مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-03   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د اقتصادي پروژو سیاسي کول افغانستان له پرمختګ څخه وروسته پاتې کوي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ټوټاپ په نوم د انرژۍ د لېږد د یوې سترې پروژې پر سر سیاسي ناندریو دغه پروژه له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې ده او د پروژې تمویلوونکو ګواښ کړی، که پروژه له مهالوېش سره سم پرمخ لاړه نه شي، خپلې مرستې به وځنډوي. د انرژۍ د لېږد دا پروژه (TUTAP) نومېږي چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه (500kv) برېښنا مزی د هېواد څوارلسو مرکزي، سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو ته لېږدول کېږي. یاده پروژه پر درېیو برخو وېشل شوې چې لومړۍ برخه یې د اقینې – اندخوی – شبرغان له لارې تر مزار شریف پورې ده چې قرارداد یې لاسلیک شوی او فزیکي کار پرې روان دی. دویمه برخه یې له مزار شریف څخه د پلخمري تر (دشت الوان) پورې غځېږي او درېیمه یې له دشت الوان څخه د سالنګ له لارې د کابل تر ارغندې پورې پنځه سوه کیلو ولټه مزی دی، چې تدارکاتی کارونه یې بشپړ شوي دي. تر کابل وروسته بیا دا برېښنا په درېیوو خطونو کې لومړی میدان وردګ- غزني- زابل او بیا کندهار او په دیم خط کې سوېل لور ته د لوګر او ګردیز له لارې خوست او درېیم لین یې د کابل دشت برچي او ارغندې سیمو ته غځول کېږي. خو د حکومت دننه یو شمېر کسان او په ځانګړې توګه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له الوان دښتې څخه د سالنګ له لارې تر کابله پورې د مزي غځولو سره مخالفت کوي او وايي چې د سالنګ پر ځای دې له بامیانو څخه تېر شي. په دې اړه د جرمني د یوې کمپنۍ (فچنر) څېړنې ښيي چې سالنګ له اقتصادي او تخنیکي پلوه وړ مسیر دی او که د سالنګ پر ځای بامیان غوره کېږي، نو ډېر لګښت او وخت ته اړتیا لري. د ټوټاپ پروژې د درېیمې برخې (پلخمري-کابل) ټول لګښت ۷۲۱ ملیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی چې ۹۹ ملیونه یي د اسیا پراختیايي بانک، ۱۳ ملیونه یې جاپان او ۱۰۴ ملیونه یې د امریکا متحده ایالتونو له خوا په بلاعوض ډول د اسیايي بانک له لارې ورکول کیږی. تخنیکي څېړنې ښيي، چې که د سالنګ پر ځای بامیان غوره شي، نو ډېر وخت او لګښت ته اړتیا لري. څېړنې ښيي، چې د بامیانو په مسیر کی یواځې د بامیانو ولایت او څو نورې سیمې دي چې ټولټال له ۱۰ تر ۱۵ مېګاواټه پورې برېښنا ته اړتیا لري. د بامیانو له لارې د لاین د مسیر اوږدوالی ښايي ۳۲۵ کیلو مټرو ته پورته شي، په داسې حال کې چې د سالنګ مسیر ۲۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، په دې توګه د سالنګ او بامیانو د مسیرونو ترمنځ ۱۵۰ کیلو متره توپیر دی. د بامیانو د مسیر ټاکل به دغه راز د پروژې لګښت له ۱۰۰ تر ۱۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو پورې لوړ کړي، چې د تخنیکي کارپوهانو په وینا په دې لګښتونو کې د پایو بیه، د لاین بیه او د یو سب سټېشن جوړول شامل دي، دغه راز د لاین د اوږدوالي له امله به د برېښنا ضایعات هم لوړ شي. کارپوهان اندېښنه څرګندوي، چې که د ټوټاپ پروژه د پلان له مخې پرمخ لاړه نه شي، ښايي کابل، غزني، لوګر، پکتیا، زابل، خوست، کندهار، وردګ او د دې پروژې په مسیر کې نور پراته ولایتونه له ټاکلي مودې دوه کاله وروسته یعنې تر ۲۰۲۰ کاله پورې هم له برېښنا څخه برخمن نه شي. د کارپوهانو په وینا، د پروژې د ځنډولو له امله ښايي په لویو لارو کې لګول شوې ستنې، ټرانسفرمرونه، کېبلونه او نور وسایل تخریب یا د خلکو له لوري غلا شي. د پروژې د ځنډېدو له امله دا وېره هم شته چې ښايي ډونران د پروژې له تمویل څخه پر شا شي، چې تازه بېلګه یې د جاپان هېواد دی. د راپورونو له مخې د جاپان حکومت ګواښ کړی، که تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې د پروژې برخلیک معلوم نه شي، خپلې مرستې به وځنډوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery