مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امريکا: پاکستان دې د حقاني شبکه نوره نه زغمي

احمد فیصل
امريکا يو ځل بيا د پاکستان په خاوره کې د حقاني او نورو ترهګرو ډلو پر فعاليتونو اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده يې غوښتي چې نور دې د حقاني شبکه نه تحمل کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ايليزابټ ټروډيو په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې د کابل تر وروستي خونړي بريد وروسته يې يو ځل بيا يې د حقاني او نورو ترهګرو ډلو د فعاليتونو موضوع يې له پاکستاني چارواکو سره شريکه کړې ده. هغې زياته کړه: ((موږ په لوړه کچه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، چې دوى اوس هم افغان طالبان او په ځانګړې توګه حقاني ډله چې د دغه هېواد په خاوره کې فعاليت کوي، زغمي.)) سرچينه وايي، پر پاکستان يې ټينګار کړى چې پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د ترهګرو ډلو تر منځ به توپير نه کوي او د ټولو ډلو پر ضد به اقدامات کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي چې پاکستان ورسره يو ځل بيا ژمنه کړې چې له کوم توپير پرته به د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي. د نوموړي په وينا، امريکا په دوامداره توګه له پاکستانه غوښتي چې پر خپلو دغو ژمنو عمل وکړي. مېرمن ايليزابټ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغانستان حکومت د کابل د وروستي بريد پړه پر حقاني ډلې اچولې ده. د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال ويلي چې د حقاني ډله هېڅکله دا ډول بريدونه د پاکستان له مرستې او همکارۍ پرته نه شي کولى او دغه کار له تېرو ١٤ کلونو راهيسې دوام لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery