مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مڼه او دهغې ګټي

عبدالحمید خطیر

مڼه! دا سور رنګ او د هندسی له نظره زړه ته ورته شکل؛ دا ټول هغه څه دي چی د زړه سترګی مو ځانته ور اړوي.
د ګران کابل په مڼو کی ددی اوصافو تر څنګ، د مڼو خوږوالی او مزه بی اړخه نشو ګڼلای، لکه یو میين چی خپلی معشوقی ته د کابل مڼه خطاب کوی، همداسی یوه معشوقه د خپل معشوق د لری والــــــي د نه زغمولو له وجهی ورته وایی: کابل ته مه ځه ګرانه یاره ـ مڼی خوږي دی ما به هیره کړی میینه!!!!! خیر دا خو یی معـنوی او د مـــزي اړخ وو، نو اړینه یی بولم ترڅــــــو له تاسی سره د مڼی یو څو ارزښتناکي ګټې شریکي کړم. ځکه د طب عالمان وایی چی (One Apple A Day, Keep Doctor Away) یعنی د ورځی د یوي مڼی په استعمال سره کــولای شو، چی خپل ځان د هری کوچنی او ځیني غټو ناروغیو څخه وژغورو؛ نو غواړم چي یو څو ګټی یی له تاسی دوستانو سره هم شریکی کړم!
۱. که غواړی چی سپین او صحتمنده غاښونه ولری، نو د مڼی په مصرف کې دریغ مه کوی.
۲. د صحتمنده زړه لرلو لپاره.
۳. د قبضیت او اسهال ضد.
۴. د هډوکو د کلک والې لپاره.
۴. د وزن په کمولو کې کومک کوي، او د ا د نن عصر لویه ستونزه ده.
۵. د کولسترول اندازه راکموی، چی شاید ډیری مشران دا مشکل ولری.
۶. د سږو، ثدیو(تیونو)، او د ځګر( ینی) د کنسر څخه په مخنیوی کی ستر رول لری.
۵. د تنفسي ناروغیو( ساه بندی) لپاره هم یو درمل دی.
خیر ډیری زیاتي ګټی لري، که زه ورته پای ونه وایم زما ګوتي به یی په لیکلو ستړي شی.
ــــــ د شکر ناروغانو ته مونږ اکثرآ د تازه میوی څخه پرهیز ناروغان وایو، خو دا هم باید درته ووایم: چی د مڼی قند په ډیر ورو شکل جذبیږي، نو د استعمال څخه یی په شکر ناروغ کي کوم پاملرنی عرض نه ښایی، او شاید په کنترول کی یی رول ولری.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery