مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مقام

روغوال

 


د طبیعت  په  موسموو    کښي   تغیر  راغي
هم  په  سمهٔ هم  په غرو  کښي  تغیر   راغي


د مړو خاورو څخه  مړه شیان ژوندي  شول
د د ي  ځمکي  منظرو   کښي   تغیر راغي


ورځ اوږده  شوه  شپه شوه  لنډه  کار  لپاره
د اوږدو  شپو  په  خوبو   کښي تغیر راغي
 

ګونګۍ  وریځي  شوي   ګویانهٔ  او  غږیږي
د اسمان  په   کینارو    کښي  تغیر   راغي
 

ټولو   واغوستي   جامي   د  کار   د پاره
نن د هر شي په رنګوو  کښي  تغیر راغي


ستا په حال  باندي  دا  پا س اسمان   ژړیږي
د باران   په   وریدو    کښي   تغیر   راغي


تر  څو   پوري   به   ویده    اوسي    افغانهٔ
ته ویښ نه شوي خو دي مړو کښی تعیر راغي


ای( روغواله) دا ویده  لږ شان را ویښ  کړه
چی غرق نشي   د ریابو  کښی  تغیر  راغي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery