مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کابل کې د تېرې ورځې برید په نړیواله کچه غندل شوی دی

احمد فیصل
د نړیوالې ټولنې مشر بانکي مون په افغانستان کې وروستی ځانمرګی برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډ ول بریدونه هېڅ توجېه نه لري. بانکي مون لاهې ته د سفر په لړ کې په کابل کې د تېرې ورځې برید غیر انساني عمل بللی او له ترهګرۍ سره په مبارزه یې ټینګار کړی دی. د تېرې ورځې برید په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. سپېنې ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې طالبان دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او له افغان وژنې دې لاس واخلي. په خبرپاڼه کې راغلي چې متحده ایالات د افغانستان ملاتړي دي او دوی به یوازې پرې نه ږدي. د نړیوالې ټولنې د امنیت شورا هم یاد برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د انسانیت ددښمنانو کار بللی دی. د امنیت شورا وايي طالبان، القاعده او اسلامي دولت هغه ګواښونه دي چې افغانستان ورسره مخ دی خو په وینا افغان حکومت له دې ټولو ګواښونو سره د مبارزې وړتیا لري او دوی به یې ملاتړ کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery