مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څنګه ښه سمينار ترتیب او وړاندي کړو؟

عبدالتواب خپلواک

 

دلته په دې لیکنه کښي د ښه سمينار د جوړولو او وړاندي کولو پر لارو چارو ږغېدلي یو،که څه هم دلته د ټولو سمينارونو د ښه ترتیب او وړاندي کیدو لارښووني سوي،خو تر ډېره دا لارښووني ټولګیز سمينار ته وقف دي.
ټولګیز سمينار یا نن سبا چي په عامه ډول ورته (Presentation) وايي د پوهنتون د زده کړیالانو او استادانو لپاره ډېر مهم دی.ځکه چي د سميستر د هر مضمون یو ځانګړی وخت و زده کړیالانو ته دسمينار د وړاندي کولو لپاره تعین سوی دی کوم چي په نوبت سره د ټولګۍ هر زده کړیال په همدې ټاکلي وخت کي خپل ترتیب سوی سمينار وړاندي کوي.
نن سبا ډېری زده کړیالان،په ځانګړي ټوګه نوي زده کړیالان پوهنتون ته په راتګ سره د Presentation وړاندي کولو ته لېواله نه وي او د یوې ستونزي په ډول ورته نظر کوي.ځکه چي دا د دوی لپاره نوې خبره وي او اماده کول او وړاندي کول یې ورته ګران کار مالومېږي. خو داسي نه ده د Presentation وړاندي کول او اماده کول دومره لویه ستونزه هم نه ده چي یو زده کړیال ورته په اندېښنه کي سي،اوس تاسي ته د یو زده کړیال نسبت کیږي د زده کړیال یو صفت دادی چي هغه باید ډېر فعال او پلټونکی وي او د ستونزو په حل کي باید ګړندی او بریالی وي نو که ددې صفت خپلونکي یاست نو Presentation یا سمينار باید د ستونزي په ډول ونه پېژنی.
د سمينار وړاندي کولو ګټي:
سمينار وړاندي کول ډيري ګټي لري چي ځيني یې دادي:
Small black square تاسو خپله دنده سرته رسوی.
Small black square ستاسو د مالوماتو ذخیره کي زیاتوالی راځي.
Small black square پر ځان مو باور زیاتېږي.
Small black square تاسو خپل شخصیت په ډاګه کوی.
Small black square د زده کړیال یو صفت چي باید ډیر فعال وي هغه خپلوی.
Small black square د استاد او ادارې باور خپلوی.
Small black square څېړنه،پلټنه او د مالوماتو غونډول زده کوی.
Small black square تاسو پلټونکی کیږی.
Small black square د نورو کورنیو او بهرنیو سمينارونو لپاره تجربه لاسته راوړی.
Small black square تاسو خپله وړتیا او استعداد ښکاره کوی.
Small black square جرئت لاس ته راوړئ او د بې جرئتۍ له صفته خلاصون مومی.
د ښه سمينار چمتو کول:
د ښه سمينار د چمتو کولو لپاره پر ټاکل سوي موضوع هر اړخیزه مطالعه او څېړنه وکړئ،د بېلګي په ډول که تاسو د هلمند سیند په اړه کوم سمينار ورکوی نو د هلمند سیند تاریخي شالید و ګورئ د هغه جغرافیايي موقیعت و ګورئ،د هغه ارزښت مطالعه کړئ،د سیند د اوبو ظرفیت مالوم کړئ ،دا وګورئ چي موږ څومره ګټه ورڅخه اخلو او ایران څومره ګټه ورڅخه اخلي،که امکان وي ورسئ لیدنه ورڅخه و کړئ انځورونه ور څخه واخلئ او ...
په اخیر کي خپل څېړنه پایله او مالومات را غونډ کړئ او وېې لیکئ.
دا چي نن سبا ډېری سمينارونه د پروجکتر له لاري وړاندي کیږي نو که تاسو هم خپل سمينار د پروجکټر له لاري پر سلایډونو وړاندي کوی نو:
• سلایډونه ته موښه مناسب ډيزاین و ټاکئ،سلايډونه مو باید د تورو یا حروفو او انځورونو څخه ډیر ډک نه وي ځکه چي بیا ورته Busy یا بوخت سلایډونه ویل کیږي او اورېدونکی او ليدونکی خسته کوي او توجه یې د سمينار وړاندي کېدو پر وخت ستاسي وینا ته نه بلکي سلایډ لوستلو ته اوړي.
• مالومات مو په سلایډونو کښي داسي ځای پر ځای کړئ چي په هر سلایډ کښي عنوان په لویو تورو ولیکئ، د عنوان په اړه ټول مالومات مه لیکئ یواځي دوه، درې یا څلور لنډي مهمي جملې ولیکئ، ځکه نور به تاسو له یاده زده مالومات وایاست.
• په سلایډونو کي باید هيڅ ډول املایي تېروتنه و نه لرئ.
• سلایډونو ته مو د موضوع د ښه روښانتیا او ثبوت په خاطر مناسب انځورونه او ويډیوګاني اضافه کړئ،ځکه دا ستاسو پر سمينار ډېر ښه او مثبت اثر لري،اورېدونکي ته ستاسو مالومات په ثبوت رسېږي، جالبیت ورته پیدا کوي او توجه یې زیاتوي.
• په سلایډونو کي مو ډېري جالبي،مهمي کلېمي او جملې په سور،زرغون او یا بل روښانه رنګ وليکئ ترڅو مهم او توجه جلبونکي سي.
• په سلايډونو کي عنوان او متن ته بيلابیلي ښکلي لیکبڼي و ټاکئ.
• په سلایډونو کي مناسبي،با مفهومه، کره او ساده کلېمي و کاروئ.
• په لومړي سلایډ کي د ځان،سميناري موضوع،لارښوود استاد،پوهنتون او ځای پېژنده(معرفت) و کړئ.
• په دوهم سلايډ کي د وړاندي کېدونکو موضوعاتو لړلیک وليکئ تر څو د سمينار برخه وال وپوهېږي چي تاسو څه ورته وړاندي کوئ او دوی څه زده کوي،اوري او ویني.
• په اخیر کي بیا وایم د موضوع په اړه هر اړخیز مالومات،د موضوعاتو لړلیک،په سلایډونو کي مهم او لږ مالومات ځای پر ځای کول،مناسب انځورونه،ويډیوګاني او غوره ترتیب او ډيزاین ستاسو د سمينار د ښه سمينار کیدو لپاره ضروري مواد دي،او پر پروجکتور وړاندي کول یې ستاسو د سمينار ارزښت زیاتوي.
په ښه ډول د سمينار وړاندي کول:
د سمينار تر برابرولو او چمتو کولو تر هغه په ښه ډول وړاندي کول ډېر مهم دي،ځکه که تاسو خپل سميناري موضوع په ښه ډول پر سلایډونو او پاڼو ترتیب کړې نه وي خو په ښه ډول يې تر برخوالو ورسوئ او هغوي ګټه ورڅخه واخلي نو تاسو او برخوال خپل هدف ته رسېدلي یاست.(څه چي مو غوښتل هغه د دوی تر غوږو ورسېدل او زده یې کړل او دا ستاسو هدف او دنده وه)
ځيني ټکي چي باید د سمينار د وړاندي کيدو لپاره په نظر کي ونيول سي:
• په پوره ډاډ او جرئت سره سمينار پیل کړئ،هيڅ ډول د بېري،وارخطايي او کم جرئتۍ احساس و نکړئ،ستاسو د سمينار پیل ډېر مهم دی په اول کي ځان او د چمتو سوي موضوع پېژندنه وکړئ تر څو ګډونوال او اورېدونکي پوه سي چي ته څوک او څه وړاندي کوې؟
په تکرار سره بیا وایم چي ستاسو د سمينار پیل ډېر مهم دی،خپل سمينار داسي پیل کړئ چي پکښي د ټولو اورېدونکو او لیدونکو توجه را جلب کړل سي،یعني پیل مو باید ډېر جالب ،توجه راجلبونکي په اصطلاح(Killer Opening ) وي.د بېلګي په ډول پوښتنه و کړي او یا خپلي خبري توندي،جالبي او په لوړ اواز پیل کړئ.
• په سمينار کي د ناستو کسانو د سترګو او غوږونو توجه ځان ته اړول او د هغوي سره اړیکه نیول مهم دي.د دوی سره باید د سترګو ارتباط وساتل سي،یواځي د پروجکتور صفحې او یا تر پښو لاندي و نه کتل سي.
• خبري مو باید رواني،ساده او واضحي وي.
• د خبرو سرعت او د ږغ لوړوالۍ مو باید مناسب وي.
• د سمينار په جریان کي د ګډونوالو څخه پوښتنه و کړئ او یا هم پر ځينو موضوعاتو د دوی نظر و غواړئ.
• د سمينار تر وړاندې کیدو مخکي له مخکي باید ګرځنده تلیفون بند کړئ.
• د سمينار وړاندي کولو مخکي کورته د ملګرو او یا کامرې مخ ته خپل سمينار وړاندي کړئ او خپلي تېروتني اصلاح کړئ که دا کړنه په تکرار سره وکړئ تېروتني مو صفر ته تقرب کوي نور مو خوښه!
• د سمينار وړاندي کولو په جریان کښي سلايډ،کتاب او خپل نوټ د مخه مه وایاست ځکه د مخه یې د سمينار هر برخوال ویلی سي په دې اړه مشهوره خبره ده چي وایي(If You Can Read I Also Can Read)
ژباړه: که یې ته لوستلی سې زه یې هم لوستلی سم.
مطلب دا چي یواځي د مخه لوستل نه دي مهم، بلکي په مفهوم پوهول مهم دي.
• د پېچلو موضوعاتو لپاره ښکاره او واضح مثالونه ووایاست.
• د سمينار وړاندي کولو پر وخت ستاسو د مخ او لاسونو حرکات بلکي په ټولیز ډول د ټول بدن حرکات مهم دي،ټول حرکات مو باید د حالت او خبرو سره متناسب وي.داسي نه چي وایاست یو څه او حرکات د بل څه کوی یا لاسونه بل ډول ښوروئ،مطلب دا چي ښه بدني حرکات چي ورته (Body Language) وايي باید و لرئ او خبري او Body Language یا بدني حرکات مو سره همږغي وي.
• داسي مه درېږي چي لاسونه مو بند وي بلکي په لاسونو خبري وکړي او شمېرل پر ګوتو وکړئ لکه :۱،۲،۳
• د سلايډ لوستلو پر وخت مناسب ودرېږئ،برخوالو ته مه شاه کوئ.
• په رسمي یا مسلکي جامو کي مو سمينار وړاندي کړئ.
• د سمينار وړاندي کولو پر وخت فعال او با انرژۍ و اوسئ.
• وخت ته مو باید پام وي چي ټول سمينار په ټاکل سوي وخت کي په ښه ډول وړاندي کړئ.
• که مو د سمينار وخت له تر ۲۰ دقیقو اوږد وو نو هر ۲۰ دقيقې وروسته تاسو او برخوال د ۵ دقیقو لپاره دمه وکړئ څو برخوال فعال او وېښ پاته سي.
بلاخره د سمينار پای هم همداسي مهم دی لکه چي یې پیل مهم دی که ممکنه وي د خپل سمينار مهمي نقطې چي مخکي له مخکي چاپ سوي وي برخوالو ته ووېشئ البته د مهمو نقطو وېشنه باید د سمينار په پیل،دمي پر وخت او یا په اخیر کي وي.
د سمينار په ښه ډول پای ته رسول مهم وګڼئ!!
سمينار په جذابو،ښو ټکو،ښو جملو پای ته ورسوئ له برخوالو مننه وکړئ د هغوی پوښتنو،نیوکو او اندونو ته وخت ورکړئ.
باوري یم که پورتنۍ لارښووني د سمينار چمتوکولو او وړاندي کولو پر وخت عملي کړی نو تاسو هدف ته په رسېدو کي بریالي یاست .
او بل داچي! په پوره ډاډ سره وایم ستاسو سمينار به د غوره سمينارونو په لړ کي وي.
د همداسي ښو او له دې څخه هم د ښو سیمنارونو په هیله مو!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery