مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کابل به په لومړي ځل د ورزشي خبريالانو د کانګرس کوربه وي

احمد فیصل
د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون نن اعلان کړی چې د روان کال د می مياشتې په وروستیو کې به د افغان ورزشي خبریالانو کانګرس په کابل کې جوړ شي. په دغه کانګرس کې به له ټول افغانستان څخه ۱۰۰ تنه ورزشي خبریالان ،مدني فعالان او چارواکي برخه واخلي. ددې ترڅنګ به په دغه ناسته کې شل تنه بهرني ورزشي خبریالان هم مېلمانه وي. د افغانستان د ورزشي خبریالانو د مشر سایرځلاند په خبره ،د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون چې په افغانستان کې له تیرو دوو کلونو را هيسې کارکوي، غواړي چې په لومړي ځل د افغانستان اکول اکسس موسسې په همکارۍ په کابل کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو عمومي کانګرس جوړ کړي. ځلاند وايي: ((په دغه کانګرس کې به د افغانستان له ټولو ولايتونو خبريالان را غوښتل کېږي او هغوى به په کانګرس کې پر خپلو ستونزو، فعاليتونو او لاسته راوړنو خبرې کوي، همدا شان به د کابل د ټولو رسنيو ورزشي خبريالان په دغه کانګرس کې برخه اخلي چې د ورزشي خبريالانو پر کړنو بحثونه وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery