مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسي جرګه: حکومت دې د کابل د وروستي برید په تړاو اسناد امنیت شورا ته وړاندې کړي

احمد فیصل
ولسي جرګې له حکومت څخه وغوښتل چې په کابل کې د تېرې سه شنبې ورځې د خونړي برید په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ته اسناد وړاندې کړي. وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د موټر بم د یوې زوروې چاودنو په پایله کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. حکومت وویل چې دا برید له کرښې هاخوا د حقاني شبکې له خوا پلان شوی و. ولسي جرګې په خپله پرونۍ غونډه کې په دې اړه وویل، چې حکومت د جګړې اوسولې په برخه کې روښانه تګلاره نه لري او وسله والو مخالفین له دغه وضعیت څخه په استفادې سره حکومت تر خوږ ګوتې نیسي. ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د یاد برید په تړاو څېړنه وکړي اوپایلې یې له ملت سره شریکې کړي. ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې په دې تړاو شته اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. د جرګې غړو ویل، د دغو ډلو ترشا د سیمې هیوادونو استخباراتي ادارې لاس لري او حکومت باید په دې اقدام سره نړیوالو ته د سیمه ییزو هیوادونو له پټو موخو پرده پورته کړي. د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د کابل وروسته برید پېچلی وباله او د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې یاده موضوع وڅیړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي. د ولسي جرګې غړي وایي، د امریکا په ګډون د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د څلور اړخیزو ناستو په تړاو یې صداقت نه درلود.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery