مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خـبـر

خدمتګار

 

یـو ځـلې جانـان تـه داغـیار څـیـره تـصویـر کـړمـه
جوړبه له مړو اوښکـو نـه اغـیارلـره زنځـیرکـړمـه
لاس په لاس کې راکـړه ځه چې دواړه پسې پاڅـو
ته چې راسره يي ور پـه لاس به يي ضمیر کړمه
وخت راتـه کاسـه د زغـم او صبر ډکـه کـړې ده
نیت مې دی چې نوربـدل په خپـله خپل تقـدیـر کړمه
ښه به وي چې اوس مې دغـربت وجه ښه وڅـیړم
خـپـله خپل خوبـونـه د سـبا ځـان تـه تعـبـیرکـړمـه
بارچې څوک به پړ وي نورپه نورو باندې نه اچـووم
ژر بـه خـدمـتګاره ټـول خـبر په دې تــدبـیر کـړمـه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery