مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: د سولې په بهیر کې دې روسیه او ملګري ملتونه هم شامل شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د افغانستان د سولې د څلور اړخيز بهیر له پنځمې غونډې څخه د ملاتړ د اعلان ترڅنګ په دې خبرو اترو کې د ملګرو ملتونو او روسيې هېواد د ګډون غوښتنه وکړه. ټاکل شوې ده چې نن د څلور اړخېزې ناستې پنځم پړاو خبرې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو په ګډون اسلام اباد کې تر سره شي. د سولې څلور اړخیز بهیر د روان کال د جنورۍ په میاشت کې پیل شو چې وروستۍ څلورمه غونډه یې په تېره فبرورۍ میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پاکستان به د مارچ میاشتې په وروستیو کې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو پاکستان له خپلې ژمنې پر شا شو. نن د دې بهیر پنځمه ناسته په اسلام اباد کې ترسره کېږي او افغان حکومت وايي چې په دې غونډه کې به برخه اخلي، خو خپل لوړپوړى پلاوى به نه وراستوي. د ولسمشرۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال وايي، چې ټاکل شوې ده دا ناسته د سفيرانو په کچه جوړه شي او پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخېلوال به د څلور اړخيزو مذاکراتو دې پړوا کې ګډون وکړي. نوموړي په ډاګه کړه، څو چې پاکستان د مذاکراتو تېر دور کې پر خپلو ژمنو او پرېکړو عمل و نه کړي، افغانستان به په لوړه کچه په دې خبرو اترو کې ګډون و نه کړي. د مشرانو جرګې غړو د سولې په تړاو د څلور اړخیز بهیر له پنځمې غونډې ملاتړ څرګند کړ، خو ویې ویل چې په دې بهیر کې روسیه او ملګري ملتونه هم باید شامل کړای شي. مشرانو جرګه کې د زابل خلکو استازي زلمي زابلي د جرګې په پرونۍ غونډه کې وویل، دا ځل بايد افغان حکومت زياته پاملرنه وکړي، ملګري ملتونو او روسيې ته دې هم د سولې خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شي؛ ځکه پاکستان هېڅکله رښتينى نه دى. نوموړي په ورته وخت کې يادونه وکړه چې امريکا او چين دې ضمانت ورکړي چې افغانستان کې د سولې تامين لپاره، د پاکستان ګټو په نسبت دې د افغانستان ګټې په پام کې ونيسي. د هلمند خلکو استازي شيرمحمد اخندزاده هم دې خبرو اترو کې دملګرو ملتونو او روسيې ګډون پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل :" ترڅو چې پاکستان په رښتيني ډول اقدام و نه کړي، د سولې مذاکراتو لړۍ به مثبته پايله ور نه کړي." د پنجشير دخلکو استازي محمدعلم ايزديار هم د زابلي او اخندزاده څرګندونو په تاييد وويل چې افغان حکومت بايد خپلې ټولې هڅې وکړي څو نور پر پاکستان و نه غولېږي. نوموړي زياته کړه :" که افغان حکومت بيا ځل د سولې څلور اړخيزو خبرو اترو کې ورګډ شي، بايد له دې ډلې ضمانت واخيستل شي؛ ځکه اوس ټول د افغانستان په وړاندې د پاکستان په کړنو پوهېږي." د مشرانوجرګې مرستيال منشي نجيبې حسيني، د سولې غونډې مهمې وبللې او ويې ويل چې افغان دولت هېڅ وخت د سولې ور نه دى تړلى. نوموړي دملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه څو د سولې بهير کې د پاکستان په وړاندې له پوره احتياط څخه کار واخلي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل:" سوله زموږ غوښتنه او هيله ده؛ خو موږ داسې سوله غواړو چې زموږ لاسته راوړنې په کې خوندي شي." هغه هم د افغان سولې بهير کې د پاکستان نيت په اړه د شک په څرګندولو سره وويل چې ټول د افغانستان په اړه د پاکستان پر سياست پوهېږي، نو ځکه د ضمانت له اخيستو پرته دې په ياد هېواد باور و نه شي. مسلميار له امريکا او چين څخه غوښتنه وکړه چې په رښتيني ډول د افغانستان سولې خبرو اترو پر مخ وړلو لپاره دې پرپاکستان فشار راوړي او دا هېواد دې اړ باسي څو په دې برخه کې رښتينى عمل وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery