مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله مل شنواری خپلي کیسې څنګه پیلوي ؟

علم ګل سحر

 

لږ موده کیږي چې له ښاغلي عبدالوکیل سوله مل شینواري سره مې پیژند ګلوي شوې ،دهغه  دوه کیسې مې د مخه په مجلو کې لوستې وې،دانه وه راته څرګنده چې لیکوال د کیسې په لیکلو کې له څومره دقت څخه کار اخلي.
خو دده کیسو د دوهمي ټولګې (پنځوس ملیونه )له لو ستو وروسته پوه شوم چې لیکوال د هرې کیسې په لیکلو کې څومره دقت کوي،معلومیږي چې په هره جمله او هره مکالمه ډیر فکر کوي او ممکن څوڅو ځله یې لیکي او بیا یې له سره بیا ګوري.ددې کتاب کابو ټولې کیسې زما دا نظر تايیدوي.
ښاغلی سوله مل شینواری په کیسو کې د پېښو تسلسل ته پام ساتي،پېښې یې یو له بل سره کلک تړ او لري،د کیسو سوژې یې نوې او په زړه پورې دي،چې تر اوسه نورو لیکوالو په دې موضوعاتو داستانونه نه دي لیکلي.
د هرې کیسې د پیل جملې یې لوستونکي د ځان په لوري ورکاږي،او مجبوروي یې چې کیسه ترپایه ولولي
د یوې کیسې د پیل جملې یې  وګورﺉ:
(د دروازې په زوره و هل او دباندې په کوڅه کې د وسله والو طالبانو شور او زوږ د ټنګ ټکور ټول پروګرام ګډوډ کړ او له ټولو یې ارام او خوښي و تښتوله...)
دا څو کلیمې دلوستونکي په زړه کې تلوسه پیدا کوي او بیا نوره کیسه په مینه لولي.د ټنګ ټکور پروګرام ته د طالبانو ورتګ چې د موسیقي اوریدل یې جرم باله پخپله یوه پېښه ده،چې نورې پېښې هم را پیدا کولای شي،طالبان به د موسیقي اوریدونکو ته څه ډول سزا ورکوي؟د موسیفي د مجلس د ګډونوالو حالت به څه ډول وي؟
په پاي کې به څه پیښېږي؟هغه پوښتنې دي چې د کیسې دسر جملې په لوستلو سره له لوستونکي سره پیدا کیږي.خو لیکوال کیسه داسې پای ته نه رسوي لکه څنګه چې یې تمه کیداي شي او په سر کې پیش بینې نه کوي ، بلکې داسې  یې پای ته رسوي چې هم کله کله خندا ولري ،هم حیرانونکي او په عین حیرانتیا کې باور هم پرې کوي زما په نظر دا دلیکوال لوی کمال دی.
د (فرمان)په نوم یوه بله کیسه داسې پیلوي:
 )والي او ولایتي شورا مشرله ډیرې غوسې له خپلې چوکۍ پاڅید اود ولایتي شورا ناستو غړو ته په لوړ غږ په خبروګډ شو:نور نو زما د زغم کاسه اخر ته رسیدلې،که دا چورتالان همداسې ګډوي،له ولایته به یاغیستان جوړشي.)
ددې کیسې پیل هم د لوستونکي په ذهن کې ځنې پوښتنې را ولاړوي،په ولایت کې څه ډول چورتالان ګډ دی ؟دا غلا وې او چورتالان څوک کوي؟والي او د ولایتي شورا مشر به له دوی سره څه ډول چلند کوي؟
لوستونکي دغو او یو شمیر نورو پوښتنو ته د ځواب لپاره اړدي چې پیل شوې کیسه سر ته پایه ولولي.ددې کیسې د پیل او په لږو جملو کې د یوه ولایت حالت او د چارواکو چلند اوبې کفایتي څرګنده شوې ده .په ولایت کې د والي تر ږیره لاندې چورتالان ګډ دی،خو والي نوی په غوسه شوی او دولایتي شورا له غړو سره خپله اندیښنه شریکوي مامورینو چورتالان ګډ کړی،خو والي لا خپل ولایت یاغیستان نه بولي  ، نن سبا خو زموږ زیاتره ولایتونه او ادارې همداسې دي،لیکوال دا موضوع ډیره ښه څیړلې ده .
او په هماغه پیل کې یې په څو کلیمو کې ډیر څه ویلی دي.
زموږ ځینې لیکوال چې کله کیسه پیلوي لومړی خو مو د هغه وخت د هوا له حالاتو څخه خبروي مثلاً لیکلي:
باران په شرنګ اوریده ،یا باران نوی دریدلی و،په ځمکه اوبه ځای ځای ډنډ ولاړې وې،یا واوره اوریدله ،ځمکې سپین کفن اغوستی و،ټوله سپینو واورو پوښلې وه ، یا آسمان شین و،او ...یا د کیسو د پېښیدو وخت ټکي په ټکي راښیي او په وچ زورد کیسې د پېښو لپاره یو لامل لټوي،مثلاً ټکنده غرمه وه یا د جمعې شپه وه،توره ترږمۍ وه،ویرې خپل وزرونه غوړولي و چې دا پېښه وشوه...یا هم د کیسې د کرکټر حالت مخکې له مخکې بیا نوي او په ساکنو او تکراري منظرو کیسې پیلوي.
تر څو چې لوستونکي له سریزې څخه اصلي کیسې ته رسیږي ښه ستړي شوي وي.
خو زموږ نو ښتګر لیکوال سوله مل شینواری داسې نه کوي دی مو په پیل کې د کیسې له اصلي کرکتر سره مخامخ کوي وګورﺉ(مولوي سید کریم چې څنګه دریشي و ویستله ،په بیړه بیا کټ ته پورته شو،ترڅویې د الوتکې د اوږ د سفر ستړیا لیرې او څه وڅکي،ځکه په سر خوږي سر بیره یې حلق هم له تندې ښه پوره وچ شوی و،د یخچال له پرانیستلو سره یې عجیبه فکرونو زړه ته لارو کړه دلته خو داسې بو تلې دي چې هیچیرې مې نه دي تر سترګو شوي،ځینې به هرومرو دستړیا او سر دردۍ وي...))
           لیکوال ددې کیسې په پیل کې موږ ته کرکتر نه دی را پیژندلی،چې څوک دی؟څه دنده لري؟همدارنګه لیکوال موږ ته د هوټل دا خونه چې د کیسې کرکټر پکې اوسي نه راپیژني چې څه ډول خونه ده،د خوب تخت یې څه ډول دی،څو چوکۍ پکې ایښې دي،د خوب ګروپ،د مطالعې میز یې څه ډول دی؟ځکه لوستونکي له هغه سره کوم کارنه لري .لوستونکي ته دا مهمه ده،چې د کیسې اصلې کرکتر ته به دې نابلده ځای کې څه ورپېښ شي؟او له نابلدو شیانو سره به څه کوي؟
یوه بله همداسې لنډه بیلګه را خلم:
(اینځر ګل چې څنګه له میدانه را ووت او له خپل ملګري ګلاب شاه یې لومړنۍ پوښتنه همداوه:ګلاب شاه!اوس هم ښکار کیږي،که نجونې له پانګوالۍ سره مغرورې شوې؟)
     همداسې د پېښو په نوم له کیسې څخه یوه بله بیلګه :
(-د تیلفون زنګ له درانده خوبه را کینولم په بیړه مې غوږی پورته کړ:هلو!ځواب را کړ شو:
داکتر کاتم نایم ...سلامونه :څنګه یاست ؟
یادابله بیلګه:
( ګلاب چې د ویسکي څلورم جام به سر واړاوه،نوپه بیړه یې له کاتیا لاسونه را تاوکړل،خو هغې ژرټیل واهه:
- لږ و دریږه چیرته بیړه لرې؟)
     پورتنۍ بیلګې ددې ترڅنګ چې د تلوسې د ایجاد قوت لري او دراتلونکو پېښو لپاره لاره هواروي،لا دپیل په لومړیو جملو کې حرکت هم لري،هغه کیسې چې  حرکت لري او دا حرکت لا د پیل په جملو کې موجود وي،لوستونکي هیڅکله نه ستړي کوي.
شینواري صاحب دې ټکې متوجه دی او نږدي په ټولو کیسو کې یې دې موضوع پام کړی دی،دا حرکت چې په پیل کې شته په ټوله کیسه کې یې توازون ساتل شوی دی،زموږ په ځینو کیسو کې دې ټکي ته پام نه کیږي،کیسه په پیل کې ګړندی حرکت لری خو په نیمایې کې و دریږي د استاد غضنفر خبره لکه د فوټ بال د ټیم بې تجربې غړي چې د لوبې په پیل کې تیزې منډې وهي،خو سوکه سوکه خپله چټکتیا بایلي او په پای کې لوبه په صفر کې بایلي.
       سوله مل شینواري په کیسه کې د حرکت ضرورت ښه درک کړی او هغه یې په ټوله کیسه کې په پام کې نیولی دی.
(هغه څوک چې بن لادن مړ یا ژوندی امریکایانو ته و سپاري د پنځوس میلیونه ډالرو انعام به خپل کړي،خبر لا پاي ته نه و، رسندلی چې د جانداد له خولې یې اختیاره ووتل:
پنځوس میلیون!
بیا یې د مقاومت او جهاد د کلونو نژدي ملګري ګلداد ته مخ ور واړاوو او ددویم وار لپاره یې د اوږده اسویلي په ملتیا وویل:پنځوس میلینه!دې ته غو په وایې:)
     لیکوال زینه په زینه پرمخ تللی،د کیسې مرکزي کرکټر جانداد چې امریکا یانو ته د بن لادن پرځای د خپل ورور د سرد وروړلو  په لټه کې کیږي خو دا خنډونه داسي نه دي،چې پام بلې خواته واوړي،دا ټولې کوچنۍ پېښې داصلي پېښې مرستند ویې دي،او کیسه تر پایه روانه ده،او خپل د پیل په جملو سره پیل شوی حرکت ساتي.
د ښاغلي سوله مل شینواري د کیسو یوه بله ځانګړنه داده چې ځینې کیسې په مکالمه پیلوي:
(بهادرخانه :دا د کافرلورانې خو سړی سیزي.
بهادرخان دزمان ګل په دې خبره ناببره ټکان وخوړ او خورا حیران دریان شو ،بیا یې په شونډو د حیرانتیا موسکا په څپوراغله :
دا څه وایې قوماندان صاحب،که موږ هر څه کوو،هسې هم ستاسو په حساب د سوچه نن شیطان غلبه وکړه؟)
او یا د (ګناه او سزا)کیسه په دې ډیالوګ پیلوي:
((نن باید د اغلا معلومه شي،غل یې باید په سزا ورسول شي،زه نو نور داسې ګډوډې نه شم زغملی)).
او دڅیرې او کارنامې په نوم کیسه په دغه ډیالوګ پیلیږي:
((دا موزیم د مشهورو کسانو د څیرو په نامه شهرت لري،ملا عبدالباقي سر وښوراوه:
- ښه!
او بیا یې میلمه پال و پوښت :
- مشهور کسان لکه پاچایان اود ملکونو مشران !؟))
     په ډیالوګ د کیسې پیل کول څو ګټې لري،یوه دا چې لا په پیل کې تلوسه پیدا کوي.له لوستونکي سره پوښتنې پیدا کوي او د خپلو پوښتنو ځواب په کیسه کې لټوي،بل دا چې لا په پیل کې په کیسه کې ټکر پیدا کوي(نن باید دا غلا معلومه شي،غل یې باید په سزا ورسول شي)
     په د غو جملو کې هم حرکت شته،هم تلوسه او هم د ټکر او راتلو نکو پېښو لپاره زمینه سازي پکې لیدای شو.
په مکالمه د کیسې د پیل بله ګټه داده چې د کیسو د پیلولو په وخت کې د ډیر تکرار مخه نیسي.د همداسې تکرار ځنینې کوچنۍ بیلګې په دې کتاب کې تر سترګو کیږي د بیلګې لپاره د (پښو)او (( قاتل په لټه ))کیسې یادولای شو،چې پیل یې لږ څه ورته والې سره لري د (پېښو)کیسه داسې پیلیږي:
(د تلیفون زنګ له درانده خوبه راکینولم )او (د قاتل په لټه )کیسه په دغه جمله پیل کیږي:(د نیمې شپې د دروازې ټک ټک نه یوازې له درانده خوبه داکینولم ،بلکې ویره یې هم زما مله کړه).
که د تیلفون زنګ له درانده خوبه راکینولی او که  د دروازې ټک ټک حالت تقریباً یو دی.او دایوه نیمګړتیا بللای شو.(د خیر کار)کیسه هم دې ته په نږدي حالت پیل شوې ده،که په دې کیسو کې یوه په ډیالوګ پیل شوې واي ښایې داکوچنۍ نیمګړتیا چې یادونه یې و شوه هم اوس نه وای.
د(فرمان )او (ګناه)او سزا) دکیسو موضوع  ګانې سره نږدي دي .په دواړو کې والي او د ادارې مشر غلو او تالانګرو ته د سزا ورکولولاپې کوي،خو دا چې یوه یې په مکالمه پیل شوې ده،نو دکیسې په پیل کې څوک دې ورته والي ته نه متوجه کیږي.
معلومیږي چې ښاغلي سوله مل شینواري د کیسو په پیل ډیر سوچ کړی دی،اوښې یې پیل کړې دي د هرې کیسې په پيل کې یې د وریښمو لومه ایښې لوستونکي پکې نیسې په ډیرمینه کیسه لولي او خوند تري اخلي.
      د سوله مل شینواري کیسې ډیر نور کمالونه هم لري،ما له ځانه سره ډیرنور یاد دښتونه هم لیکلي ول ،خود کیسو د پيل وريښمنې لومې یې زه هم را ایسار کړم دا لیکنه مې یوازي د کیسو پیل ته ځانګړې کړه او دلته یې پاي ته رسوم.

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery