مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملي شورا غړي: د القاعدې مشران اوس هم په پاکستان کې اوسي

احمد فیصل
د ملي شورا يو شمېر غړي وايي د القاعده شبکې مشران اوس هم په پاکستان کې اوسي او نړيوالې ټولنې نه يوازې په دغه هېواد اړين فشار نه دى راوړی، بلکې د امريکا له مالي مرستو هم برخمن شوى دى. د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن پنځه کاله وړاندې د مۍ مياشتې په ٢ مه نېټه، د امريکا ځانګړو سمندري ځواکونو له لوري د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژل شو. د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي وويل: "په ظاهري توګه د القاعده پر وړاندې مبارزه شوې، خو د ځمکې له تل څخه د ياد سازمان له منځه وړل اسانه کار نه دى او په دې برخه کې جدي مبارزې او ډېر وخت ته اړتيا ده."د نوموړي په وينا، که څه هم د يادې ډلې د مشر له وژل کېدو پنځه کاله تېريږي، خو بيا هم ياده ډله په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې او د يادې شبکې پر ملاتړو تر اوسه پورې اړين فشار نه دى راوړل شوى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery