مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د دولتي ادارو ارزيابۍ د خلکو شکايتونه کم کړي دي .

benawa afghanistan
احمد لودين / کندهار
نن يکشنبه ټاکللي کميټه د اوبو لګولو رياست ته ورغلل او د دې رياست چاري کمزوري او بې نظمه وبللې .
په کندهار کي د ولايت مقام له لوري د دولتي ادارو تنظيم او ارزيابۍ د خلکو شکايتونه کم کړي دي . د دولتي مامورينو بې کفايتي ، په پراخه کچه اداري فساد ، کاري ځنډ ، دندو ته پر وخت نه حاضريدل او د مراجعينو سره ناسم چلند هغه ستونزي دي چي هر وخت خلک سر ورڅخه ټکوي ، خو په کندهار کي د تيرو څو مياشتو راهيسي د مرستيآل والي په مشري د اداري چارو د ارزيابۍ کميټه جوړه سوې ده ، چي په اونۍ کي يو ځل په ناڅاپي ډول يوې دولتي ادارې ته ورځي . د دې کميټې مشر او مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايې ، چي دې چاري تر ډيره د خلکو شکايتونه کم کړي او اوس هم د دوی د کنټرول چاري دوام لري . د بشري قوې کمبود هغه ستونزه ده چي له امله يې ادارې او مراجعين په ستونزو کي دي ، مرستيال والي وايې چي د خالي بستونو د ډکيدو دپاره هم د ازموينو لړۍ روانه ده او تر دې مهاله د بيلابيلو ادارو دوه سوه بستونه ډک سوي دي نن يکشنبه ټاکللي کميټه د اوبو لګولو رياست ته ورغلل او د دې رياست چاري کمزوري او بې نظمه وبللې . د منظمو پلانونو نشتون ، ککړ چاپيريال ، د رييس ناخبري ، د مامورينو پر وخت نه حاضري او د پروژو په اړه د معلوماتو نه درلودل د دې رياست هغه ستونزي وي چي مرستيال والي په غوسه کړ ، شمسي رييس ته ګوت څنډنه وکړه چي که چاري اصلاح نه او کارونه منظم نه کړي د ولايت مقام د جدي برخورد به سره به مخ سي . که څه هم ولايتي اداره د چارو د سميدو تودې ژمني کوي خو بيا هم خلک د عمل په ډګر کي د عملي کار غوښتونکي دي ، دلته ډير شکايتونه تر ډيره د عدلي او قضايي ارګانونو څخه دي . د کندهار خلک غواړي چي د دولت په هره برخه کي اصلاحات راسي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery