مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سوریې جګړې ته د ایران له لوري استول شوي څلور نور افغانان وژل شوي

احمد فیصل
راپورونه وايي، د سوریې جګړه کې څلور نور افغانان وژل شوي دي. ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغو څلورو افغانانو د جنازې مراسم تېره ورځ په ایران کې ترسره شول. دغه افغانان په سوریه کې د «لشکر فاطمیون» په نوم په هغې پوځي ډلګۍ کې جنګېدل، چې د ایران له خوا د بشرالاسد په ملاتړ جوړه شوې ده. د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د وژل شویو جنګیالیو جنازې پرون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ایرانیانو هم په کې ګډون کړی و، په تهران کې خاورو ته وسپارل شوې. د راپورونو له مخې د ایران حکومت هغو افغانانو ته چې په سوریه کې د بشارالاسد په پلوۍ جنګېږي، د میاشتې ۳۰۰ ډالره معاش او په ایران کې د استوګنې امکانات ورکوي. په داسې حال کې چې له بهرنیو اتباعو څخه په ترهګریزو او نا مشروع کړنو کې کار اخیستل، د نړیوالو او بشري حقوقو خلاف عمل دی، ایران له تېرو څو کلونو راهیسې هلته مېشت افغان کډوال د پیسو په بدل کې د سوریې جګړې ته لېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery