مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا د افغانستان د معضلې په حل کې دوه مخی چلند کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
شنونکي وايي چې د امریکا په مشرۍ په افغان جګړه کې ښکېلو نړیوالو قدرتونو د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي تعریف کړي او دوی له افغانستان سره یوازې د یوه مرسته اخیستونکي هېواد په توګه چلند کوي. په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي چې زیاتره افغانان د روان وضعیت لومړی درجه مسوولین امریکا او ناټو ګڼي. په داسې حال کې چې له امریکا او ناټو سره د شوي امنیتي او دفاعي تړونونو یوه برخه په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د امریکا او د ناټو د غړو هېوادونو مکلیفیتونه په ډاګه کوي، خو نړیوال او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان په اړه د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي. د کابل وروستی خونړی برید چې د روانې جګړې تر ټولو خونړۍ پېښه او ستر جنګي جنایت ګڼل کېږي، د امریکا او د هغې د متحدینونو لپاره یوه عادي پېښه وه. د امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو غبرګون په دې اړه یوازې د اعلامیې تر حده و چې په کې دغه برید غندل شوی و، په داسې حال کې چې افغان حکومت او نړیوال پر دې اعتراف کوي چې افغانستان له نړیوال تروريزم سره په جګړه کې دی او دا جګړه نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ ګواښي، خو امریکا په دې جګړه کې له افغانستان سره خپله مرسته او همکاري نه ده تعریف کړې. د امنیتي تړون د نه لاسلیک په برخه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکا تر منځ تر ټولو ستر اختلاف همدا و چې امریکا د سولې او ثبات په اړه افغانستان ته تضمین نه ورکاوه. شنونکي وايي، امریکا او ناټو د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت یوازې دا ګڼي چې افغان حکومت له مالي او نظامي پلوه تمویل کړي، خو د جګړې او تاوتریخوالي د رښتیني حل په برخه کې له افغانستان سره دوه مخی چلند کوي. د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د امنیتي او د فاعي تړون درې مهم ارزښتونه وو چې امریکا باید له افغان حکومت او افغان ولس سره عملي کړي وای. هغه زیاته کړه چې په یادو ارزښتونو کې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې همکاري، د ملي حاکمیت په ساتنه کې همکاري او د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز دي چې له بده مرغه په یوه برخه کې یې هم لکه څنګه چې باید شوي وای، همکاري او ملاتړ نه دي کړي. هغه وویل چې په تېرو اتلسو میاشتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره ډېری بریدونه شوي چې امریکا په دې برخه کې هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی. دغه راز دی وایي کوم حکومت چې د ملي یووالي تر نامه لاندې رامنځته شو، هغه نه شي کولی د ملي حاکمیت استازیتوب وکړي. د نوموړي په خبره چې د یوه داسې نظام رامنځته کول چې هغه نه ولسي ملاتړ ولري او نه هم خلکو ته د منلو وړ وي، دا خپله د ملي حاکمیت نقض دی. ځلاند وویل چې امریکا په تېرو اتلسو میاشتو کې کوم څه چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره په کار وو، نه دي ترسره کړي. د افغان ځواکونو د تجهیز، روزنې او مالي ملاتړ په برخه کې هم امریکا ناغېړي کړې ده. دا په داسې حال کې چې امریکا د سولې د څلور اړخیزې پروسې د تضمیوونکې او څارونکي رول هم پر غاړه درلود، خو کله چې پاکستان د دې پروسې له ژمنو پر شا شو، امریکا یې پر وړاندې بې تفاوته پاتې شوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery