستۍ څرګندونې د یوه وسله وال مخالف په څېر دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
سرچینې وايي، په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود څو ځلې له خپلې دندې استعفا ورکړې خو ولسمشر نه ده منلې او هغه ته یې د عذر په بڼه ویلي چې پر خپله دنده پاتې شي، له همدې امله احمدضیا مسعود په دې وروستیو کې د حکومت د پالیسۍ ضد څرګندونې کوي. احمدضیا مسعود دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د خبریالانو د ستاینې یوې غونډې ته وویل چې سوله ملنډې دي او حکومت باید پر دې پروسه وخت تېر نه کړي، په داسې حال کې چې حکومت تازه د سولې هڅې پیل کړې وې. نوموړي درې ورځې وړاندې په تخار ولایت کې یې یو ځل بیا سوله ناشونې وبلله او خلکو ته یې د وسلو اخیستلو امر وکړ، دا په داسې حال کې چې حکومت میلونونه ډالر د خپلسرو وسله والو په ورکولو لګوي. دغه راز مسعود پرون په بدخشان کې هم د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د خلکو او په خاصه توګه د مجاهدینو پر بسیج او یووالي ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې د وسله والو مخالفینو او په خاصه توګه د طالبانو پر ضد باید ملي حرکت شروع شي. احمد ضیا مسعود په همدې غونډه کې پر ټولو مجاهدینو غږ کړی چې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره دې په ټولو ولایتونو کې د مقاومت شوراګانې جوړې کړي. سیاسي شنونکي وايي، د حکومت له دریځه د حکومت ضد څرګندونې خلک پر حکومت او راتلونکي لا بې باوره کوي. سرنوشت ورځپاڼې ته باوري سرچینو ویلي، احمدضیا مسعود څو ځلې له خپلې دندې استعفا وکړه؛ خو ولسمشر نه یوازې دا چې د هغه استعفا نه منله هغه ته یې د عذر په بڼه ویل چې پر خپله دنده پاتې شي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، کله چې لومړی ځل احمدضیا مسعود استعفا ولیکله، ولسمشر د یوه فرمان له مخې د نوموړي صلاحیتونه له خپل مرستیال سره برابر کړل؛ خو اوس ځکه په غونډو کې حکومت ضد او ناسمې څرګندونې کوي چې له چا څخه وېره نه لري. له احمدضیا مسعود د ټاکنیزو سیالیو پر مهال هغه وخت چې نوموړی له ولسمشر اشرف غني سره یو ځای شو ژمنه شوې وه چې د ده لپاره به یو ځانګړی پوسټ رامنځ ته کېږي چې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره سم نوموړی په ښه حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی او بیا یې صلاحیتونه او امکانات د ولسمشر د مرستیال په کچه شول. سیاسي کارپوه واقف الله روحاني وايي، د حکومت له دریځه څو رنګه خبرې کول خلک پر حکومت او خپل راتلونکي بې باوره کوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د احمدضیا مسعود وروستۍ څرګندونې تر اپوزېسیون هم سختې دي او ان لکه د یوه وسله وال مخالف په څېر خبرې یې کړې دي. دی وايي، د دې اړتیا نشته چې ولسمشر چا ته پر خپله څوکۍ د پاتې کېدو لپاره زارۍ وکړي، په داسې حال کې چې احمدضیا مسعود د خپلې دندې له پیله تر اوسه داسې کوم ګام نه دی اخیستی چې سترګې ور واوړي. پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل هم وايي، د دوه سري حکومت پایله همداسې وړاندوینه شوې وه چې چارواکي به یو د بل په مقابل کې درېږي. امرخېل سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو دا وېره وه چې په دولتي ادارو کې دننه او په لویه کچه چارواکي به یو د بل په مقابل کې درېږي چې د حکومت له پالیسۍ خلاف د احمدضیا مسعود څرګندونې یې یوه بېلګه ده. شنونکي له حکومته غواړي چې په یو او بل نوم امتیاز اخیستونکي کسان باید د حکومت له پالیسۍ سره سم چلند وکړي او خلک د خپل راتلونکې په اړه بې باوره نه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery