مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ژبې ساتنه د عافیت ضمانت

نورالله خان احمدزی

 

 

د یو علم خاوند وایي چې ما یوه پاڼه په دېوال باندې ونښلوله او داسې مې لیکلي ول چې د ژبې په کارولو کې له ښې پاملرنې څخه کار واخلئ ځکه چې ژبه یو ښامار دی ددې ساتنه ډېره اړینه ده ــ وایي چې موږ څلویښت کسان یو ځای شو او دا کمپاین مو پرمخ بوتلو ــ دغو څلویښتو ورځو کې غیبت، دروغ، بحث او مباحثه، داسې ټکي کارول چې د ځان لویي پکې وي ــ داسې لهجه غوره کول چې مخاطب ته پکې تکلیف وي ــ داسې خبرې چې بل ته ستونزه پیدا کوي، داسې خبرې اترې چې د بل په راکړه ورکړه کې لاسوهنه وي، پېغور ورکول، چغلي او فضول خبرو یا ټوکو ټکالو څخه به ځان ساتنه کوو ــ  د شپې پر مهال به محاسبه کوو چې آیا موږ په خپلو کارونو کې بریالي شو او که نه؟ کچیرته کومه غلطي ترسره شوه نو خپل ځان ته به سزا ورکوو ــ د څلویښتو ورځو دا مجاهده د ټول ژوند لپاره ګټوره ثابتېدای شي ــ د دغو خبرو اړتیا ځکه مخته راغله چې قبر مخکې ده ــ مرګ د خولې له څنډو هم نږدې را روان دی ــ د الله خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسم فرمایي چې ډېر خلک د خپلي ژبې د لاسه دوزخ ته درومي، الله تعالی دې بخښنه کوي چې نن وخت ژبه زموږ ایمان او اعمال د قیچي پشان پرې کوي ـــ دا په پوهه او ناپوهي سره او دروغجنې خبرې زموږ روح ګنده کوي.

زموږ په ټولنه کې که ځینې مسلمانانې ښځې، کور کې په لوښو (سامان)، سینګار، جامې، بوټانو، جارو، او ورته شیانو باندې تر ساعتو ساعتو جګړې کوي او شیطان د خوښي نڅا کوي ــ پیغور ورکول او غیبت پشان  بدیو نن سبا له کورونو څخه جهنم جوړ کړی. همداسې ځینې مسلمانان نارینه هم په ډول ډول جګړو، کینه، بغض، حسد، تهمت، بهتان، غیبت او نورو ګناهونو کې لګیا دي.

داسې خو ټول ګناهونه جهنم ته د تلو سبب جوړيږي، خو د ژبې ګناهونه چې څومره ډېر او په کثرت سره کيږي، دومره ګناهونه نور غړي (اندامونه) نه کوي. د مثال په توګه:

غیبت، دروغ، چغلي،  تهمت او بهتان، ښکنځل او ټولې بدې خبرې دا ټول ګناهونه د ژبې پيداوار دي. نو له دې کبله جهنم ته چې کوم خلک ننوځي په هغوي کې به ډېر خلک د ژبې له وجې ننوځي .

قد سّل رسول الله صلی الله عليه وسلم عن اکثر ما يدخل الناس الجنة فقال تقوی الله وحسن الخلق وسّل عن اکثر مايدخل النار فقال الا جوفنا الفم والفرج . (أخرجه الترمذي وصححه وابن ماجه).

ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه تپوس وشو چې کوم عمل زيات جنت ته د داخلېدو سبب ګرځي؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: د الله نه وېره او ښه اخلاق. او د هغه عملونو تپوس ځنې وشو کوم چې زيات د جهنم د تلو سبب جوړيږي نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د دوو ځايونو د لاسه به ډېر خلک جهنم ته ورننوځي (خېټه، ژبه او شرمګاه).

چا چې د خپلې ژبې حفاظت کړی وي نو که هغه سره د ډېرو نيکیو ذخيره هم نه وي بيا هم دی جنت ته تلای شي.

عن البراء بن عازب قال جاء أعرابی اِلې رسول الله صلی الله عليه وسلم فقال دلنی علی عمل يدخلنې الجنة قال أطعم الجايع واسق الظمآم وأمر بالمعروف وانه عن المنکر فاِن لم تطق فکف لسانک اِلامن خير (أخرجه ابن أبی الدنيا باسناد جيد).

ژباړه: د براء بن عازب (رض) روايت دی فرمايې يو بانډه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلو نو عرض يې وکړو ماته داسی عمل وښايه چې جنت ته پرې داخل شم نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل وږي ته ډوډۍ ورکوه او تږي ته اوبه ورکوه د ښه کارونو حکم کوه او د بدو کارونو څخه منع کوه که ددې څيزونو طاقت نه لرې نو خپله ژبه د خير د خبرو نه سوا د هر ډول خبرو نه بنده کړه.

نبي کریم صلی الله عليه وسلم چُوپ انسان ته د نږدې کېدو تاکيد کړی او فرمايلي يې دي:

ان الله عند لسان کل قايل فليتق الله امرؤ علم ما يقول  قال صل الله عليه وسلم اِذا رأيتم المومن صموتا وقورا فادنوا منه فاِن يلقن الحکمة. (اخرجه ابن ماجه من حديث أبي خلاد رايتم الرجل قد اعطي زهدا فی الدنيا وقلة فاقتر بوا منه فاِن يلق الحکمة).

ژباړه: ابو خلاد نه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: الله تعالی د هر ويونکي د ژبې سره موجود دی نو ویونکی چې څه وايي د هغې نه دې ووېريږي. (که د ګناه خبرې وکړي نو بيا به پرې پښېمانه وي) او فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې کله تاسو مؤمن ووينئ چې غلی (چُوپ) او دروند (عزتمن) وي، نو ده ته ورنږدې شئ ځکه چې دی به د عقل نه ډکې خبرې کوي.

د همدغه مقصد لپاره ځینې ملګرو د ژبې د بندېدو پرېکړه کړې او زموږ مخته د حضور صلی الله علیه وسلم فرمان دی ــ  ؛؛من صمت نجا؛؛  څوک چې غلی یا چُوپ پاتې شو هغه نجات وموند ؛؛ژبه چې سمه شوه نو نړۍ سمه ده؛؛  د ژبې سمون زړه ته هم ګټه رسوي ــ مسلمانانو ته د دا ډول خبرو رسول او هغوی سره مذاکره کول ډېر ګټور دي او کورونو کې هم داسې خبرې کول سبب د خیر ګرځي ؛؛د ژوند آداب؛؛ په نامه کتاب باید ولوستل شي او نورو ته ورسول شي او دا کتاب د حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوي رحمه الله تصنیف دی ــ کچیرته په دې کتاب عمل وشي نو په رښتیا هم چې انسان د ښو اخلاقو خاوند ګرځېدای شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery