مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-10   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې دمبارکی پېغام !

حبيب الله غمخور
دروند علمی اوفرهنگی شخصيت دکابل پوهنتون استاد پوهنوال محمدرسول باوري صاحب ! همدا نن مو په خوښی دا نيک خبرترلاسه کړ چي ستاسو دارنه علمی اوفرهنگی شخصيت دزېږېدو نيکمرغه کليزه ده . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنی مشرتابه جرگه په افغانستان اونړۍ په هرگوټ کې دتل پشان ستاسوغوندي علمی ،ادبی ،سياسی اوفرهنگی شخصيتونوستاينې او هڅونې ته ژمن ده . داچې نن ستاسوزموږ دهيواديوسرغندوي اوپېژندل سوی لرغون پېژندونکی دزېږېدو نيکمرغه کليزه ده . موږ تاسو ته ستاسو دزېږېدو دنيکمرغه کليزي له امله دزړه له کومي بارکي وايو . په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه تل ستاسو دانسانی،علمی،مسلکی هڅو اوبې کچې مسلکی زياردرناوی وکوی . زموږ فرهنگی ټولنه وياړ ی چي تاسودهيواد علمی کدرته له سويډن څخه ستاسو دزېږېدودنيکمرغه کليزي له امله دمبارکيو په ويلوسره ستاسو درناوی کوی او دټولو هيوادوالوسره يوځاي ستاسو دزېږېدو دنېکمرغه کليزی په مراسيمو کي برخه اخلي . موږ وياړوچي دلته دسويډن دمالمو په ښارکي، دوه کاله پخوا موستاسواو دهيواد دنو رو درنو شخصيتونو په وياړ نړی وال علمی کنفرانس رابللی وو . چي متاسفانه ستاسو ددولتی کاري ستونزو له امله ونه سوه کولاي زموږ سره پدې نړيوال علمی کنفرانس کي گډون ولري . زموږ دفرهنگی ټولنې مشرتابه وياړ ی چې يوځل بيا ستاسو دزېږېدو دنېکمرغه کليزي په پلمه ددې پېغام پوسيله ستاسودعلمی اومسلکی هڅو لمانځنه او قدر داني کوو . زموږ دفرهنگی ټولنې له نظره تاسودافغانستان په اوسنيو شرايطوکښي يوه غښتلې ،مسلکي اوتاريخی اثاروشنونکې څېره ياست . موږ مو دتاريخ اوتاريخی اثارو دسپړلوپه برخه کي ورځنۍ هڅي ستايو اوستاسو علمی ،مسلی هځوته دقدر په سترگه گورو. په سويډړن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery