مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کتاب او ټولنه

بصيرالحق عادل

 / يوه داسې زمانه به هم تېره شوي وي چې کتاب به نه و، قلم او ليکوالي به مروج نه وه، اندونه به په شفاهي ډول له يوه څخه بل ته لېږدول کېدل او د پوهې کچه به ټوله نړۍ کې ټيټه وه.
کله چې کتاب ليکل دود شوي دي، چاپخونې رامنځته شوي دي، ليکوالي ډېره شوې ده، د ليکنو د خپرېدو امکانات زيات شوي دي او د فکرونو او اندونو تبادلې ته زمينه برابره شوې ده نو ورسره د پوهې کچه هم لوړه شوې، نړۍ مختګ کړی، اسانتياوې رامنځته شوي او د خلکو ذهنيتونه سم شوي دي.
کتاب چې په ټوله نړۍ کې يې انقلاب رامنځته کړی دی، موږ يې ولې له لوستلو سره مينه نه لرو؟ حوصله مو ژر ختموي او بالاخره پاڼې يې ټولې کړو او يوې خواته يې کښېږدو.
زموږ په هېواد کې چې څو لسيزې وړاندې هم دلته د پوهې او لوست ډېوې بلې وې، خلک روشنفکره وو، له علم او کتاب لوستلو سره اشنا وو، جګړو، نښتو، اړو دوړ او کورنيو بدبختيو هر څه لولپه کړل، مهاجرتونه وشول، د علم او پوهې پر مرکزونو خاورې بار شوې او خلک مو له کتاب ليرې پاتې شول.
خو تېره يوه نيمه لسيزه بيا زموږ په ټولنه کې لوی انقلاب رامنځته شو، ښوونځي جوړ شول، لوست ځايونه ورغېدل، چاپخونې رامنځته شوې، کتاب ليکل، ژباړل مروج شو او ليکوالو مو ليکوالۍ او د فکر خپرېدو ته ملا وتړله.
د دومره زيار او کوښښونو سره سره ليکوالي يوازې د څو کسانو لپاره وشوه، په دې مانا چې د ټولنې ټول لوستي ځوانان مو کتاب نه لولي، يوازې ډېر لوستل شوي او لوستل کېدونکې کتابونه ناول او شعر دی، نور چې هر کتاب زموږ ځوان په لاس کې واخلي، حوصله يې ورختمه کړې، په نيمايي کتاب قات کړی او يوې خواته يې غورځولی دی.
يوازې به هغه ځوانان او محصلين علمي، تاريخي او مالوماتي کتابونه تر وروستۍ پاڼې ولولي چې يا به څېړنه کوي، يا به استاد کورنۍ دنده ورکړي وي، يا به ازموينه وي او يا به کوم سيمينار ته چتووالی نيسي، نور نو کتاب لوستل نشته که وي په ډېره کمه اندازه.
سهار مې بي بي سي راډيو اورېده، د کتاب د نړيوالې ورځې په مناسبت يې اوږد راپور جوړ کړی و، د چاپخونو د يو شمېر مسؤلينو سره يې خبرې کړې وې، يوه مسؤل وويل: «مخکې به مو لږ تر لږه د ورځې يو کتاب چاپوو، خو اوس ايله په مياشت کې درې کتابونه چاپوو.»
دا راته دا په ډاګه کوي چې د کتاب لوستلو سره د ځوانانو مينه کمه شوې ده، که وپوښتل شي ولې کتاب نه اخلئ، د هر چا ځواب دا وي چې پيسې نه لرم، نو په ننني عصر کې چې ورځني لګښتونه څو چنده ډېر دي کتاب اخيستلو لپاره هم څوک روپۍ نه لري؟
زما د موندنو او تجربو له مخې موږ خپله له کتاب او کتاب لوستلو کرکه کړې ده، که پيسې هم ولرو، کتاب هم ولرو، مطالعه کول يې دومره زور راکوي لکه د يو خان بيګار چې وي، زه يې لاملونه په ګوته کووم:
زموږ علمي ژبه ډېره سخته ده، لوستوال مو ستړي کوي، ليکنيزه ژبه مو يوه نه ده، د يوې سيمې لوستوال د بلې سيمې د ليکوال کتاب په ډېره سخته لولي، يو شمېر لغتونه، اصطلاحاتو باندې نه پوهېږي او يا ورته سخت ښکاري، د مطلب ربط ترې ورکوي او د لوستلو حوصله يې ختميږي.
بل خوا زموږ لوستي او نالوستي ځوانان د ۲۱ مې پېړۍ له ټکنالوژۍ په ګټه اخيستنه کې دومره افراط کوي چې د کتاب لوستل څه چې د ژوند ټولې چارې ترې پاتې وي، ځوانان مو ټوله ورځ په ټولنيزو رسنيو کې په ځانګړي ډول فېس بوک کې يو په بل پسې په تخريب اخته وي، توهيناميز پوسټونه کوي او دا يې د ساتيري يوه لاره ګرځېدلې ده.
د دې ترڅنګ يوه بله موندنه چې ما کړې ده او خپله ټولنه کې مې ډېری ځوانان ليدلي دي، ټوله شپه د هغه هندي او ترکي سريالونو په ليدو تېروي چې د هېواد يو شمېر بې پوښتنې تلويزيونونه يې خپروي، د بل کلتور دلته رواجوي او زموږ د ټولنې خلک چې له ټکنالوژۍ او نورې نړۍ سره ډېر نه دي اشنا دا کار ورته نوی ښکاري ډېر ژر اغېز پرې کوي، حتی يو شمېر هغه ملايان چې د تلويزيون کتل يې کفر باله هغوی هم ټوله شپه ورته روڼوي.
سياست بل هغه لوی ناروغي ده چې زموږ تنکي ځوانان پرې روږدي شوي دي، هغه تاوده موضوعات چې د رسنيو سرټکي وي تر ډېره د ځوانانو پر خولو او ژبه هم وي، خپلو منځو کې بحث او خبرې پرې کوي، هيڅ پايلې ته هم نه رسيږي خو د کتاب لوستلو او مطالعې وخت پرې ډکوي، حتی په پوهنتونونو او ليليو کې هم محصلين خپل ډېری وخت په دغه ډول بحثونو، قومي او ګوندي مسايلو باندې تېروي.
ليکوالو او په ځانګړي ډول د علمي، تاريخي او مالوماتي کتابونو مؤلفانو او ليکوالو ته يو وړانديز لرم، موږ ته په تجره مالومه شوه چې ناول زموږ په ټولنه کې ډېر لوستل کېږي يا داسې کتابونه چې کيسه ييزه بڼه ولري، ځکه طبعي خبره ده د کيسې اورېدلو سره انسان مينه لري، اورېدل او لوستل يې نه پرې غميږي.
که چېرته زموږ د علمي او تاريخي ليکنو ليکنيزه ژبه او ميتود داسې بڼه ولري چې کيسې ته ورته وي، يا په کيسه ييز سبک وليکل شي، نو دا دوه ګټې لري، يو خو يې لوستل او اورېدل په حوصله کېږي، نه غميږي او دويمه ګټه يې دا ده چې په فکر کې ښه پاتېږي، تر ډېره ساتل کېږي او نه هېريږي.
زما د پورته وړانديز څخه هدف دا نه دی چې هر څه دې داسې وليکل شي لکه کيسه، بلکې د کيسې په سبک دې وليکل شي، دغه ډول ليکنې دې په هنر ولړل شي، له سختې ژبې دې راووځي، ښکلې ښکلې جملې ورته جوړې شي او داسې تسلس دې ورکړل شي چې تلوسه ولري، د يوې جملې په لوستلو لوستونکی د بلې لوستلو ته اړ شي.
په پښتنو ليکوالو کې د علمي، تاريخي او مالوماتي ليکنو په برخه کې تر ډېره استاد اسدالله غضنفر دغه هنر لري، چې هره ليکنه او مقاله يې تلوسه لري، حتی يو شمېر مقالې يې تر ۳۰ او ۴۰ مخونو رسيږي خو کله چې مې لوستي دي پرې پوه شوی هم نه يم او د ليکنې پای ته چې رسيدلی يم، ځان سره مې ويلي دي کاشکې دا ليکنه لږه اوږده وای.
د استاد غضنفر د ليکنو په اړه مې خپل دغه نظر د يو شمېر نورو ملګرو او ځوانانو څخه هم اورېدلی دی، چې هغوی هم ورته نظر لري.
نو په ۲۱مه پېړۍ کې زموږ ټولنه لا هم له کتاب سره مينه نه لري، په کم شمېر خلک به يې د خپلې مينې په اساس لولي نور ټول يې له مجبوريته لولي، دولت، ليکوال او فرهنګي بنسټونه بايد د دې لپاره چې د کتاب لوستلو کچه لوړه شي ځانګړی مېکانيزم او طرحه جوړه کړي او ډېر فکر دې په ليکنيزه ژبه او د ليکوالۍ پر ميتود وکړي، ترڅو موجوده ستونزې هوارې او کتاب لوستلو سره د هر چا مينه پيدا شي.
يوازې د کتاب نړيوالې ورځې په نمانځنه کار نه کېږي.
۱۳۹۵ / ۲ / ۴

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery