مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له تاريخي - سياسي ستراتيژيک دښمنه د ترحم او خير تمه کول؟؟؟

سيد حسين پاچا

هېواد مشر غني ته :
له تاريخي - سياسي ستراتيژيک دښمنه د ترحم او خير تمه کول د ځان تېر ايستل، د ځان او هم د ولس تباهي ده
له حده زياته بېځايه هيله له خلکو ((له نړيوالو او له ګاونډيو)) مه کوئ! هسې بېځايه هيلو زموږ وخت ضايع کړ. نړيواله ټولنه زموږ لپاره اتومي پاکستان نه خفه کوي. د روسانو په وخت کې يې د ځان د بقا او تضمين او هم يې د هغوی د ګټو د تأمين لپاره موږ مجاهدين داسې په مهارت کارولي يو چې فزيکي، اقتصادي، رواني و هر اړخيز تاوان يې زموږ او ګټه يې د دوی وه.
پينځه ميليون مهاجر او له يونيم ميليون زيات شهيدان مو په جهادي پير کې ورکړل او همداسې معلولين لرو. همداسې له پنځوس زرو زيات شهيدان مو يوازې په کابل کې د حکومت له پرځولو وروسته او همداسې له طالبي نظام له پرځولو راوروسته له لاسه ورکړل، خو نن بيا هم د طالب، داعش، پنجاب او د امريکا له لاسه وژل کيږو او ارامه ورځ نه لرو. دښمن هېڅکله له چا سره خواخوږي نه لري.


ښاغليه،
وايی چې :
هغه ناوې چې پخپله ښايسته نه وي
څوک به يې څه کاندي ښايست د مور وپلار

له تاسو څخه د دې ولس د يو مشر په توګه هيله دا ده چې نور هسې بېځايه وخت د پخواني هېواد مشر ښاغلي کرزي په څير تېر نه کړئ. موږ بايد خپل ځان پخپله وپېژنو او پخپله خپل ځان جوړ کړو. موږ لا تراوسه دومره ساده ګان يو چې لا تراوسه مو د پاکستان سياسي ملايانو فتواو ته سترګې نيولي دي. حال دا چې د پاکستان دغه سياسي ملايان زموږ ټولنې ته د افيون حيثيت لري نه د شهدو ((عسل)).
همداسې يې حکومت درواخله چې نظاميان، استخبارات ((څارګره اداره)) او سياستوال درواخله. يو هم زموږ په خير نه دی او د خير تمه ترې هم ونه شي. پاکستان د نړيوالو له برکته نه يوازې دا چې زموږ ټول نهادونه يې راونړول، بلکې له خپلې ناپوهۍ نه يې يو پر بل يې بې باوره هم کړو او يو بل ته يې اور وچاړه کړو. يو بل لا په مختلفو نومونو او پلمو وژنو، خو خپل مکار ومشترک، لئيم ومخنس دښمن مو ونه پېژنده.

ښاغليه،
د پاکستان حياتي غوښتنه او موخه روښانه ده چې د له نصيرالله بابر سره د ښاغلي فرخاد علي خاور په مرکه کې بوټو لا بابر ته په ۱۹۷۹ ز کې ترې خپله اندېښنه شريکه کړې وه چې د افغانستان د ډيورندلاين يا د تخيّلي ((استعماري کرښې)) وخت په ۱۹۹۳ ز کې پوره کيږي. د دې لپاره چې مبادا افغانستان يې له موږ څخه غوښتنه ونه کړي، نو افغانستان بايد ((ختمي)) بېثباته شي چې بيا هېڅکله له موږ څخه يې د غوښتلو جوګه نه شي، نو له دې نه دوه موخې دلته دلته روښانه شوې چې :
• د افغانستان بې ثباتي
• د افغانستان تضعيف

تاسو ته پته ده چې واک واختيار خو هلته يوازې د پنجاب سره دی او دا نورې درېواړه صوبې او مليتونه يې هر يو پښتانه، بلوچ او سنديان محکوم دي. تاسو ګورئ چې پنجاب د رنجيت سينګ د وخت هغه کينه له ځان سره پټه ساتلې وه او د افغانستان د اندېښنې مساله يې د محکوم کمونيست يا سوشياليست ملکي سياستوال بوټو له خولې تش په نوم پښتون د پنجاب بل غلام نصيرالله بابر ته راويسته او هغه د دې موخې لپاره بيا زموږ درې تنه کورمغزي د پېښور بالاحصار ته راوبلل او هلته يې له هغوی سره ليدنه وکړه او د افغانستان د بېثباته کولو او ورانۍ لپاره يې ورته پيسې او وسله ورکړه او د نورو تنکيو زلميانو سره يې افغانستان ته راواستول. دا چې زموږ تش په نوم اسلامپال له خپل او هم د ګاونډي له ژور سياست سره اشنا نه ول او نه هم د هغوی د راتلونکو ناوليو موخو څخه خبر ول، نو د سياسي شعوري ملايانو ((جماعت اسلامي)) او له سياسي ديوبندي ملايانو ((جماعت علمای اسلام)) دواړه ډلو له لورې ورته د پنجاب ناروا غوښتنې يا په بله مانا د پنجاب د سياسي بقا وتضمين لپاره د خپل پښتنو سياسي ملايانو په وسيله د پنجاب نامشروع او ناروا جګړې ته د وخت د نظام شهيد داود خان او له هغې وروسته په ټولو نظامونو ان تر نن ورځې پورې دغه نظام ورته غيراسلامي ښکاري او د جهاد روحيه ورکوي. نه يوازې د دوی په نظامي قشلو کې، بلکې د دوی په اسلامي مدرسو او بنسټونو کې هم د افغانستان پر ضد د جهاد او غير اسلاميتوب روحيه ورکول او مدرسې يې د نظامي قشلو يا نيمه نظامي قشلو دنده اجراء کوي.

هېښنده لا دا ده چې دغه سياسي ملايان له سودي حکومت څخه د سود معاش اخلي. د دوی بدکاريو د خونو د ماليه پيسې د دوی دولتي خزانې ته د سود له پيسو سره يوځای کيږي او له هغې نه بيا هر يو د خپلې مدرسې مياشتېنی معاش او کالنۍ بوديجه اخلي چې هغه خو خير دی، خو زما پر ضد د جهاد فتوی يا په بله مانا د څارګرې ادارې په لمسونه او د پنجاب نامشروع او نااعلان شوې جګړې يا لاسوهنې ته د جهاد په نوم مشروعيت ورکوي. خپل د کشمير فرض عين جهاد ته يې شا کړې او پر هغې يې سترګې پټې کړي دا ځکه چې هند يو اتومي ځواک دی او ځواب يې ويلی شي او هم د هند د علماو په مقابل کې فتوی نه شي ورکولی او زموږ وړندو چړيانو بيا خپلې سترګې د همدې سياسي ملايانو فتواو ته نيولي دي. دا ځکه چې له دوی سره علم ((پوهه)) نه شته او نه خپله دومره درک کولی شي چې :
• ولې خپل کمونيست ته دوی کافر نه وايی؟))
• ولې يې زموږ پر ضد همدې بهرنيو غيرمسلمو ته خپل درېواړه حريمه په اختيار کې ورکړل؟
• ولې دوی زموږ پر ضد د همدې بهرنيو سره پټې معاملې کوي؟
• ولې دوی ته د دوی مالي ونظامي مرسته روا ده او موږ ته نه؟
• ولې د دوی استاد د ((دفاع پاکستان کونسل)) مشري پر غاړه واخېسته؟
• که ښاغلی کرزی او زرداري پرتله کړو، نو د دوی له زرداري خو لا ان چې د دوی له دغو سياسي ملايانو او د مدرسو له خاوندانو نه زر ځلی کرزی ترې شرف لري، نو بيا ولې د خپل له دغه سياسي ملا له استاذۍ نه لاس نه اخلي؟
• دوی چې امريکا ته پر لاس ورکړل او په خپلو تاڼو کې يې وډبول او ويې ربړول چې د دوی له ربړونو نه يې د دوی په تاڼو کې ژوند له لاس ورکړل او بيا يې پټ په هديرو کې ښخ کړل. ځکه خو يې د مشر ملا مړی هم دوه نيم کاله پټ کړی وو، نو دا جنګ چا رهبري کولو؟ ولې دا ټول سياسي ملايان پرې پټه خوله دي؟ دا ځکه چې د دوی موخه روښانه ده چې دافغانستان بايد د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره بېثباته ((ناارامه)) او ورسره کمزوری شي چې بيا د دې جوګه نه شي چې له موږه د خپل حق غوښتنه وکړي، نو په دغه مشترکه موخه کې ټول سره شريکان دي او بايد هېڅکله افغانستان د دوی پر هېڅ يو قشر باندې که هغه سياستوال دی، که ملا دی، که استخبارات دي او که نظاميان دي يو هم د اعتبار وړ نه دی. دوی به هېڅکله موږ ته له دغې موخې تېر نه شي.

ښاغليه،
موږ نه کويټ او نه د سعودي او نه نورو خليجي هېوادونو په څير نه بډايه او نه تېل لرو چې امريکا دې زموږ لپاره د عراق په شان له پاکستان سره جګړه وکړي او يا دې پرې فشار راوړي، خو پرون يې ښکاره وويل چې د حقاني شبکې په باره کې له زغمه کار اخلي، نو د خپل ستراتيژيک دوست د پاکستان له بړېڅو طالبانو سره يې ولې د اسامه په باره کې له زغمه کار وانخېست؟ د سعودي، امارت او نورو چينلونو له ليارې به يې ورسره له زغمه کار اخېستی وای، بلکې پاکستان په لوی لاس د مشرف په لمسون جنرال محمود کندهار ته ورولېږه او د اسامه له ورکولو يې منکر کړل او له بل لورې يې امريکا ته سينه ډبولې وه چې موږ به طالبان دېته راودار کړو چې اسامه دروسپاري. او نه د جنوبي کوريا وجاپان په څېر مخته يو چې د شمالي کوريا پر وړاندې راسره نظامي مانوريانې وکړي. موږ ته خو نن د پاکستان له خوښې پرته مډرنه وثقيله وسله نه راکوي او نه مو هوايی ځواک هسې پياوړی کوي چې له خپل ځانه پرې د بهرني تهديد پر وړاندې دفاع وکړو، بلکې د خپلو کليو وباڼدو او ښارونو دفاع نه شو کولی، نو موږ اخر څه وکړو؟

زموږ او د فلسطينيانو ترمينځ هېڅ توپير نشته، هغوی هلته له هرې خوا محاصره دي او موږ دلته له هر اړخيز پلوه ورته له پښو ولاسونو تړل شوي يو. ان تر دې چې زموږ فوځي ځواک چې همدا بهرنيان يې روزي کله ناکله دومره د بهرنيو استخباراتو تر مذهبي نفوذ لاندې راغلي او خپل د ټوپک خولې پر دوی رااړوي. ځينې ناخوالې پاکستان کې هم کيږي، خو هغوی هېڅکله خپله د ټوپک خوله نه پر بهرنيو او نه يې پر هندو رااړولې، خو تل يې له مذهبي نفوذه کار اخېستی او خپل ټوپک يې موږ ته په لاس راکړی او موږ پرې ډز کړی. حال دا چې بيرته يې همدا موږ تخريب کړي او ورته بې اعتماده کړي يو. له هر پلوه له موږه خپله سياسي، اقتصادي، سيمه ييزې، نظامي - ستراتيژيکې موخې او بهرنيو ته د بې باورۍ او ځانته د کرېډيټ د ترلاسه کولو په موخه کې دي چې وکولی شي زموږ سياسي راتلونکې همدوی ته وسپاري او له پامه مو وغورځوي.

مذهب بيله خبره ده او سياست وملي ګټې او ځان وموقف قوي کول په سيمه، ګاونډ او نړۍ کې بيله خبره ده. موږ بايد له دې وروسته د چا په هېڅ وعدو او ډاډيېنې تېر نه وځو او نه ملي – اسلامي، اخلاقي وافغاني ارزښتونه او رسالت د دې اجازه راکوي چې هسې بېځايه د چا پر غوړو وعدو تېر وځو.  يوه وعده، دوه وعدې، درې وعدې، خو موږ ته دا پينځه دېرش کاله د اسلامي ورورولۍ تشې وعدې راکول کيږي، خو په عمل کې هېڅ نه. تاسو خپله د هغوی د څارګرې ادارې مرکز راولپينډۍ ته ورغلۍ او له تاسو مخکې ښاغلي کرزي شل ځلې سفرونه وکړل، خو هېڅ يې ترلاسه نه کړل. زرداري يې ورور او بېنظيره يې خور وه، خو ورورۍ يې هېڅ ګټه ونه کړه، بلکې خبره د مشرف له خولې له ګارډين سره راووته چې ما بيرته طالبان د کرزي د کمزوري کولو او د هند د مخنيوۍ لپاره بيرته راژوندي کړل. له زرداري وبېنظيرې رانيولې تر امريکا وبرتانيا ټولو پورې روښانه ده چې طالبان د چا پروژه وه؟ مالي نظامي لګښتونه يې چا ورکول او د چا موخې يې مخته وړلې؟ بېنظيره خو نشته، خو زرداري ژوندی دی بايد وپوښتل شي چې دوی دا لوبه د خپل خُسر له وخته تر دې دمه ولې او څنګه، د چا په لګښتونو او د کومو موخو لپاره مخته وړې ده؟

ښاغليه،
اوس هم سر وخت دی. له امريکا، ناټو، چين او د امنيت له شوری سره سمې سپينې خبرې وشي. دا چې اوس بيا پاکستان بيا ويلي دي او د مهاجرينو وزير ته يې ډاډ ورکړی چې طالبان يې د سولې خبرو ته تيار کړي. له دې مخکې نوازشريف ويلي وو چې موږ نه شو کولی چې هم طالبان ووژنو او هم يې خبرو ((سولې)) ته حاضر کړو، بلکې ممنون حسين يې د چين له ولسمشر سره ويلي وو چې د چيني ترکستان ډله يې ټوله په وزيرستان کې وژلې او ختمه کړې او فکر نه کوي چې څوک دې ژوندي پاتې وي، خو د امريکا سره بيا دوه مخې لوبه کوي؟ د چين لپاره ټول سختدريځي وژني او د امريکا لپاره نه چې دا خو انصاف نه دی؟ خبره لږه روښانيږي هغه دا چې پاکستان اوس د خپل اتوم له برکته پر خپلو پښو ولاړ دی. له امريکا نه زموږ پر سر باج اخلي او چين ته د خپلې نوې ۴۶ ميليارده ډالرې پروژې لپاره ورته د هغوی دښمنان وژني، خو امريکا ته. سره له دې چې امريکا ورته هر کال دولس ميليارده ډالره لګښت ورکوي، خو قربانيان يې بيا هم لروبر پښتانه دي. هر اړخيز فزيکي واقتصادي زيان يې د چا او ګټه يې د چا ده؟ د ټاپي په پروژه کې هم راسره شريک دی له ايران سره يې هم د نلليکې پروژه لاسليک کړې، خو ما ته يې وړانده طالبان وچړيان يا په بله مانا خپله نيمه پوځي ځواک وملېشه د طالب په نوم د جهاد واسلام په نوم رازېږولي او ښکاره خپلې موخې مخته وړي. هر لور ته مې پر خاوره راننوتی او په کونړ کې خو دېته رانژدې شوې چې سبا د کونړ سيند اوبو کې راسره دعوی وکړي. ځکه خو د همدې موخې لپاره يې له زاخېلوال سره د پاک - افغان په نوم د دوستۍ بند د همدې موخې لپاره لاسليک کړی او هم دا حالات داسې مخې ته وړي چې د سيمې خلک د ځان په خوا کړي او ځان راسره شريک ودعوه ګير کړي.

له چين سره يې د ۴۶ ميليارده ډالري پروژې په ترلاسه کولو کې د غځېدلو چارې روسيې ته په ټيکه ورکړي چې څه باندې دوه ميليارده ډالره لګښت پرې راځي. که مبادا سبا د امريکا له لورې ورته کومه ګواښنه کيږي، نو چين وروسيه به يې ګټې تضمينوي او امريکا به مجبوروي چې هرې غوښتې ته يې په زغم ځواب ووايی. باج به ترې د طالب وداعش په نوم اخلي او د پښتنو روزي يې غصب کړه او خپل پنجاب ته يې ورکړه چې په دې سره پښتانه د تل لپاره د پنجاب په خدمت کې وي. پخوا به يې د پنجاب د ګنيو خدمت کولو، خو له دې وروسته به د ګاز و دنلليکې خدمت کوي. زموږ سياسي پښتانه ملايان پرې هغه دی چوپه خوله دي او د پنجاب دې غصب ته ناروا نه وايی دا ځکه چې څارګرې ادارې ترې زړه ايستلی دی.

ښه به دا وي چې موږ پر خپل ځان باندې کار وکړو. لومړی تر هر څه مخکې موږ بايد د جرمنيانو په شان خپل ځانونه وپېژنو. خپل مسووليت اداء کړو او خلکو ته په تمه نه شو چې هېواد راته اباد کړي. د نورو له شتونه او د هغوی له مالي ونظامي امکاناتو مو هغسې ګټه پورته نه کړه لکه څنګه چې پاکستان زموږ له جهاده پورته کړه، خو بيا هم ناوخته نه دی او خپل سياسي شعور په کار راوستل په کار دي. موږ اوس بايد له خپلو همدې تشو امکاناتو سره د خپلې ټولنې پر زده کړې پاګونه وکړو. د خپلو ملي - اسلامي ارزښتونو او خپلو ملي ګټو لپاره له ټولو هغو ممکنو لارو چارو ګټه پورته کړو چې ترې اخېستی يې شو. له چا بايد ونه شرميږو، له چا بايد ونه ډار شو. دوی ته چې د سود ومرداريو سره ګډې پيسې د معاش لپاره روا دي، نو موږ ته ولې د بهرنيو مرستې چې د دوی له مالياتو راکول کيږي، ولې روا نه وي؟ دوی يې له مسلم غيرمسلم نه په دوکه اخلي. موږ پرې هم وژني او هغوی پرې هم، خو د دې باوجود بيا هم امريکا ورته له زغمه کار اخلي، خو موږ يې سيده رامڼده او د طالبان ټغر يې په يوه مياشت کې ورټول او بيرته پاکستان ته يې ورحواله کړل، خو زموږ نااعلان شوې جګړه په يوه نيمه لسيزه کې نشي خلاصولی، نو موږ بايد پوه شو او هم له خپلو دوستانو سره په روښانه ټکو کې وغږيږو هسې په شف شف وخت تېر نه کړو.

تاسو بايد يو شی پر ياد ولرئ چې امريکا د پاکستان د غوښتنو لپاره د وخت برحال رژيم ونړولو او ډاکټر نجيب الله يې د پاکستان په غوښتنه  د طالب په نوم ووژلو چې په حقيقت کې دا کار يې پخپله کړې او خپلو مشخصو کسانو ته يې د هغه د وژلو دنده سپارلې وه. د هغه په شتون کې چې لا هم د ملګرو ملتونو په دفتر کې نظر بند وو، ولې بيا هم پاکستان ناارامه وو او خپله اندېښنه او ناارامتوب يې احساسولو، نو ځکه يې د طالب په نوم دا پروژه په ډېر مهارت مخته يووړه او خپلې موخې ته ورسېد. له بده مرغه هغه وخت موږ هم پر مولويصاحبانو دوکه وخوړه او د دوی شا ته همدا ننني بهرني نړيوال قوتونه ول او پاکستان د نورو په لګښت خپلې موخې تعقيب او خپلو ناولو موخو ته ورسيد چې مړه هم موږ شو او شهيدان وغازيان هم راباندې دوی شول او نن لا هم د دوی د مدارسو سياسي ملايان د پنجاب په لمسون په پښتونخوا کې غونډې جوړوي او د طالبانو نه خپل ملاتړ اعلانوي چې دا اعلانونه دوی د چا پر زور او تکيه اعلانوي؟

له بده مرغه موږ لا تر اوسه د دفاع وزير نه لرو. له رسنيو خبريږو چې اجرائيه رئيس په هره خبره او تقرر کې له تاسو سره جنجال کوي. حال دا چې په دې وروستيو کې ښاغلي اوباما د سکيپ له ليارې او ښاغلي کيري ورته مخامخ ويلي چې ستاسو دنده څه ده؟ موږ لا تراوسه خپل کورني جنجالونه لرو، خو زموږ مسلمان ستراتيژيک دښمن موږ ته په کمين کې ناست او خپلې موخې په ارامه او سړه سينه مخې ته وړي، نو موږ به د چا ځواب څنګه ووايو؟ په تش لاس خو هېڅ نه کيږي. هغوی اتومي وسله لري، خو موږ ته لا نور کلاشينکوف او مرمۍ راکوي. ښکاره بېلګه يې د روسي استازی ده چې لس زره کلاشينکوفونه يې اعلان کړل چې روسيه تياره ده چې افغانستان ته د ترهګرۍ سره مقابلې کې لس زره کلاشينکوفونه ورکړي. همداسې چين اعلان وکړ، همداسې امريکا، خو يو هم زموږ هغسې درد نه شي دوا کولی چې موږ ته اړتيا لرو.

ښاغليه،
که تاسو دېته په تمه ياست چې امريکا به زموږ پوځ راپياوړی کړي، خو فکر نه کوم چې هغوی دې زموږ لپاره پاکستان خفه کړي او امريکا ختمي په دې باره کې له برتانيا مشوره اخلي او برتانيا هېڅکله دا کار نه کوي چې پاکستان خفه شي. پاتې شوه د چين خبره، چين هم زموږ په پرتله له پاکستان سره غښتلې اړيکي لري. ان تر دې چې د سلالې پوستې په ويشتلو کې زرداري تهران ته منډه کړه او يوسف رضا ګيلاني بېجنګ ته او هلته يې له بېجنګه غږ وکړ چې ((د چين دښمن زموږ دښمن دی)). نواز شريف هم وايی چې ((د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی))، خو دا شعار يې هغسې قوت نه لري لکه څومره چې د چين سره لري. په بله مانا هلته امريکا ته وايی چې له تا پرته هم موږ بل دوست دلته په سيمه کې لرو او که وخت راشي ښايي چې د چين وروسيه لپاره دا ځل داسې ډبل لوبه ولوبوي چې امريکا له سيمې په وتو مجبوره او ځان نوی لوبغاړی کړي، خو وخت به دا ثابته کړي چې د واشنګټن و نوي ډهلي دا اوسنۍ اړيکي کومې خوا ته ځي؟ ځکه خو پاکستان د دې موخې لپاره د چين ميليارده ډالري پروژې د نلليکې د غځېدا چارې روسيه ته وسپاري او په بدل کې له روسيه سره نوې نظامي وسلې لاسته راوړي او خپله سياسي بقا او موقف په سيمه کې له دې ليارې پياوړی کړي. پاکستان ته تر اسلام هر څه له مخکې ((پاکستان کی سب پهلی هی)) خپله بقا وشتون او موقف دی او د دې موقف لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار اخلي او خپلې موخې ته ځان رسوي. په بله مانا پاکستان افغانستان د ځان يوه برخه بولي او له هند سره د پېښېدونکې جګړې په مقابل کې ترې د ډال ((سپر)) په توګه کار واخلي او خپلې ټولې درنې اتومې وسلې دلته پټې او له دې ځايه يې هلته وکاروي چې د تخريب هدف به يې بيا هم موږ يو او پنجاب به د هند له ګوزاره بچ وي.

له بده مرغه موږ اوس په داسې يو حالت او موقف کې يو چې اقتصاد مو صفر دی او له بهرنۍ مرستې پرته هېڅ نه شو کولی. که له روسيې کومه نيمه وسله اخلو، نو لګښت به يې امريکا ورکوي او دا کار کانګرس کله کوي. يوځل مخکې هم واشنګټن غوښتل چې له روسيې الوتکې واخلي، خو کانګرس بوديجه منظور نه کړه، بيا خبره برازيل ته ورسېده او تر ننه لا هماغسې پاتې ده.
سياستوال او جهادي ډلې ټپلې لا د هېواد پر ځای د خپلو تنظيمي ډلو په غم کې دي چې دوی تقويه وي او واک
د دوی په لاس کې وي، نور د هېواد په غم کې نه دي. له بده مرغه موږ له خپل هېواد او خپله ولسه دومره واټن اخېستی چې په فزيکي لحاظ به په وطن کې يو، خو په رواني لحاظ مو له وطنه ډېر واټن اخېستې دی. ان تر دې چې خپله پانګه او د غلا پيسې په خپل هېواد کې نه ساتو او بهر يې وباسو. تعصب، سمتي او ژبني مسايلو زور اخېستی. ځېنو ته خو پښتانه د ژوند کولو حق نه لري او بايد ووژل شي.

نتېجه :
موږ بايد له دې پېښې وروسته د چا په تمه نه شو. له نورو بديلو لارو چارو کار واخېستل او نورې بديلې لارې چارې ولټول شي. افغانستان د جرګو و مرکو کور دی. اوس موږ دومره ناتوانه يو چې يو طالب لارې ته نه شو راوستلی. طالب هم په دې ولس کې اوسيږي. خپل خپلوان يې شته ولې د هغوی له ليارې ورسره اړيکه نه نيول کيږي، خو داسې نه شي چې بيا د حکيم الله مسيد په شان له کاروانه پورته نه شي او بيا له باګرامه پاکستان ته ورکول کيږي. که د اعتبار جوړونې لپاره وي او که د هرې موخې لپاره، خو ولې موږ ته بيا د طالبانو د وخت مرستيال نه راکول کيږي؟ ولې امريکا دغه ډول بېمسووليته معامله له پاکستان سره وکړه؟ له دې برېښي چې پاکستان به امريکا ته ختمي د هغې په بدله کې بله دنده ترسره کړي وي چې موږ لا ترې خبر نه يو او وخت به يې روښانه کړي، کنه ولې داسې مبهمه معامله وشوه؟ اګر چې د حقاني د زوی خبره په رسنيو کې راپورته شوه، خو هغه په پاکستان کې نه، بلکې بهر په بل ځای کې وه، نو بيا ولې امريکا د شاه شهيد او د پل محمود خان د خونړيو پېښو طالبي وياندويان نه شي نيولی؟ هېښنده لا دا چې ممنون حسين د چين ولسمشر ته د چيني ترکستان ((ايغوري اسلامپال)) له يوې مخې وژلی شي، نو بيا ولې دوه د طالبانو مشران او يا لږ تر لږه وياندويان يې ژوندي نه شي نيولی چې روښانه شي چې دا لوبه څوک مخې ته وړي؟

ښه به دا وي چې نور بايد موږ ځان راټول يعنې لومړي د خپلو هېوادوالو يا افغانانو مهاجرينو پر ستونزو فکر وکړو او له هرې ممکنې لارې چې وي په هېواد کې ورته د سرپناه او کورونو جوړولو غم وخورو او د مهاجرينو له نړيوالې ادارې سره بايد په تماس کې شو چې له موږ سره مرسته وکړي او دولت ورته زمکې ورکړي او په څنګ کې ورسره د زده کړې چارې مخته يوسو. که هلته بم الوځي، نو بلهاريان يې هم افغانان دي او دوی پکې له هر چا زيات کړول کيږي. تور پرې هم پورې کيږي او له همدې کمپونو نه د مدارسو په نوم د افغانوژنې لپاره په هېواد کې دننه په ځانمرګيو بريدونو کې کار اخېستل کيږي. افغانان بايد نور دېته مجبور نه شي چې د دوی د استخباراتو پورې اړوند مدارسو کې زده کړي وکړي او د خپلو نظامي واستخباراتي موخو لپاره د مذهب په نوم دوکه کړي. زما په اند له هر څه مخکې په دې فکر وشي او بديلي لارې چارې ورته ولټول شي او افغانان نور هم بايد هلته او  په هېواد کې د پرديو له دغو استخباراتي لوبو وساتل شي چې بلهاريان يې موږ او ګټه يې د نورو وي. پر خپلې اردو، پوليسو، کشفي ارګانونو او ان پر ځوان قشر باندې کار او پانګونه وشي او د هېواد پالنې روحيه او شعور راژوندی شي. افغانان تر هر چا ښه مسلمانان دي او د اسلام د مبارک دين لپاره يې تل د تاريخ په اوږدو کې داسې قربانۍ ورکړي چې هېڅ يو ملت به لا نه وي ورکړي او زموږ د نيکونو د سرښندنو له برکته نن هغوی د اسلام پر مبارک دين مشرف دي، خو نن زموږ وړندو چړيانو د هغوی فتواو ته سترګې نيولي دي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery