مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان حکومت لا هم منظمه جنګي تګلاره نه لري

احمد فیصل
کتونکي په دې وروستیو کې په کندوز او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړې شدت ته په اشارې سره وايي چې حکومت د وسله والو پر ضد تر پوځي عملیاتو وروسته د چاڼ شوو سیمو په ساتنه کې بېغوري کوي او د حکومت دا بې غوري سبب شوې ده چې یو شمېر سیمې د وسله والو لاس ته ورشي. کندوز او بغلان هغه ولایتونه دي چې د وسله والو د ځپلو په موخه ټول ژمی په کې عملیات روان وو، خو د پسرلي موسم په را رسېدو سره زیاتره نیول شوې سیمې بېرته د طالبانو لاس ته ورغلې دي. کندوز د تېر کال په تلې میاشت کې تر یوې ورځنۍ سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی او شاوخوا یوه اونۍ د طالبانو په کنټرول کې و. وسله وال د کندوز له ښار او مهمو نږدې سیمو څخه وشړل شول، خو ولسوالۍ او یو شمېر سیمې یې په بشپړه توګه تصفیه نه شوې. د کندوز اوسېدونکو او استازو بار بار رسنیو ته شکایتونه کول چې د ژمي په موسم کې وسله وال طالبان د جګړې لپاره تیاری نیسي او د پسرلي په را نږدې کېدو سره به دغه ښار یو ځل بیا د وسله والو تر بریدونو لاندې راشي. طالبانو د تېرې جمعې په ورځ سهار وختي یو ځل بیا د کندوز پر ښار له څلورو خواوو تهاجمي بریدونه پیل کړل چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او له سختو تلفاتو سره پر شا وتمبول شول. خو لا هم د کندوز له ځینو برخو د جګړې راپورونه ورکول کېږي او پرون په ولسي جرګه کې د کندوز یو شمېر استازو د دغه ولایت د نازک امنیتي وضعیت او بیا سقوط په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د کندوز استازې فاطمې عزیز پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کندوز ښار تر کلابندۍ لاندې دی او هلته ځواکونو ته مرسته نه رسېږي. هغې زیاته کړه: «یو ډول لوبه روانه ده، ټولې لارې بندې دي او خلک له خپلو کورونو نه شي وتلی.» عزیز له ولسي جرګې غوښتنه وکړه چې پر حکومت فشار راوړي او پرې نه ږدي چې په کندوز کې یو ځل بیا د تېر کال پېښه تکرار شي. دغه راز ویل کېږي چې په بغلان ولایت کې هم یو شمېر سیمې او په ځانګړې توګه د ډنډ غوري ځینې سیمې وسله والو بېرته نیولي دي. د بغلان ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین هغه سیمې دي چې افغان ځواکونو تر درې میاشتنۍ سختې جګړې او قربانیو وروسته د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله دا سیمې بېرته د وسله والو د جګړې پر سنګرونو بدلې شوې دي. په داسې حال کې چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هېواد په لسو زیانمنو ولایتونو کې د شفق په نوم د افغان ځواکونو تهاجمي عملیات روان دي چې کندوز هم په کې شامل دی؛ خو لیدل کېږي چې په کندوز کې عملیاتو نتیجه نه لرله. د پوځي برخې کارپوه او متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سره له دې چې په شمال کې د روانې د جګړې د ماهیت په اړه شک څرګندوي، تر څنګ یې زیاتوي چې افغان حکومت لا هم په جبهو کې د جګړې منظمه تګلاره نه لري. امرخېل سرنوشت ته وویل چې اوسنۍ جګړه په حکومت کې د مافیايي کړیو او ځايي زورواکو جګړه ده چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې روانه کړې ده. هغه په دې برخه کې د حکومت پر تګلارې نیوکه وکړه چې په وینا یې د منظمې جنګي ستراتيژۍ د نشتوالي له امله د دولتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې او له وسله والو نیول شوې سیمې هم تر لږ ځنډ وروسته بېرته د وسله والو لاس ته لوېږي. دی وايي چې حکومت زیاتره سیمې تر نیولو وروسته بېرته وسله والو ته پرېږدي او هلته لازم استحکامات نه رامنځته کوي. په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت استازی انجينر کمال ساپی وايي چې وسله والو ټول ژمی په کندوز کې د جګړې لپاره پر چمتووالي تېر کړ، خو حکومت ویده و. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې د حکومتي ادارو تر منځ په لویه کچه همغږي نه شته او کندوز د حکومت د ناسم مدیریت له امله له کړکېچ سره مخ شوی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery