مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت دې له پاکستان سره د جګړې پر ځای خپله تګلاره بدله کړي

احمد فیصل
شنونکي وایي، کابل د سولې او جګړې لپاره روښانه ستراتیژي نه لري او د څلور اړخیزو ناستو له ناکامۍ وروسته بیاهم پر اسلام اباد باور کول ناسم سیاست دی. د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په تازه څرکندونو کې ویلي چې اسلام اباد به د یوې میاشتې په اوږدو کې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. افغان حکومت وایي، پاکستان له ۱۳ کلونو راپه دېخوا له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پر مخ وړي او په افغانستان کې ترهګرې ډلې د اسلام اباد په نیابت جګړه کوي. خو په پلازمینه کابل کې د سې شنبې ورځې له خونړي برید وروسته حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته له طالبانو جګړه کوي، ځکه په باور یې دغه ډله پر سوله باور نه لري. د پوځي چارو شنونکی جاوېد کوهستانی وايي: ((د حکومت دا پالیسي سمه نه ده او په دې برخه کې باید نوي اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي، هېڅ جګړه له سولې پرته حل لار نه لري او هغه طالبان چې سولې ته لېوال دي باید خبرې ورسره وشي.)) له افغانستان سره د پاکستان له ناعلان شوې جګړې سره سره د حکومت د جنګ اعلان د چا پر وړاندې دی؟! د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي، افغان سیاستوال احساساتي پرېکړې کوي او حکومت د پاکستان پر وړاندې مشخصه تګلاره نه لري او کمزوری سیاست پر مخ بیايي. دی وايي: ((دا چې کله پېښه کېږي، زموږ احساسات زیاتېږي او بیا بېرته کمېږي، که دا ولسمشر وي یا د هېواد هر وګړی، زه یې سم کار نه ګڼم، دښمن ته باید په ستراتيژیک نظر وکتل شي، پاکستان زموږ ستراتیژیک دښمن دی.)) خو د حکومت له دغه اعلان سره همهاله او د پاکستان پر وړاندې په کور دننه د احساساتو له تودېدو وروسته اسلام اباد یو ځل بیا د سولې لپاره شین څراغ ورکړی. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ښايي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبروته کېنوي. خو د شنونکو په وینا، د سولې په موخه څلور اړخیزې ناستې له دې وروسته نتیجه نه ورکوي او د پاکستان دغه اعلان د عامه افکارو د بدلون لپاره شوی. احمد سعیدي وايي: ((د سولې په څلور اړخیزو ناستو کې امریکا او پاکستان صداقت ونه ښود، نو ځکه ناکام شو او دا پروسه باید نوره بنده شي.)) دغه راز د ولسي جرګې غړی قادر ځاځی هم وايي، که حکومت بیا هم په دې برخه کې له پاکستانه تمه کوي، نو دا به لویه تېروتنه وي او ښه دا ده چې پر اوسنۍ تګلارې له سره غور وشي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي نن دوشنبې به ولسمشر محمد اشرف غني په ملي شورا کې د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست روښانه کړي، خو وکتل شي چې په دغه حساس وخت کې به حکومت د سولې پر ځای پر بل کوم انتخاب غور وکړي؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery