مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ارګ څخه د ولس نوی غوښتنه:

ډاکټر ګل مرجان منګل

لکه چی مو ولیدل د تمی نه خلاف د ټاکنو کمیسون مشر نورستانی یونیم کال وروسته د وروستیو ولسمشرس د ټاکنو نتجه نن ورځ اعلان کړه پداسی حال چی په همهغه وخت کی له همدغه نورستانی د افغانستان ولس په وار وار دا غوښتنه کړی وه خو د پټو مصلحتونو له امله دا کار ونه شو اوس هم سر وخت دی پدې خاطر اشرف غنی ته لاندې عارضه وړاندې کوو هیله ده چی د پاملرنی وړ یی وګرځی.
لکه چی تاسو پوهیږی په ورستیو ټاکنو کی افغان ولس په سختو شرایطو کی تر صندقونو ځانونه ورسول تاسو ته یی رایی درکړی دا ځکه چی پر تاسو یی دا باور درلود چی غل نه یی، رشوت خور نه یی ځمکی د نه دی چور کړی ټوپکسلار نه یی او تر ټولو مهمه دا چی د ملت په وینو د لاسونه نه دی سره د زړه له کومی غواړی چی ولس ته د چوپړ مصدر شی د پښتو مطل دی چی وایی لونګۍ چی په مټ تکیه شی لویدلی نه ده اوس هم سر وخت دی دا دی د ټاکنو نتجه اګر چی ځنډ ورباندی تیر شوی دی خو بیا هم اعلان شوه او تاسو د افغانستان ټاکل شوی یا منتخب ولسمشر یاست نو د همدغی نتجی پر اساس سر له نن څخه پر مخ ولاړ شی لومړی د خپله شاوخوا پاکه کړه چاپلوسان له دندو لری کړی پر ځای یی پر هیواد او ولس مین افراد ځای پر ځای کړی قانون پلی کړی او د قانون په چوکاټ کی د دولت کارونو ته اوګه ورکړی اجرایه ریاست منحل کړی او د یو باصلاحیته ولسمشر په صفت همهغه د ټاکنو د وخت ویناوو ته د عمل جامه ورواغوندی، کار اهل کار ته وسپاری رشوتخواره زندان ته ولیږی، ځمکی بیرته د عاصیبینو له منګولو راخلاصی کړی، د لویو غلو دوسیی له سره راوسپیړی او تورنو ته سخته جزا ورکړی همدارنګه د سولی لپاره د افغانی دود او دستور سره سم د مخالیفینو سره خبری وکړی ولس درسره دی تر شا د ودریږی خو چی لږ ځان وښوروی.
او که دا مو په وص نه وی پوره نور نو د خدای روی وګوره چی دا حکومت پریږده ولس ډیر ځوریدلی دی نور یی مه ځوروه د نویو ټاکنو لپاره نیټه وټاکی تر څو ولس د ځان لپار مساعد کس د خپل ولسمشر په صفت وټاکی.
مننه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery