مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دلته ولسمشر کیدل قربانی ده

حکمت الله رښتین

 

ټولو ته دا خبره جوته شوی چی د افغانستان جغرافیاوی کښتی د نهنګانو په حملو کی راګیره ده که هرماهره او په کارپوه کښتی بیوونکی هم د دی کښتی بیول په غاړه واخلی بیا هم د سمندر له طوفانونو او د سمندر له لویو او خطرناکو نهنګانو خلاصول یی ناشنوی کار دی.

د نړی اکثره هیوادونه چی پخوا یی حال زموږ نه هم بدتر وو نن پرمختللی هیوادونه تری جوړ شوی هغه ځکه چی هغه هیوادونه د سیمه ایزو او جهانی سیاستونو د لابراتوار جغرافیا نه وه . هغوی ښه ګاونډویان درلودل او په هماغه جغرافیاوو کی د بیلابیلو ځواکمنو هیوادونو ګټی د یو او بل پرضد نه واقع کیدلی.

دوهمه خبره دا هم کیدلی شی چی زموږ د خلکو سیاسی شعور ډير کمزوری دی که دوه کسان په خپل منځ کی هم سره ونښلی حکومت ملامتوی پداسی حال چی حکومت هم د همدی خلکو نه منځ ته راغلی. د خلکو عامه افکار چی د حکومت کارونه په غیر مستقیم ډول څاری ډير منفی دی. همیشه د خلکو کم سیاسی شعور سبب شوی چی افغان قوی حکومتونه را وپرځول شی. ښه مثال یی د امیر امان الله خان د حکومت دی چی د یو نیمه لوڅ عکس په خپرولو د دی هیواد دښمنانو وکړای شو د هغه د پرمختللو پلانونو د عملی کولو او د افغان دولت د پرځولو خوب رښتیا کړی. دښمن د دی کار په کولو سره خلک راپورته کړل حتی امیر الله خان یی په کافرتوب تورن کړ. خو نن موږ د هماغه نسل بچی ٬ هماغه امان الله خان چی یو مدرن افغانستان او لمړنی اساسی قانون او ملی مشارکت یی رامنځ ته کړی وو٬ نن یی ارمان کوو. نو بیا ولی حکومت ملامت کړو.

د پاتی هیوادونو د ملت جوړونی معماران لکه نیلسن منډیلا ٬ مهاتما ګاندی ځکه بریالی شول چی د هماغه هیوادونو د خلکو سیاسی شعور لوړ وو٬ فریب یی نه خوړ٬ همدارنګه خلک یی د خپلو ملی احساساتو په پرځای کارولو پوهیدل.

موږ یوه داسی جغرافیا کی ژوند کوو چیرته چی سیمه ایز او نړیوال سیاستونه له یو او بل سره لاس او ګریوان دی.

هرهغه څوک چی د دی هیواد د واک پر ګدئ کښینی.هغه ته ډير ستونزمن کار دی چی نوموړی  د متناقض او مترادف سیاستونو ترمنځ توازن برابر کړی.

زموږ ګاونډی هیواد پاکستان غواړی چی افغان خاوره د هند له نفوذه خوندی واوسی٬ډيورنډ خط په رسمیت وپیژندل شی٬ افغانستان د پاکستانی کالیو بازار پاتی شی٬ زموږ د سرشاره سیندونو د اوبو په استعمال سره خپلی تولیدی کارخانی ګرمی وساتی٬ د افغان خاوری له لاری پاکستان اجازه ولری منځی آسیا سره خلاص تجارت وکړی ٬ ستونزمنه خبره داده چی افغان ولسمشر څنګه د ملی ګټو په نظر کی نیولو سره سره پاکستان ته د دی غوښتنو د عملی کولو باور ورکړی ترڅو هغه بل مخالف هیواد چی هند دی او غواړی افغان خاوره کی د پاکستان د هر ډول نفوذ مخه ونیسی٬ د افغانستان تکیه په پاکستان راکمه کړی له دی خاطره د چابهار بندر باندی ۱۵۰ میلون ډالر پانګه اچونه کوی ترڅو د کراچی بندر بدیل افغانستان ته پیدا کړی.همدارنګه د بیلابیلو پروژو په عملی کولو غواړی د افغانانو او افغان حکومت باور لاس ته راوړي. که هرڅوک د واک ګدی ته رسیږی د دی سیاستونو توازن او د دواړه هیوادونو خوشحالول او د ملی ګټو ساتل ورته ستونزمن کار دی.

له ها خوا ایران په افغانستان کی د امریکا د دایمی حضور او د عربستان تل پاتی دوست هیواد سنی پاکستان د نفوذ نه په تشویش کی دی ایران ته هم باید افغان ولسمشر قناعت ورکړي.

بل خوا د امریکا متحده ایالاتونه د روسیی٬چین او ایران یا هغه نور هیوادونه چی په منځنی او جنوبی آسیا کی د امریکا د ګټو پرخلاف واقع کیږی پرهغوی د خپل تاثیر ساتلو لپاره دلته د دوامداره پاتی کیدلو غووښتونکی ده. چی برخلاف پاسنی یاد هیوادونه تری محتاطانه تشویش لری چی افغان ولسمشر باید یاد هیوادونو ته هم ډاډ ورکړی.

دا خو د ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو تناقض سیاستونه وو خو بل طرف ته د افغانستان بی شمیره داخلی ستونزی چی د ناسمه داخلی او نړیوالو سیاستونو له وجی رامنځ ته شوی٬ د یو ولسمشر لپاره د داسی سوری شوی کښتی ترمنزله رسول آسان کار نه دی.

مقاله پدی رانغاړم چی که د افغان خاوری هر خدمت ګار سینه ډبوونکی کس هم تر ارګه ورسیږی بیا به هم د داخلی او نړیوالو سیاستونو د توازن فرمول تری غلط وی٬ ځکه د دی سیاستونو د توازن لپاره هیڅ فرمول نتیجه نه ورکوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery