مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کابل کې د هند سفیر وایي له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو

احمد فیصل
په کابل کې د هند سفیر وايي هېواد یې له افغانانو سره په خپلو پښو د درېدو په موخه همکاریو ته دوام ورکوي. منپرېت وهرا دغه څرګندونې په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د سلما بند د پرانستې په اړه د لیدنې پر مهال کړې دي. د ملی امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د سلما بند پروژې د پرانستې مراسمو ته پر چمتووالي خبرې وشوې. سرچینه زیاتوي، چې حنیف اتمر له دوست هېواد هند څخه مننه وکړه، چې له افغانستان سره یې په سترو ودانیزو او ټولګټو پروژو کې همکارۍ کړې دي. خبرپاڼه کاږي، د هند سفیر هم ډاډ ورکړ، چې هېواد یې له افغانانو سره په خپلو پښو د درېدو په موخه دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery