مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نر ښځکه څوکۍ مه بنده وه!!!

محمود نظری

 

عالمه څه وکړو وطن مو سو براعلا چغالي
دغلو شوکمارو په وطن کې ده دغلا سیالي
هر یوچې مقرر سي غواړی سي کوټه چرګه
مړ سترګی هم کار نه کوي او بندوي چرغالي
چر غالی ( کوډله )


چې شیر سوخته یې خدای دي مل سه
چې ناپوه اوپژمرده یې خدای دي مل سه
موږ په بلغار کې لاکي هګۍ په کار ده
چې شکنه اوخاګینه یې خدای دي مل سه
په دستر خوان کې سلاته خپل ځای لري
چې نه ترخه نه تروه یې خدای دي مل سه
چې یوازې دنامه او چکر لپاره ناست یې
چې دګوړې ټوټه یي خدای دي مل سه
چې تل خچ خل یې دکامونو په مقابله کې
که تل چرګه کوټه یې خدای دي مل سه
چاچې کار وکړ ولس ته لاس یې دمچیدو دی
که د بنده بنده یې خدای دي مل سه
اخیر د وطنپلور مخ په غولو دلړو دی
چې ناست لکه میلمه یې خدای دي مل سه
خوشحاله د(کیري ) په شکیل کې یې باچا وزیرک
چي موږ ته کله مږ کله غل یې خدای دي مل سه

خچ خل (ایشدلی هګې چې سر او بېخ يې دواړه مات وي). بلغا ر( سیالی)
***
سوری دی حکومت
حرمونی دی سیاست
دنورو په غلامي کې
هر ناپوه ویني زعامت
***
هغه پښتانه باید لیري سي له څوکۍ
چې دښمن ته ښوري سر لکه لکۍ
څوکۍ بندي کړي دي مړو سترګو
سپينه کوتره مو سوې توره توتکۍ
چا چې څوکۍ نیولي دي په غوړه مالي
هغه یوازې ځان ساتي په غلا غلچکۍ
چې یودفتر په پچه رسیدلی پښتون ته
هلته نرښځک ولي شپه او ورځ پسکۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery