مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(نجلۍ) که (انجلۍ)‏

توریالی ملیار
نجلۍ- انجلۍ، نږور- اینګور، سټيشن- استیشن، سټډیو- استدیو او.... هغه کلیمې دي چې په پښتو کې ورسره د (الف) زیاتوالی یوه تېروتنه ده ځکه چې په پښتو ژبه کې د کلیمو په سر، منځ او پای کې کلسټر شته، خو دري، اردو او عربي د کلیمې د سر کلسټر نه لري نو ځکه که کومه د بلې ژبې ورغلې، د کلیمې په سر کې کلسټر لرونکې کلیمه کاروي نو یو واول ورسره ملګری کوي او یا هم یو بې غږه توری غږ لرونکی کوي لکه په دري کې (سټيشن) ته (استشن وايي) یا (سټوډیو) ته (استدیو) وايي یا (لمر) ته (المر- لِمر) وايي- په دري کې په دې موضوع بحث نه کوم خو پښتو له تقلیده ساتل پکار دي او ښايي د خپلو ښکلو او په زړه پورې کلیمو ساتنه وشي.
کلسټر څه شی دی؟
 که په یوه کلیمه کې دوه یا تر دوو زیات کانسوننټ توري پرله پسې راشي کلسټر بلل کېږي، لکه: سپوږمۍ، نجلۍ، نږور او...
کومې سیمې دغه کلیمې تر ډېره نا سمې کاروي؟
 کابل او کابل ته نږدې سیمې، هغوی چې ژبه یې د دري تر اغیز لاندې راغلې، ننګرهار، لغمان او کونړ هغوی چې د پیښور له پښتو سره ډېر لهجوي نېږدې والی لري او دغه مسله له اردو څخه د پيښور پښتو ته ورغلې ده، د ختیځ ولایتونو ځينې ژورنالستان، ویندویان، لیکوال او .... یې هم کله ناکله ناسمه بڼه کاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery