مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خصوصي پوهنتونونه د اصولو او مقرراتو خلاف له محصلینو پیسې اخلي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
ځیني محصلين په ځينو خصوصي پوهنتونونو کې د پراخ فساد ادعا کوي او وايي چې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو خلاف په بېلابېلو نومونو ترې پیسې اخیستل کېږي. هغوی زیاتوي چې د یادو پوهنتونونو تدریسي میتود او کیفیت هم ټیټ دی او په وینا یې زیاتره استادان د شخصي اړیکو له مخې مقرر شوي او یو شمېر هغه پوهنتونونه چې تکړه استادان لري، فیسونه یې بیا ډېر لوړ دي. په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم کال محصل محمد حمید حیدري وایي چې پوهنتونونه په لومړیو سمسترونو کې فیس ارزانه اعلانوي، خو په وروستيو کلونو کې فیس څو چنده زیاتوي. حیدري سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې دغه خصوصي پوهنتونونه محصلین له خوږ ګوتې نیسي چې محصلین بیا نه خپلې زده کړې پرېښودلی شي او نه ادارې له خپلو پرېکړو پر شا کېږي. د هغه په خبره: ((د داخلې پر پنځه زره افغانۍ فیس سربېره د انټرنېټ، امنیت او کتابتون اضافي فیسونه هم اخيستل کېږي، د ټولو اصولو او مقرراتو خلاف له محصل څخه له پنځو تر لسو زرو افغانیو د امانت په توګه اخيستل کېږي او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو خلاف په رخصتیو کې هم باید محصلین فیس تحویل کړي.)) د نوموړي په وینا، له مقرراتو د سرغړونې بله بېلګه یې دا ده چې که یو محصل په یوه مضمون کې پاتې راشي، نو اړ دی چې دوه زره افغانۍ جریمه تحویل کړي او تر فراغت وروسته هم د اسنادو په بدل کې له هغوی تر لسو زرو افغانیو غوښتل کېږي. د انګلیسي ادبیاتو د پوهنځي یو بل محصل احمد ارشاد وایي، د خصوصي پوهنتونونو تدریسي میتود او کیفیت هم ټیټ دی او په وینا یې زیاتره استادان د شخصي اړیکو له مخې مقرر شوي او یو شمېر هغه پوهنتونونه چې تکړه استادان لري، فیسونه یې بیا ډېر لوړ دي. په لوړو زده کړو وزارت هم تور پورې کېږي چې له خصوصي پوهنتونونو سره د دولتي پوهنتونونو د استادانو پر اړیکو څار نه لري او ډېری وخت د دولتي پوهنتونو استادان په رسمي وختونو کې په خصوصي پوهنتونونو کې هم د تدریس چارې پر مخ وړي او دغه کار په دولتي پوهنتونونو کې د محصلینو ستونزې زیاتې کړې دي. د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل اکمل عبیدي وایي چې یو شمېر استادان یې په رسمي ساعتونو کې ټولګیو ته نه ځي او کله چې د ازموینو وخت نږدې شي، بیا هغه وخت استادان په یو څو درسي ساعتونو کې څو عنوانه درسونه محصلینو ته په نښه کوي او له هماغه ازموینه اخيستل کېږي. د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو ریاست بیا د دې ستونزو په اړه د اقداماتو خبره کوي. د دغه ریاست مشر پوهندوی محمد امیر کامه وال سرنوشت ته وویل، دغه ستونزې تر ۶۰ سلنې حل شوې دي او په تېرو اتو میاشتو کې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته شوي دي. ده وویل: ((پاتې ستونزې هم له دې وجې دي چې یو وکیل یا کوم سوداګر په خپلسرې توګه له خصوصي پوهنتونونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي وي، وروسته ترې په شا شي، نو د محصلانو چیغې ووځي. موږ اوس د دې کار د مخنیوي لپاره اعلان کړی چې زموږ له ټولنې پرته بل هېڅ تړون د منلو نه دی او تخلف کوونکو څخه به د هغوی د جواز سندونه واخيستل شي.)) په دې اړه مو د لوړو زده کړو وزارت له ویاند سره د خبرو هڅه وکړه، خو ځواب ته حاضر نه شو. د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو پر درسي کیفیت د خلکو د اعتراضونو تر څنګ، له محصلینو سره د دغو پوهنتونونو او موسسو پر چلند هم نیوکې زیاتې شوې دي. زیاتره خصوصي پوهنتونونه د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې او د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او مقرراتو پر سرغړونې تورن دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery